Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني پکتیا ته د لومړی درجه ولایت ارتقا ورکړه

تاند- ولسمشر غني په ګردېز کې اعلان وکړ چې د پکتیا د خلکو په غوښتنه دغه ولایت ته د لومړی درجې مقام ورکوي.

ولسمشر غني چې د پکتیا د سې شنبې د ورځې له تروریستي حملو وروسته له پکتیاوالو سره د غمرازۍ د څرګندولو لپاره نن /شنبه/ ګردېز ته تللی و، د پکتیا قومي مشرانو ته وویل چې په درو میاشتو کې به په پکتیا کې ۱۴ سترې پروژې پیل شي.

ښاغلي غني د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو امر هم وکړ.

دا ودانۍ او د شاوخوا ګڼ تاسیسات یې د سې شنبې د ورځې په تروریستي برید کې ویجاړ شول.

د پکتیا په تروریستي برید کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان په شمول لږترلږه ۶۰ تنه پولیس او ملکیان شهیدان او نژدې ۲۴۰ تنه نور ژوبل شول.

ولسمشر غني د پکتیا قومي مشرانو او دولتي چارواکو ته په یوه غونډه کې وویل چې پکتیا سر له نن څخه لومړی درجه ولایت اعلانوي.

ده د زرمت – غزني سړک او ۶ نورو سړکونو د جوړېدو یادونه هم وکړه، ویې ویل چې د پکتیاوالو په غوښتنه به زرمت ولسوالي په دوو ولسوالیو وویشي.

ولسمشر غني له پکتیاوالو وغوښتل چې د نوې امینه قوماندانۍ د ودانۍ د جوړولو لپاره ځای په ګوته کړي څو ژر تر ژره پرې کار پیل شي.

11 total views, 3 views today

2 comments

  1. SAS Reply

    مننه له جمهور ريس څخه

  2. سلیمان Reply

    تشې وعدې دي والله کې مو نه بیا تلفون ځواب کړي او نه درسره وګوري. د ټول افغان اولس سره یې چې کومې ژمنې کړي یوه یې تر اوسه عملي کړې نده. دا چې هر ولایت ته تللی همدغه شان ژمنې یې کړي او بیا ترې هیرې شوي. لنډ مثال یې د شربت ګلې سره ژمنې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *