Categories

اعلان

Loading…

کازو ايشي ګورو او د ٢٠١٧ کال د ادبياتو نوبل جايزه

ګل رحمن رحماني ||

   د ٢٠١٧ زېږديز کال د ادبياتو نوبل له اعلان يو ساعت وړاندې رسنيو داسې يو تصوير خپور کړ چې په کې ګڼ جاپاني وګړي په توکيو کې يوه عبادتځي ته نږدې جشن او خوشحالي کوي چې ښايي د دوى د هېواد مشهور او منلي ناول ليکوال هاروکي موراکامي به ددغه جايزې ګټونکې اعلان شي، خو د توقع خلاف يې د يوه داسې په خټه جاپاني ليکوال نوم واورېد چې اوس  د برېتانيا تابعيت لري، دې اعلان هم نه يوازې چې دوى خواشيني نه کړل، بلکې خپلې خوښۍ او جشن ته يې دوام ورکړ.

په نورو ښارونو کې هم ګڼ جاپانيان دده د نوم له اورېدو وروسته په کتاب پلورنځيو ور مات شول او  د خپل يوه پردي شوي هېوادوال د کتابونو پېرلو ته يې مخه کړه چې له انګريزي ژبې جاپاني ژبې ته ژباړل شوي دي.

د ٢٠١٧ کال د ادب نوبل ګټونکى  کازو ايشي ګورو “Kazuo Ishiguro”  جاپاني الاصله برېتانوي ليکوال  دى چې ٦٢ کاله عمر لري، نوموړي ددې خبر په اورېدو په خپل لومړي غبرګون کې دا زيرى (ټکان ورکوونکى وياړ) ياد کړ او وويل، د رسنيو اوغولوونکو خبرونو شتون ته په پام سره يې تر ډېره باور نه کاوه چې دا وياړ به ور په برخه شوى وي، خو وروسته دده د کتاب خپرندويه ټولنو او د رسنيو زېري باوري کړى چې ګټونکى  خپله دى دى.

زو کړه او زده کړه

ګورو د خپل ماشومتوب شپږ کاله د امريکا د اتومي بريد ځپلي ښار(ناګاساکي) کې تېر شوي او وروسته له خپلې کورنۍ سره  برېتانيا ته کډوال شو، کورنۍ يې تر خپله وسه جاپاني دود او کلتور ته ژمنه وه او هېڅکله يې هم دا هوډ نه و کړى چې ټول عمر به برېتانيا کې تېروي.

ګورو د جاپان په اتوم ځپلې سيمه  ناګازاکي کې نړۍ ته سترګې غړولې، ملګرو  “ايشى” باله،  مورنۍ ژبه يې جاپاني ده، خو هېڅکله يې هم په دې ژبه ليکنه نه ده کړې او له کډوالۍ سره د انکليسي ژبې زده کړې او ليکنې ته مخه کړې.

نوموړى په کنټ پوهنتون کې انګليسي ادبيات او فلسفه لوستې  او له ايسټ انګليا پوهنتون نه يې د ادبياتو او ليکوالۍ په برخه کې د فوق ليسانس سند اخيستى دى. د ګورو د ماشومتوب خاطرو کې هم د برېتانيا پر ځاى ناګاساکي انځور شوى چې دا  “ناڅاپي” بېلتون يې دردوونکي او تريخ بللى دى. نوموړى اوسمهال يوه لور لري او مېرمن يې سکاټلنډۍ ده.

نوبل او ناندرۍ

  په ادبياتو کې د تېر کال د نوبل ګټونکي(باب ډېلن) د ادبي شخصيت په تړاو  لا د ادبي کره کتونکو نيونکې او ګيلې  پاى ته نه وې رسېدلې چې د نوبل اکاډمي سږ کال بيا يو نسبتا ناپېژندل شوى برېتانوي ليکوال  د ٢٠١٧ د ادبياتو نوبل ګټونکي په توګه اعلانوي چې له ادبياتو تر ډېره د موسيقي هنر  په ځانګړي ډول امريکايي موسيقي ته ژمن   او مينه وال پاتې شوى دى.

د ګورو په تړاو ښايي بيا هم ناندريز بحثونه له دې سرچينه واخلي چې د نوبل اکاډمي د ادبياتو نوبل په برخه کې تل انګليسي ژبو ليکوالو او شاعرانو ته د نورو ژبو  په پرتله په ډېر درناوي قايله ده چې په دې حساب تر اوسه پورې ٢٩ انګليسي ژبي اديبان ددغه جايزې له پاره غوره شوي دي، خو ګورو داسې يو شخص دى چې سل په سلو کې برېتانوى وګړى ورته نه ويل کېږي او حتى تر ٢٨ کلنۍ پورې يې د برېتانيا تابعيت نه درلود.

د ادبياتو نوبل په برخه کې موسيقي ته ارزښت ورکول  د ډېرو د نيوکې وړ موضوع ده، ښاغلي ګورو هم  له زده کړو وروسته له پاپ موسيقۍ سره مينه درلوده او د ګارډين ورځپاڼې په خبره، غوښتل يې چې موسيقي پوه شي، خو داسې وخت راغى چې دا هيله يې له ځان لرې کړه او اقرار يې وکړ چې وړتيا يې نه لري، ځکه يې ليکوالۍ ته مخه کړه.

لس کاله وړاندې هم يوه برېتانوي ليکوال دوريس لسينګ ته د نوبل جايزه ورکړل شوې وه.  د باب ډېلې ټاکنه په دې جنجالي وه چې نوموړى له ادبياتو ډېر د موسيقي له هنر سره پاتې شوى، خو پلويان يې وايي چې د موسيقي او ادبياتو تر منځ د تړاو رامنځته کولو په برخه کې د ډېلن هڅې د ستايلو دي.

 له انګليسي ژبې وروسته فرانسوي، الماني او اسپانيايي ژبې په وروستيو رديفونو کې راځي چې په ترتيب سره يې د نوبل ١٤، ١٣ او ١١ جايزې ګټلې دي، خو د نړۍ ډېرې سترې ژبې چې پياوړي او شتمن ادبيات لري، د نوبل جايزه ورته نه ده ځاګړې شوې.

سره ددې چې ډېر وخت يې ليکوالۍ ته ورکړى و، خو له موسيقي سره يې هم مينه له يوې مخې هېره نه شوه کړى، په امريکايي سندرو او موسيقي مين و. کله چې تېر کال امريکايي سندرغاړي (باب ډېلن) ته د ادبياتو د نوبل جايزه ورکړل شوه، نوموړى يې خپل اتل وباله، خو ښايي فکر به يې نه کاوه چې ددې سترې جايزې راتلونکى ګټونکى به خپله دى وي.

نوبل کمېټې ولې ګورو انتخاب کړ؟

ايشي ګورو يو داسې کس دى چې د داستانونو ډېر کرکترونه يې په اروايي لحاظ له خپل اصلي ټاټوبي بې ځايه شوي او ځورېدلې وګړي دي، دوى په دويم هېواد کې د خپل پلرني ټاټوبي او استوګنځي يادونه کوي او د تېر خاطرات يې ځورونکي او عاطفي وي.  همدا ټکى چې د ليکوال انسان کې عواطف او پټ احساسات پاروي، نوبل ته د ګورو د انتخاب يو اصل دى.

د (A pale view of hills) يا (دغونډيو رنګينه ننداره) ناول، (The remains of the day ) ورځې پاتې شوني يا نښې او( When we were orphans)يا (کله چې موږ  يتيمان وو)، “Never let me go” د نوموړي مشهور ناولونه دي.  د نوبل اکاډمي وايي چې نوموړي ته يې دغه معتبره جايزه د هغه په اثارو په ځانګړي ډول د ورځې پاتې شوني ناول کې د شته عاطفي ځواک پر بنسټ ورکړې ده.

بله دا چې د نوموړي اثارو د رمزونو له نړۍ د رازونو پردې پورته کوونکي دي  چې د خپلو داستانونو  له لارې له بهرنۍ نړۍ سره زموږ احساس او اړيکه ټينګوي.

خپله ګورو وايي  چې په ډېرو داستانونو کې مې هڅه کړې چې له جګړې وروسته د خپل هېواد تصوير ژوندى وساتم، له همدې امله يې د خپل لومړي ناول( A pale view of hills)  يا (دغونډيو رنګينه ننداره) الهام د زېږېدو له سيمې اخيستې دى.

ددې ناول مرکزي کرکټر د اتسوکو په نامه جاپاني وګړى دى چې په برېتانيا کې ژوند کوي، خو تل د ناګاساکي په يادونو کې ورک وي، په همدې ډول( An artist of the floating world  )يا (د لامبوزنې نړۍ هنرمن) ناول هم له جګړې وروسته جاپان انځور کاږي.

 که څه هم د هغه ځينو اثارو تر دې وړاندې په برتانيا او امريکا کې هم ځينې جايزې اخيستې وې چې له دې ډلې بوکر معتبره جايزه او د برېتانيا د ادبياتو سلطنتي ټولنې اېوارډ يادولى شو، خو نوبل داسې يوه جايزه ده چې هم برېتانويانو او هم جاپانيانو په يوه وخت کې پر نوموړي وياړ وکړ او خپله ده ته هم حيرانوونکې وه.

له نوبل وړاندې جايزو هم تر ډېره نوموړي ته شهرت ورکړى و، خو د ځينو ناولونو پر بنسټ يې جوړو شوو فلمونو د نوموړي شهرت له اديبانو پرته د عامو وګړو او سينما مينه والو تر منځ هم عام کړ چې د نوبل ګټونکي نوم له اعلان وروسته يې يو ځل بيا د اثارو لوستونکو د ګورو کتابونو ته مخه کړې ده.

خپله د نوبل اکاډمي بيا د نوموړي په ادبي شخصيت او غوراوي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د هغه (The remains of the day ) يا د ورځې پاتې شوني ناول شاهکار داستان بللى  دى چې د د ډېرو نورو کره کتونکو په باور هم دا ناول د نوبل ګټونکو اثارو په لړليک کې د شموليت مستحق و.

په دې ناول کې د استيونز په نوم کس ژوند انځور شوى دى، دغه شخص په دوو نړيوالو جګړو کې د يوه برېتانوي اشرافو له ډلې د ډارلينګټن نومي کور کې ژوند کوي چې د نازيانو پلوى دى، د خدمتګار په توګه ژوند کوي، راوي ددغه کور له پرځېدو وروسته لوديځې برېتانيا ته خپل شپږ ورځني خاطرات بيانوي.

که څه هم کره کتونکي دغه ناول يو تاريخي ناول نه بولي، خو د انساني وجود د ژوند، عقيدو او وجود تصوير يې ګڼي چې په يوه ځانګړي دوره کې يې ژوند کړى او فرديت او شخصي تاريخ په اړه يې غبرګون موثر دى.

ده په خپلو ځينو داستانونو کې يو ځل بيا د خپلې لومړۍ هيلې( موسيقي) په لور پام اړولى او په يوه ډول يې د موسيقي په نړۍ کې خپلې هيلې انځور کړې دي، خو په عمومي ډول يې په پينځو شپږو ناولونو کې له نړيوالې جګړې وروسته د خپل هېواد انځور او له هېواده د يوه بې ځايه شوي انسان دردونه او خاطرات په هنري او عاطفي انداز را نغاړلي دي.

په وروستيو کې د هغه د ليکنې سبک له حقيقت ورها خوا د اسطورو او افواهاتو نړۍ ته هم مخه کړې چې  خپل جادويي هنر يې په کې ښودلى دى، له دې ډلې  د(The buried giant) يا ورکه مجسمه  د نوموړي بل ناول دى چې ٢٠١٥ کال کې خپور شوى. د واقعي او خيالي موجوداتو نړۍ ده چې حقيقت يې له اسطورو سره نغاړلى دى. يوه عمر خوړلې د خپل خاوند په جسد پسې سفر کوي.

له ناولونو پرته نوموړى په برېتانيا کې د يوه پياوړي لنډه کيسه ليکوال په توګه هم شهرت موندلى او لسګونه کيسې يې په منفرد ډول خپرې کړې  دي، خو په کيسو او ناولونو کې يې د ارايې او کلام ژبه ثابته او يو رنګ نه ده، د هغه د ليکنې ژبنۍ ځانګړتيا او سبک ګډوډي لري، په دې مانا چې په هر اثر کې د داستان منځپانګې او موقعيت ته په پام سره بدلون مومي چې ځينې يې په داستان ليکنه کې ښه تاکتيک بولي.

په ټوله کې حافظه، زمان او تخييل د ایشي ګورو د داستاني نړۍ درې عناصر دي چې نوبل اکاډمي دې ته په پام سره د جايزي مستحق بللى دى. خپله ګورو هم وايي چې له کوره بېلتون ددې لامل شو چې کور  او جاپان انځور کړم چې له منځه لاړ نه شي.

11 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *