Categories

اعلان

Loading…

پُل | لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند ||

کلک او سوړ وم، زه یو پُل وم. پر یوې ژورې او تنګې درې تېر شوی وم. د درې په دې څنډه کې مې پښې او په ها بله کې مې لاسونه ښخ کړي وو، په لمدو خټو کې مې ځان کلک نښلولی وم، چې ونه خوځم. له کورتۍ ځړېدلې ټوټې مې باد یوې خوا او بلې خوا رپولې. د ویالې سړې اوبه د درې په تل کې روانې وې. په داسې لوړ ځای کې هېڅ یو ګرنځندوی لار نه ورکوله. پُل لا تر اوسه په نخشه کې نه و رسم شوی. زه همالته پروت او سترګې پر لار وم. تر راغورځېدو پرته هېڅ یو پُل خپل پُلوالي ته د پای ټکی نه شي اېښودی.

یوه ورځ نېژدې ماښام – نه پوهېږم، لومړنی ماښام و، که زرم– افکار مې ګډوډ و او په یوه دایره کې څرخېدل راڅرخېدل. د اوړي په موسم کې یو ماښام مې د یوه انسان ښکالو واورېد. زما پر لور راروان و، هو، زما پر لور. اې پُله! ځان دې سیخ او چمتو کړه، چې مساپر چې ځان يې تا ته سپارلی، تحمل کړی شې. که يې ګام ډاډه نه اخیست، ډاډه يې کړه او که پښه يې وښوېده، د غرونو د خدای په څېر يې د دریاب څنډې ته ګوزار کړه.

هغه راغی او د امسا په وسپنيزه څوکه يې ورو وټکولم. د امسا په څوکه يې زما د کورتۍ ځړېدلې ټوټې منظمې او زما پر مخ يې راويړې کړې. بیا یې د امسا څوکه زما په ګڼو وېښتانو کې تر ښه ځنډه اېښې وه، شاوخوا یې کتل، ان لکه چې زه یې هېر شوی وم – هغه لکه چې له دې غرونو او درو هاخوا ډوب و – ناڅاپه يې په غبرګو پښو زما پر بدن ټوپ وواهه. سخت درد ولړزولم او چې په خود شوم، خبر نه شوم، چې څوک و؟ یوه ماشوم؟ یو خوب؟ لاروی؟ ځانمرګی؟ لمسونکی؟ ویجاړونکی؟ مخ مې راواړاوه، چې دا څوک و. پُل مخ اړوي. لا مې مخ سم نه و اړولی، چې مخ پر نړېدو شوم. توی شوم او یوې تېرې ډبرې چې د اوبو له منځه به یې تل راته په سوله یيز نظر کاته، وربرابر شوم او ټوټه ټوټه يې کړم.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *