Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان خاورې ته د پاکستاني لاریو پر راتګ بندیز ولګول شو

تاند- پاکستان وايي، د افغانستان د ولسمشر په امر د تورخم او سپین بولدک په لارو افغانستان ته د پاکستاني لاریو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت هم دا خبره تایید کړه، ویې ویل چې پاکستاني لاریو ته د افغانستان تر پولې پورې د مال راوړلو اجازه ورکوي او وروسته باید د افغان سوداګرو په لاریو کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورسول شي.

افغانستان دا اقدام د پاکستان د ورته اقدام په وړاندې کړی دی.

پاکستان تراوسه پورې د افغانستان د پرېکړې په وړاندې غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي «د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د قرارداد موده پای ته رسېدلې. پاکستان افغان لاریو ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هیواد خاورې ته داخلې شي. موږ هم ورته کار وکړ او له دې وروسته به پاکستانۍ لارۍ په پوله کې مال کښته کوي او افغان لارۍ به یې د حیرتان او شېرخان بندرونو ته رسوي.»

د ترانسپورت وزارت وايي چې د ولسمشر دا امر به ګڼ شمېر افغانانو ته د کار زمینه هواره کړي.

د افغانستان د ترانسپورت شرکت رييس عبدالروف وايي «پاکستاني لارۍ د افغانستان هر کونج ته ځي خو زموږ والو ته اجازه نشته چې پاکستان ته داخلې شي. موږ له حکومته غواړو چې پاکستاني لارۍ پرې نږدي چې د افغانستان خاورې ته راشي.»

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره به ژر ترانزیتي موافقې لاسلیک کړي چې پر اساس یې د افغانانو لارۍ د دغو درو شمالي ګاونډیو خاورو ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

16 total views, 2 views today

2 comments

  1. غ ح سهاک Reply

    د نړیوالو نورمونو او بین المللی روابطو پراساس برابر اقدام شوی دی.
    پدې برخه کې پاکستان لا مخکې اقدام کړی دی ، خپلې خواته د افغانستان نقلیه وسایل نه ورپريږدی. مونږ ته هم لا پخوا لازمه وه چې بالمثل اقدام وکړو. د افغانستان د دولت د مشرتابه دا فیصله د ستایلو وړ ده، هيله ده د افغانستان دولت د پاکستان پربې کیفیتو سوداګریزو توکو بندیز ولګوی او که کوم یو تجارتی توکې ته اجازه ورکوي ، دا ایجابوي چې ډېره لوړه مالیه پرې وضعه شي . د پاکستانی لاریو د تخلیه کولو په وخت کې د افغانستان امنیتی ارګانونو ته دا زمینه برابریږي چې له چاودېدونکو ، مضرو او انسان وژونکو موادو مخه ونيول شي . خپلو کارګرانو ته به کارپیدا شي او خپل سرکونه به له ژرتخریب نه وژغورل شي.
    سهاک

  2. آحمد توانا Reply

    ډیر پر ځای اقدام دی له پاکستان سره په هره برخه کې د بلمثل اقداماتو ضرورت دی . زمونږ سوداګرو ته دې خدای انصاف ورکړي په داسي وخت کې چې زمونږ تازه میوي په سړکونو ورستیږي دوی بیا هم د پاکستان تازه میوه (نن سبا امروت ، املوک او کیله ) د هیواد هر ګوډ ته رسوی لکه پرته لدې چې ژوند ناممکن وي . او هغوی زمونږ په محصولاتو درې چنده محصول لګوي چې هلته یې پلور ناشونی شي په دی هکله هم د بلمثل اقدام جدي ضرورت لیدل کیږي کاشکې سوداګر او د مالیي وزارت مسؤولین په دې هکله هم څه اقدام وکړي .

Leave a Reply to آحمد توانا Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *