Categories

اعلان

Loading…

 خدای ولي | شېبه تمنا

څلوېښت کلونه کېږي، چې د مرګ ساندې غږوو، د قاتل لاسونه تر څنګلو په وينو سره وي او موږ يې پر لاسونو ورپرېوځو او کرامت هيله ترې لرو.

موږ يو عجيب ولس يوو، له هرې خبرې سره وایوو، زر کلن شې، خو د ماشينګړې له ماشې ګوته ليرې کول راته کفر ښکاري، پرون زموږ د کلي لسو ځلميو ککرۍ نذرانه کړې، د خپل سر په بیه يې د سنګر ساتنه وکړه، له کلي لرې د ښار په هديره کې دفن شو، د خپل ولس او خلکو ساتنې ته يې تر ځانونو ترجيح ورکړه، د دښمن مرمیو ته يې سینې ونيوې، خو ولس او خلک يې وژغورل.

په همدې شپه زموږ کلي ته لس نورې جنازې هم راوړل شوې،موټرونو سره ګڼ شمېر موټر سايکلې روانې وې، په ايم، پي، ټريو کې فقير محمد دروېش د شهيدانو په ستاينه نه مړېده.

کلي کور کې مېندو او خوېندو ژړل، د دوی وروڼه وژل شوي و، کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې وې، د کلي سپين ږيری ملا امام چې لمانځه ته به په ديکه لټېده، نن تر ټولو ورځو ښه و، طبیعت يې برابر و، نن د مرګ خبرې وې، د کلي تنورونه ساړه و، د ځوانانو مړينې له خلکو د خبرو سېکه اخیستې وه، خو سپين ږيري ملا امام غاړې تازه کړي، الاوډ سپېکر ته ودرېد، شهيدانو ته يې د شهادت مبارکي وويله او بیا يې په خپله زېړه ږيره اوښکې راماتې شوې، کاشکې موږ له مجاهدينو سره په سنګر کې په شهادت رسېدلي وای، نن به د قبر له عذاب څخه خلاص وم، دوه اويا حورو به راته سلامي کوله، قبر به منور و او زه به د خدای له حساب کتاب څخه خلاص وم.

ډله ټوپکيان وار په وار جسدونو ته درېدل او بیا به يې خپلو ملګرو ته ويل ډېر زړور و، له اجيرې اردو سره په مخامخ جګړه کې يې له ځانه مېړانه وښودله، حورو ته يې ورسودا وه، ډېر عسکر يې جهنم ته ولېږل.

خپل مرتد کاکا يې په سر وويشت او تل لپاره يې مجاهدين د هغه له شره بېغمه کړل، يو بل وسله وال رامخې ته شو، د مکر اوښکې يې تويې کړې، ملګريه! موږ دې ولې يواځې پرېښودلو، کاشکې دې موږ هم درسره ملګري کړي وای، خو خير موږ به دې له اجيرې اردو څخه غچ اخلو.

ملا امام ډېرې خبرې وکړې، خبره يې تر احد او بدر غزا پورې ورسوله، چې هلته هم په جګړه کې  خپل قريبان سره مخامخ وو، زموږ مجاهدين په اسلامي روحيه سمبال دي، شهادت دې مبارک وي، بیا يې په جومات کې ناست خلک تمسخر کړل، همدې مجاهدينو ستاسو ناموس وژغورل، که نه نن به همدا د ابلیس زامن ستاسو په ښځو او خوېندو کې لوېدلي و او تلاشي به يې کوله.

په خبرو کې يې طالب قوماندان مخاطب کړل، ټولو کلیو ته خبر ورکړئ، چې د شهيدانو په یاد ختمونه وکړي، ترڅو د حق د لارې مجاهدين بريالي شي.

د همدې کلي لسګونه ځوانان قرباني شول، ځينو خو يې له هيواد څخه د دفاع په موخه سرښندنه وکړه او ځينو نورو بیا د پرديو استخباراتي کړيو په نغوته او جنتي ټکټونو ځانمرګي بريدونه وکړل، دوی ټول د يوه کلي اوسېدونکي و، په همدې کلي کې د طالب مېرمن هم بې سرپرسته ماشومانو سره پاتې شوه او د امنيتي ځواکونو د سرتېرو مېندې او خوېندې هم د خپلو زامنو او وروڼو په تمه ناهيلې پاتې شوې.

سرتېري خو د ښار په هديرو کې دفن شول، ځکه په کلي کې ترهګر د پرديو ګټو لپاره جنګېدل او خپل وروڼه يې په شهادت رسول، د دواړو کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې، د کلي سپين ږيري ملا امام چې د ای، ایس، ای سره کلونه مخکې د افغانانو د وژنې تړون کړی و، تر ننه دغه ايجينټ ورته وفاداره پاتې شو او پردۍ نیابتي جګړې ته يې اسلامي  ټکټونه اخيستل.

نن په لسګونو کورونو کې  د وير شمعې بلې دي، نن په سلګونو مېرمنې د وير په لمڅي راټولې دي، نن په سلګونو ماشومان يتيمان پاتې دي، نن زموږ د پرمختګ لاره اغزنه شوې ده، نن موږ کې د وطن پالنې روحيه مړه او دفن شوې ده، نن د پردۍ جګړې لپاره خپل ځان او ملګرو ته شهادت غواړو، موږ د مرګ تږي يوو، موږ د خپل تربور د پرځولو لپاره مرګ ته غاړه غړۍ ورځو.

موږ له ژوند سره مينه نه لرو، موږ له ژوند نه مخکې مرګ غواړو او بیا د حورو او غلمانو په شتون کې د دايمي ژوند غوښتونکي يوو.

موږ نن د خپل جهل او ناپوهي حاصل اخلو، دنيا د ځان لپاره عذاب ګڼم، نو ځکه تا وژنم، تل سپين ږيري ملا امام ته د تعويذ کولو لپاره ور درومم او د خدای ولي يې بولم، موږ همدې ولي د مرګ خولې ته ورکړو، همدې سپين ږيري ملا امام په پوست کې رزالت پټ دی، موږ د خپلو وروڼو په مرګ وژړېدلو، هغه پر لوړه غونډۍ چې سپين بیرغونه پر قبرونو رپېږي، زموږ د کلي ځوانان د همدې ملا په لمسون او فتوا د ترهګرو ليکو ته لاړل او خپلو وروڼو ته يې سنګرونه ونيول او هغوی يې په شهادت ورسول، چې پایله د دوی هم په مرګ تمامه شوه.

سپين ږيري ملا امام عمر تر اتياوو اوښتی، خو زما په ياد يې هيڅ غم او درد ليدلی نه دی، خپل بچيان او لمسیان يې په زدکړو بوخت دي، نه يې يوه ورځ د جکړې سخته وليده او نه يې هم د خپل ويجاړ هيواد ويجاړې سیمې تر سترګو شوې، د دوی بچيان د افغان وژنې په اصلي مرکز اسلام اباد کې هوسا ژوند لري، خو زموږ مېندو او خوېندو د خپلو وروڼو له بې سېکه جسدونو سره خپل ځانونه هم ابديت ته وسپارل،  د اسلاميت او افغانيت ضد ابلیسه تبا شې.

382 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸