Categories

نبوي اخلاق | زبیر افغان

د رسول الله د اخلاقو په اړه له قران کريم څخه نیولې بیا د احادیثو او سېرت تر کتابونو پوري هر يوه يې د نبوي اخلاقو يو اړخ روښانه کړی دی. په مسند احمد کي د رسول اللهله مېرمنې روايت دی:

عَنْ سَعْدِ بْنِ هِشَامِ بْنِ عَامِرٍ، قَالَ: أَتَيْتُ عَائِشَةَ، فَقُلْتُ: يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ، أَخْبِرِينِي بِخُلُقِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ: ” كَانَ خُلُقُهُ الْقُرْآنَ، أَمَا تَقْرَأُ الْقُرْآنَ، قَوْلَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ: {وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم: 4] “

(مسند احمد: ۲۴۶۰۱)

ژباړه: سعد بن هشام وايي چي عائشې ته راغلم ورته ومي ویل: ای ام المومنين! د رسول الله اخلاق را وښيه. دې وویل: د ده اخلاق قران کريم وو. تا قران نه دی لوستی چي وايي بېشکه ته غوره اخلاق لرې.

دا روايت موږ ته راښيي چي رسول الله د ډېرو لوړو اخلاقو خاوند وو. د مکې په ديارلس کلنه دوره کي رسول الله نه چا ته بده خبر وکړه، نه يې څوک وهلی او نه يې لعنت پر کړی دی. دا په داسي حال کي چي خپل تره ابو لهب به په بازار کي نارې پسي وهلې چي د ده خبره مه منئ لوی دروغجن دی.(السیرة النبوية و اخبار الخلفاء، وفشا ذکر الاسلام بمکة: ۱/ ۸۳)

د حدیثو او سېرت په کتابونو کي د رسول الله هغه الفاظ نقل شوي چي د احد په ورځ يې د زخمي کېدو وورسته د خپل قوم په اړه ویلي وو:اللهم إغفر لقومي فإنهم لا يعلمون.(الرحیق المختوم، غزوه احد: ۱/ ۲۲۴)

اې الله! زما قوم وبخښه ځکه دوئ نه پوهېږي.

رسول الله په دې وخت کي د مکیانو له لوري زخمي شوی دی، اویا ملګري يې په شهادت رسېدلي او ګڼ شمېر نور ټپيان وو مګر په دې وخت کي هم رسول الله د خپل قوم په اړه ناسم الفاظ تر خوله ونه وتل. بلکي د دوئ د نه پوهي له امله يې د بخښنې دعا ورته کوله. قران چي رسول الله  د سترو اخلاقو خاوند ګڼي واقعا چي رسول الله موږ ته د لوړو اخلاقو مثالونه پرې ايښي دي.

په سنن الترمذي کي د رسول الله د اخلاقو په اړه داسي لولو:

عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا عَبْدِ اللهِ الجَدَلِيَّ يَقُولُ: سَأَلْتُ عَائِشَةَ، عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: لَمْ يَكُنْ فَاحِشًا وَلاَ مُتَفَحِّشًا وَلاَ صَخَّابًا فِي الأَسْوَاقِ، وَلاَ يَجْزِي بِالسَّيِّئَةِ السَّيِّئَةَ، وَلَكِنْ يَعْفُو وَيَصْفَحُ. (ترمذي، حدیث نمبر ۲۰۱۶)

ژباړه: ابو اسحاق ویل چي له ابو عبد الله مي واورېدل ویل يې چی له عائشې  مي د رسول الله د اخلاقو په اړه پوښتنه وکړه، نو دې وویل: رسول الله نه د مزاج له مخې فحش خبرې کولې او نه يې د تکلف له مخې، نه يې په بازارو کي لويي چیغي وهلې او نه يې د بدي بدله په بدي کوله، بلکي معافي يې کوله او هېروله يې.

رسول الله د قران کريم د معلم او ښوونکي په توګه ځکه بايد داسي اخلاق در لودای چي قران کريم په همدې اخلاقو امر کړی دی. قران کريم له ښکاره او پټو فواحشو منعه کړې.(الانعام: ۱۵۱، الاعراف: ۳۳) قران کريم لوړ اواز د متکبر کس نښه بللې. (لقمان: ۱۹) قران کريم امر کوي چي د بدي بدله په نیکي ور کوه چي دښمن دي ټينګ دوست شي.(فصلت: ۳۴)او همدارنګه قران کريم رسول الله امر کوي چي بخښه کوه او د دوئ ناسم اعمال او کړنې هېروه.(المائده: ۱۳)

امام بخاري له انس بن مالک څخه روايت کړی:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبَّابًا، وَلاَ فَحَّاشًـا، وَلاَ لَعَّانًا، كَانَ يَقُـولُ لِأَحَدِنَا عِنْدَ المَعْتِبَـةِ: «مَا لَهُ تَرِبَ

جَبِينُهُ». (بخاري: ۶۰۳۱)

انس بن مالک  وايي چي رسول الله نه ښکنځلمار، نه فاحش او نه لعنت ویونکی وو. د ترټنې مهال به يې زموږ يوه ته ویل چي هغه ولي دا کار وکړ، تندی دي يې په خاورو شي.

قران کريم امر کړی چي انسانانو ته ښې خبرې کوئ.(البقر ه: ۸۳) له دې امله نو رسول الله نه ښکنځل کول، نه يې بدې خبرې کولې او نه يې هم لعنت وایه. که به يې ترټنه هدف وه نو د عربي اصطلاح موافق يې، تندی دي په خاوره شه، پزه دي سپېره شه، لاسونه دي په خاورو شه او نوري دې ته ورته کليمې کارولې.(بخاري: ۵۸۲۷، ۴۷۹۶، ۵۰۹۰)

له دې عملي اخلاقو سره رسول الله نور هم په دې امر کول چي ښه اخلاق وکړي. هغه انسان غوره دی چي سم اخلاق لري. د سمو اخلاقو خاوند په مختلفو احادیثو کي په رنګا رنګه الفاظو ستایل شوی دی.

«إِنَّ مِنْ خِيَارِكُمْ أَحْسَنَكُمْ أَخْلاَقًا». (بخاري: ۳۵۵۹)

بېشکه ستاسو غوره هغه دی چي ډېر ښه اخلاق ولري.

يو بل روايت ابو داوود له عائشې  څخه کړی:

«إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ». (ابوداؤد: ۴۷۹۸)

بېشکه مومن په ښو اخلاقو د روژتي او لمونځ کوونکي مرتبه پيدا کوي.

امام ابو داؤد په همدغه باب کي يو بل حدیث راوړی چي موږ ته د اخلاقو اوچتوالی په ډېر ښه ډول جوتوي:

«مَا مِنْ شَيْءٍ أَثْقَلُ فِي الْمِيزَانِ مِنْ حُسْنِ الْخُلُقِ». (ابوداود: ۴۷۹۹)

په مېزان کي تر ښو اخلاقو دروند بل هيڅ شی نه شته. له دې څخه ښکاري چي رسول الله د اخلاقو سمولو ته څومره پام کړی وو؟ هم يې په خپل عمل انسان دې ته متوجې کړی او هم په وینا. مګر زموږ خلګ نن د دې اپوټه برخورد کوي. رسول الله له يو انسان سره په ورين تندي مخکېدا صدقه بللې، مګر زموږ په کلتور کي دا صدقه تر اوسه سم ځای نه لري.

رسول الله ډېر بې تکلفه ژوند کاوه. له ور سره کسانو سره يې ډېر ښه برخورد درلود. نه کله په خپل کور کي مېرمنې ځني په تکلیف شوې او نه له ښځو پرته نور کسان. د ترمذي يوه روايت ته مو پام راګرزوم:

عَنْ أَنَسٍ قَالَ: خَدَمْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَشْرَ سِنِينَ فَمَا قَالَ لِي أُفٍّ قَطُّ، وَمَا قَالَ لِشَيْءٍ صَنَعْتُهُ لِمَ صَنَعْتَهُ، وَلاَ لِشَيْءٍ تَرَكْتُهُ لِمَ تَرَكْتَهُ,وَكَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَحْسَنِ النَّاسِ خُلُقًا. (ترمذي: ۲۰۱۵)

ژباړه: انس  وايي چي لس کاله مي د رسول الله خدمت کړی، ده ما ته اف (د ترټنې یا افسوس لفظ) هم نه دي ویلي. که به ما کار کړی وو دا يې نه ویل چي ولي دي کړی او که به مي ایله کړی وو د پرېښودو په اړه يې څه نه ویل او رسول الله په ټولو انسانانو کي د ډېرو ښو اخلاقو خاوند وو.

زموږ په سيمه کي دا متل شته چي وايي پر شوي کار افسوس مه کوئ، بلکي اول د يو شي په اړه فکر په کار دی. رسول الله همداسي کول. د شوي کار په اړه بې ځایه انرژي لګول ښه نه وي. بلکي له اوله سره بايد احتیاط وشي، نه وروسته افسوس. قران کريم رسول الله ته امر کوي چي ستا ښو اخلاقو او زړه سواندي پر تا ملګري را غونډ کړي، که دا نه وای نو ملګري به دي پاشل شوي وای. ملګرو ته معافي کوه، بخښه ورته غواړه او د کارونو په اړه مشوره ور سره کوه.(ال عمران: ۱۵۹)

د نبوي اخلاقو په اړه دا روايت هم زموږ لپاره ډېر ګټور اصل بیانوي او د رسول الله شخصيت هم ښه معرفي کوي:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، أَنَّهَا قَالَتْ: «مَا خُيِّرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ أَمْرَيْنِ إِلَّا أَخَذَ أَيْسَرَهُمَا، مَا لَمْ يَكُنْ إِثْمًا، فَإِنْ كَانَ إِثْمًا كَانَ أَبْعَدَ النَّاسِ مِنْهُ، وَمَا انْتَقَمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِنَفْسِهِ. (بخاري: ۳۵۶۰)

ژباړه: عائشه  وايي چي رسول الله ته د دوو کارونو ترمنځ اختیار نه ور کول کېده مګر که به ګنا نه وه، ده اسانه خوښاوه او که به ګنا وه تر ټولو به دی ترې لیرې کېده. دا وايي: رسول الله د خپل ځان له امله انتقام او غچ نه اخیستی.

د دې يوه بیلګه موږ وړاندي هم بیان کړه چي د احد په جګړه کي هغه مهال رسول الله مکیانو ته دعا کوله چي د ده په شمول له ګڼ شمېر زخمي اصحابو پرته اویا نور ملګري يې شهيدان شوي هم ول، مګر د ده پر خوله د بخښنې کليمات ول. د رسول الله د ژوند يو اصل اساني هم وه. په قولي احادیثو کي هم اصحابو او امت ته امر شوی چي اساني کوئ او خپله د رسول الله د عملي سنتو بنسټ هم پر اساني ښودل شوی وو.

د رسول الله د مجلس او خبرو په اړه د ده مېرمن وايي:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، كَانَ «يُحَدِّثُ حَدِيثًا لَوْ عَدَّهُ العَادُّ لَأَحْصَاهُ». (بخاري: ۳۵۶۷)

له عائشې  روايت دی چي رسول الله داسي خبرې کولې که يې شمېرونکي شمېرل غوښتي وای، نو شمارلای يې شوای.

انس هم په دې اړه روايت کړی:

عَنْ أَنَسٍ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ كَانَ «إِذَا سَلَّمَ سَلَّمَ ثَلاَثًا، وَإِذَا تَكَلَّمَ بِكَلِمَةٍ أَعَادَهَا ثَلاَثًا».(بخاري: ۹۴)

انس له رسول الله روايت کړی چي ده به سلام درې واره وایه او خبره يې هم درې ځله تکراروله.

اول سلام يوه مجلس ته د اجازې لپاره وو، دويم سلام د مينې يوه ډالۍ وه او درېيم له مجلسه د رخصت لپاره کارېده. د رسول الله په مجلس کي عموما ډېر خلګ کېناستل، له دې امله رسول الله کله نا کله خبره تکراروله چي خلګ يې سمه واوري او د خبرې په مفهوم کي ستونزې ورته پيدا نه شي. خو له دې احتیاط سره بیا هم د حدیثو په نقل او د مفاهيمو په سم فهم کي ستونزې رامنځته شوېدي.

د نبوي اخلاقو په اړه دا يوازي يو څو نمونې وې چي وړاندي مي کړې. که يې ټول عملي او قولي احادیث را غونډ شي نو ښه پنډ کتاب ترې جوړېږي. خو دا چي زه يو کوچنی کتاب چمتو کوم، نو په دې بحث کي پر همدې بيلګو بسنه کوم او که څوک په خپل ژوند کي په دې یادو توصيو عمل وکړي، نو په ډاډ وايم چي يو ښه انسان ترې جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *