Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ټولنيزې رسنۍ | خاطره اسحاقزۍ

د تیرې یوه نیمې  لسیزې راپدیخوا ورځ تر بلې  د سوشل مېډيا(ټولنيزو رسنيو) کارونکي ډېريږي.

چې فېسبوک – ټوېټر- انستګرام – سکایپ – وی چټ او ای ام او  په نړۍ کې تر ټولو مخکښ ويب پاڼې شمېرل کیږي  او کارونکو د خپل ژوندانه يوه برخه ګرځولې. پر فېسبوک او ټوېټر وګړي واک لري چې خپل نظر، خپل عکسونه او خپل غبرګونونه په خپله خوښه خپاره کړي.

دا د ولسي ژورناليزم يوه مهمه برخه ده چې له کليو ښارونو، او چېرته چې نټ کارول کیږي له هغه ځايه د نړۍ په لر او بر کې کارونکي له يوه او بل سره ونښلوي او په دې انټرنټي دنيا کې ځانته د اوسېدو ځايونه جوړوي.

ټولنیزې رسنيو د نورو مطبوعاتو په پرتله خپلو کارونکو ته اختیار ورکړی چې څه د دوئ زړه غواړي هغه وليکي او خپاره يې کړي. دې رسنيو د افغانستان په ټولنه کې هم ګټه کړې  هم يې تاوان .

ګټه يې دا ده چې هر سړی د خپل ږغ د اوچتېدو اختيار لري، او خپله ستونزه ، انتقاد ، خوشحالي او خپګان د خپلې خوښي مطابق خپاره کړي. د فاسدينو، زورواکو او ظلمونو په اړه يې له خلکو سره مرسته او  خپل احساسات او غبرګون څرګند کړي. تاسو ډېر لوستي چې کله فېسبوک ته يوه ستونزمنه مسئله ورسېږي، او د خلکو ورته پام سي، بيا تر هغو تبصرې او غبرګونونه پر کېږي چې حل يې نه وي موندل سوی.

رسنيو د افغانانو د ستونزو په لري کېدو،  د دوئ د فکر په پراخېدو او د ټولنيزو اړيکو په جوړېدو کې ډېره مرسته کړې  دا بې سانسوره مطبوعات دي چې هر سړی د خپل زړه درد پکښې بيانوي. هر سړی د خپل کلي، ولايت، ښار او ډېر نور د ملي مسائلو په اړه خپل نظرونه څرګندوي.

د فېسبوک او ټوېټر په کارولو سره د افغانانو فکري قوه غښتلې سوې، منطق يې قوی سوی، او ډېر ژر په اسانۍ سره د نړۍ له بېلابېلو موضوعاتو خبرېږي. کارونکي فېسبوک او ټوېټر دوې نوري نړۍ ګڼي. هر يوه ځانته کلی، هېواد او کور پکښې جوړ کړی  نړۍ يې دومره سره نيژدې کړې چې حتا په يوه ثانيه کې له ختيځه تر لوېديځه د خلکو ږغ، تصوير او نظر رسېږي. دا د ټنکالوژۍ په دنيا  کې د خلکو لپاره يو خورا مهم پرمختګ بلل کیږي.

د سوشل مېډيا له لارې افغانان  له یو بل سره بېلابېلي مرستې کوي. که روغتون کې کوم ناروغ ته د وينې اړتيا وي ، که څوک لادرکه سوی وي که د يوه بشر په وړاندې زور زیاتی سوی وي  د يوالي، افغانيت، وطندوستۍ او خپلي خاوري ته د درناوي په ډېرېدو کې يې خورا مهمه مرسته کړې ده.

د همدې فېسبوک ټوېټر او نورو رسنيو له لارې افغانستان نړۍ ته ورغلی، او نړۍ افغانستان ته. يو بل يې ډېر سره نيژدې کړې. تر ټولو ښه يې دا چې که چاته کومه ستونزه پېښه سي، سمدستې يې د فېسبوک له لارې خپره ، د قضيې اړوند مسئولې ادارې او نور کسان ترې خبرېږي. که څوک د کوم حکومتي چارواکي پر ماموريت انتقاد لري، يا يې ستونزه ورته جوړه کړې وي، فېسبوک يې د ښکاره کېدو خورا ښه چېنل دی. لنډه دا چې ټولنيزو رسنيو د افغانانو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راوستلی.

افغانانو د ټولنيزو رسنيو د  ګڼو لاسته راوړونو تر څنګ  فکري  ځواکمنتيا معيار لوړ سوی دغسي يې تاوانونه هم ورته پېښ کړي. زموږ ټولو يوه بنسټيزه ستونزه دا ده چې په هر کار کې مو افراط کړی دا يواځېټولنيزې رسنۍ نه دي چې زموږ ډېر شمېر هېوادوال يې ناسمه کارونه کوي، بلکه موږ د خپل ژوند په نورو کارونو کې هم دغسي تفريط کړی دی.

په افغانستان کې د فېسبوک تر ټولو ناسمه کارونه دا ده چې خلکو د بل چا په نومونو اکوونټونه او پاڼې جوړې کړي، بيا خورا غلطه ګټه اخلي. ناسم مالومات ترې خپروي، او د شخصيت سپکاوی کوي چې  ډېر مضر بهير يې پيل کړی تاسو شايد ډېرې پاڼې او ادرسونه لوستلي او ليدلي وي چې د نورو په نومونو جوړ سوي، او هغوئ ته يې په لويه کچه سرخوږی جوړ کړی

په افغانستان کې د جعلي او ناجعلي ادرسونو پېژندنه يو څه ستونزمنه هم ده؛ ځکه تراوسه افغانستان کي فېسبوک هر چاته د ويرفکېشن حق نه دی ورکړی. ويرفکېشن د فېسبوک ټوېټر يا نورو رسنيو يو قانوني سند ، يوه نښه او يو تثبيت دی چې د دغو ادارو لخوا کارونکو ته ورکول کېږي. زه يې تر ټولو ښه بېلګه يم. زما په نوم ډېرې پاڼې او ادرسونه جوړ سوي چې له بده مرغه ناسمه کارونه ترې کېږي. په خلکو پسې سپکې سپورې او داسې مالومات او موضوعات ترې خپرېږي چې د خپرېدلو معيار نلري.

زموږ د هېواد انټرنټي نظام يا د ټکنالوژۍ سيستم دومره پياوړی ندی چې مستعار يا پېک ادرسونه له منځه يوسي او خلک له سر خوږيه خلاص کړي. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تراوسه دا وړتيا نلري چې انټرنټي کارونکي کنټرول  او ټول هغه ادرسونه بند کړي چې د هېواد د ملي منافعو پر ضد  او يا د اشخاصو په نوم فعال سوي  او غلطه ګټه ترې اخيستل کېږي.

له بده مرغه  په افغانستان کې ډېرې پاڼې زموږ د مشهورو مېرمنو په نوم خپرونې کوي چې  خورا بد پېغام يې خپور کړی  ځکه د دوئ مالومات غلط او نا مناسب دي. له  خلکو يې اصلي او نا اصلي ادرسونه ورک کړي دي. پر خپل سر عکسونه، وېډيوګانې او غلط راپورونه خپروي چې دا زموږ د ټولنيزو اخلاقو يوه واضيحه کمزروتيا ګڼل کیږي  د مخنوي لپاره بايد حکومت يوه حل لاره ولټوي او زموږ استخباراتي ارګانونه بايد د دغو کسانو پلټنه  وکړي چې ناسم ادرسونه يې فعال کړي، او ناوړه ګټه ترې اخلي. که د دغو اشخاصو پلټنه ورته ستونزمنه وي بيا دې نو دا ادرسونه بند کړي.

زما ټولو ورڼو او خويندو ته دا پېغام دی چې له ټولنيزو رسنيو څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. د بل چا د خور او مور په نوم دې پېک ادرسونه نه فعالوي. خپل د ټولنیزو رسنیو ملګرې د دغو مستعارو ادرسونو په ختمېدو او بربنډه کیدو کي يو ملي کمپاين ته رابولم چې ددې په تر سره کولو سره به مو له  یوې خوا د جعل مرض لمن ټوله کړې وي او له بلې خوا به ملي یوالی په رښتني ډول پلی کړی وي.

104 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *