Categories

علامه اقبال؛ «د هستۍ رازونه» اثر کې خودي

خودی وه بحر هی جس کا کویی کناره نهی
تو آب جو اسی سمجها اګر تو چاره نهی

 | لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي |

د هستۍ رازونه هغه منظومه ټولګه ده، چې د الله تعالی د هستۍ په تړاو خبرې لري، چې په کُل کې ډېر نظمونه یې د خودي پر محور څرخي.

د الله تعالی اسرارو پوهیدلو لپاره له ټولو لومړی ځان پېژندنه مهمه ده او یا د خپل هست شوي دننني او بیروني نظام جوړښت ته پاملرنه پکاره ده، د انسان په جوړښت کې له څومره عدالت او یکرنګي نه کار اخیستل شوی دی، دا ټولې خبرې د خودي په تړاو دي. د هستۍ رازونه نه هدف د الله تعالی په اسرارو پوهیدل دي، په دغو رمزونو پوهیدلو لپاره انساني خودي جوړول مهم دي.

خودي

د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي او ځان پېژندنه د خودي په معنا ده. په دې برخه کې بحث له زړه پېلېږي چې د روح ځای دی، یعنې د روح جوړول د ټول بدن جوړول دي، روح د ټول بدن پاچا دی او د بوی ناکې او ګنده خټې نه جوړ شوی کالبد همدا روح په حرکت راوړي، همدا روح دی، چې د بدن ټولې اعضاوې خپلو کارونو ته متوجې کوي، ښه روح ښه او بد روح بده مشـري کوي. هستۍ رازونو ټولګه کې د خودي په تړاو راغلي دي:
د بدن دا توازن دې
دواړه سترګې خوا په خوا کې
دوه غوږونه خوا په خوا کې
دوه لاسونه په یو شانې
پوزه، زنه یوه نه وای!

همرنګي او یګرنګي دې
دوربینونه ستا د مخ دي
لاسپیکر ستا د وجود دی
که لاسونه مو دوه نه وای!
بدرنګي د ټول وجود به
ج

ججج

ججج
ستا بدن ښکاره کولای
جج
د خودي مفهوم همدا دی
چې دې ځان ته نظر وکړې

ج خودي مفهوم همدا دی، چې د کایناتو له مطالعې مخکې پلټنه له ځانه پیلېږي، د ځان په اړه فکر وکړئ، د قران کریم زښت ډېر ایاتونه تفکري دي او انسان دې ته متوجې کوي، چې فکر وکړي. انسان څومره برابر پیدا شوی دی، دنننی او بیرونی رغښت یې عجایب دي، که د انسان د دوو پر ځای درې سترګې وای او یا د دوو پرځای یوه سترګه وای، څومره ستونزو سره به مخامخ وه. که عمر د دیرشو کالو او پوهه د کوچني ماشوم وای، نو په دې څیر کسانو ته په ټولنه کې لیونی وايي، د بدن دنننی برابروالی وګورئ. په دې اړه فکر کول انسان د خودۍ مرتبې ته رسوي.

د خودي ځای

د خودي ځای زړه دی، د زړه نه هدف روح دی، روح چې نوراني او پاک شو، نو د انسان ځان ته پاملرنه کېږي.
امام غزالي(رح) وايي: زړه د بدن پاچا دی، روح په زړه کې هغه توکی دی چې زړه کې ځای لري، د زړه جوړول د ځان جوړول دي، د هستۍ رازونو منظومه ټولګه کې هم داسې بیتونه شته چې انسان جوړولو کې په زړه تاکید شوی دی، وايي:
دغه ځای دی د مستۍ
دغه ځای لوی سمندر دی
دغه ځای د دوزخ اور دی
دې کې رحم او غضب دی
دې کې حسن د الله دی

د خودۍ، خدای پرستۍ
پکې حسن د الله
پکې پروت دی کربلا
دی قاید د ټول بدن دی
دې کې مرګ او سخاوت دی

دلته دوه مینې یو ځای شي
دلته بل څوک نه ځایېږي
جج
کله چې انسان د خودۍ په مفهوم پوه شي، زړه کې یوازې الله تعالی ته ځای ورکوي، دی د بدن مشر دی، کله چې انسان د الله تعالی په مینه مست شي، نو بیا دې زړه کې نورو شیانو ته ځای نه ورکوي، دا د حقیقي مینې ځای دی، وايي:
زړه بادشاه د ټول بدن دی
ځای د علم او قوت دی
داخلي پنځه حسونه
روحاني صحت که غواړې

پکې روح دی، عقیدت دی
خارجي پنځه حواسه
باطني قوت که غواړې
که بدي کړي، که ښېګڼه

اخلاقي جرات که غواړې
لارښوونه یې له زړه ده

ج
(هستۍ رازونه، ۴۰ مخ)
د انساني حسونو ښه او بده لارښوونه بیا هم د روح څخه کېږي. د هستۍ رازونو کې د خودي په اړه ډېرې خبرې شته.
خودي او اضداد نړۍ د ضدینو مجموعه ده، د انسان وجود لپاره همدا ټول ضدین اړین دي، د دې فلسفې پلویان په دې عقیده دي چې ټول متقابل شیان د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي دي، د ژوند او مرګ په فلسفه کې د انسان مرګ یې ژوند او ژوند یې مرګ دی، یا مرګ یې انجام نه بلکې اغاز دی او ژوند یې اغاز نه بلکې انجام دی.
د هستۍ رازونو اثر کې ډېره لویه برخه د هستۍ او نیستۍ، انجام او اغاز او مرګ او ژوند مسایلو ته ځانګړې شوې ده.
کله چې انسان په خودي اعتقاد ولري او د ده ټول کړه وړه د الهي احکامو پر اوامرو برابر وي، نو هېڅکله مرګ ته نه خفه کېږي. د مرګ په اړه منظومه لیکنه ده، وايي:

مرګی بود، نابودي نه ده
مرګی ژوند دی د شرابو
مرګ سرور دی، مرګ مستي ده
مرګ د مینې ابتدا ده
مرګ درد نه دی، خوشحالي ده
مرګ اسمان ته پاس ختل دي

مرګ خودي، بې خودي نه ده
مرګی پیل دی، انجام نه دی
مرګ ډک جام دی د شرابو
مرګ تهداب د ژوندون کور دی
ځان کندن یې نیکمرغي ده
پکې حسن لټول دي
ج
د اصغر ژوندون مرګی دی
مرګ زما اصلي ژوندون دی

(د هستۍ رازونه، ۱ مخ)
هو! مرګ نابودي نه ده، مرګ نیستي نه ده، مرګی ژوند دی، مرګ هستي ده، نو پورتني نظم کې د مرګ او ژوند په فلسفه بحث شوی دی.

ژوند له مرګ وروسته پیلېږي نو بیا ولې ورته خفه اوسو، مرګ ته خوشحالي پکار ده او دا خوشحالي هغه څوک حس کولای شي چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي.

هغه څوک چې په خودي باور لري، دی مرګ ته نه خفه کېږي، ده ته مرګ نیستي نه ښکاره، وايي:

موږ هست ته خوشحالیږو
اضدادو فلسفه ده
ملګری یې مرګی وي
د ژوند معنا ده هلته
د ژوند پایښت دی هلته
د مینې دنیا هلته
د ژوند معنا ده هلته

او نیست ته خفه کېږو
ماشوم چې سم پیدا شي
که سم تصور وکړو
دا ژوند دی یو څو ورځې
دا مینه ده نیمګړې
دا ژوند ډېر بې معنا دی
د ژوند مرګ فلسفه ده

مرګی د انسان ژوند دی
ژوندون یې انتها ده

(د هستۍ رازونه، ۹ مخ)
کله چې ماشوم پیدا شي مرګ ورسره ملګری وي، ډېر خلک د همدې ماشوم ژوند ته خوشحاله، خو مرګ ته یې خفه کېږي، خو که د همدې ماشوم کورنۍ د خودۍ په مفهوم پوه وي او په تقدیر یې ایمان وي، نو د الله تعالی په کړنو دې خوشحاله وي، ځکه چې اصل ژوند هلته پېلېږي. مرګ انتها نه ده، ابتدا ده، وايي:
نیستي هستي ده
مرګی ژوندون دی
مینه ده هلته
مرګی هېڅ نه وي
ژوندون سختي ده
بار درندول دي
ژوند مرګ ته ګوره
مرګ نیستي نه ده
د ژوند اغاز دی
د مرګ انجام دی
ظاهر صورت دی
جوړ دی له خټو
جوړ دی له نور نه
شپه که تور تم ده
ورځ که ده سپینه
ضدین پیدا دي

هستي نستي ده
ژوندون مرګی دی
هوسا ده هلته
ځواني مدام وي
ګناه کول دي
ځواب ویل دي
ژوند هستي نه ده
مرګ انجام نه دی
ژوند اغاز نه دی
دید دې لږ سم کړه
ظاهر بدرنګه
باطن ښایسته دی
پاچا یې زړه دی
بدرنګه نه ده
تل ښایسته نه ده
په حکمتونو

فکر کول دي
په دې څیزونو

ج
(د هستۍ رازونه، ۱۳ مخ)
د انسان ژوند او کړه وړه د همدې ضدینو سره تېرېږي، ځان پېژندونکی شخص په هر حال شکر وباسي او د الله په تقدیر یې ایمان وي.

خودي او حسن

د نړۍ ټول انسانان د بېلا بېلو ذوقونو خاوندان دي، د دوی هر ډول معیار ټاکنه یو له بله توپير لري، کله چې د حس خبره راشي، هر یو د مجازي مینې بېلا بېل معیارونه لري، خو حقیقي مینه یوازې او یوازې د الله تعالی سره وي، د الله تعالی سره مینه هم د انسانانو د خودي سره اړیکه لري، که چېرې انسان د الله تعالی له اوامرو خبر وي او د ځان پېژندنې اخري پړاو ته رسېدلي وي، نو په دې وخت کې د ده د حس نه هدف یوازې او یوازې الله تعالی وي. د هستۍ رازونو کې د حسن یادونه شته او هدف ترې حقیقي حسن دی، وايي:

زه د حسن پسې ګرځم
په خپل خود کې یې لیدای شم
ستا د حسن پټ رازونه
مرغۍ پاس فلک ته ګوري
ستا د حسن نندارې کړي
چې سهار شي را غوړېږي
ستا دې حُسن ته حیرانه
د لالوو اطاعت کړي
ستا د حسن عبادت کړي
پیدا شوي په یکسان

په هر څه کې راته ښکاري
د دریاب څپو کې اورم
ښکلي ښکلي اوازونه
بیا په چغو زمزمې کړي
ګل د شپې را غونجې کېږي
د خندا نه خوله یې خلاصه
دشتې ټولې دې هوارې
لاله سر په سجده ایښی
د دنیا ښایسته شیان
حیواناتو هستي ګوره

په هر شي کې ده ښکلا
بس ښکلا ده د الله

جج
( د هستۍ رازونه، ۶ مخ)
په پورته نظم کې د حسن یادونه شوې ده، له دې حسن نه هدف الله تعالی دی. یو بیت دی: (د دریاب څپو کې اورم ـ ستا د حسن پټ رازونه)، په اسلامي او غیر اسلامي تصوفي جریانونو کې د وحدالوجود او وحدالشهود دوه مشهور ادبي مکتبونه او لارې دي، د وحدالوجود سرلاری ابن العربي دی، دوی په هر څه کې د الله تعالی ذات لټوي، که چېرې ښکلی شی وګوري، نو دوی په دې ښکلي شي کې د الله تعالی ښکلا لټوي، که پياوړی شی وګوري په هغه کې د الله تعالی پیاوړتیا ګوري، په همدې شان قیاس کړئ، دا په خپله د حسن مسله ده.

بل بیت دی(حیواناتو هستي ګوره ـ د انسان یکرنګي ګوره)، الله تعالی انسانان برابر پيدا کړي دي، د انسان بیروني جوړښت کې که برابري نه وای، یعنې که سر له حده غټ وای او یا پوزه یې له اندازې لویه وای او یا یې سترګې د دوو پرځای درې او یا یوه وای، په دننني رغښت کې یې فکر او پوهه د کوچنیانو وای او یا لیونی وای، نو څومره ستونزې پيدا کیدې.

د انسان بدن کې هر ژن خپله دنده لري، ځینې ژنونه سترګې جوړوي، ځانګړي ژنونه د سترګو تور او سپین جوړوي، په همدې شان د انسان هره عضوه د مشخصو ژنونو پواسطه جوړیږي، که ژنونه کم شي، یو ډول ستونزه پیدا کېږي او که ډېر شي بل ډول. هغه ژنونه چې قد لوړوي که زیات شي انسان له حده اوږدیږي او که کم شي، نو قد یې ټيټيږي، د الله تعالی ټول نظام برابر پيدا شوی دی.

د انسان پرته که سپوږمۍ ځمکې ته لږه هم نږدې شي، نو نظام به ګډو وډ شي او که لمر سپوږمې نه لرې او یا نږدې شي هم ستونزې پیدا کیږي.

ځان پېژندونکی انسان هر وخت د الله تعالی د حسن یادونه کوي او د ده د حسن رازونه او اسرار په خپل خود کې لیدلای شي.

خودي او عشق

کله چې د خودي په مفهوم پوه انسان د حسن نه خبر شي، بیا د ده عشق هم حقیقي وي، د پښتو، فارسي او نورو ژبو شاعرانو په شعرونو کې د عشق مسایل ډېر دي، رحمان بابا عشق د ټولو مینو آبا(پلار) ګڼي، د هغه له عشقه هدف هماغه حقیقي مینه ده. هستۍ رازونو منظومه کې عشق ښودل شوی دی او وايي:
عشق څه دی؟
یو جنون دی
سوزند مینه حقیقي ده
په خپل خود کې لټول دي
پاس اسمان ته تل کتل دي
لکه تخم خښېدل دي
د خپل ځان سم جوړول دي
په خفګان کې یادیدل دي
د خپل زړه ابادول دي
عشق څه دی؟
سهار وخته پاڅېدل دي
د دنیا نه زړه شکول دي

بې خودي ده
ټول دنیا ته سم کتل دي
عشق څه دی؟
حقیقت کې هېڅ کېدل دي
ځان ځانۍ نه تېرېدل دي
عشق څه دی؟
تل په زړه کې یې ساتل دي
سر تر پښو شکر ویستل دي
تل الله الله کول دي
په سجده کې یادول دي
په هستۍ کې نيست کېدل دي

عشق تا سره ده مینه
بس دنیا نه زړه شکول دي

(د هستۍ رازونه، ۱۶ مخ)
په پورته نظم کې ویل شوي دي چې عشق په خپل خود کې لټول دي، کله چې انسان خپل دننني هست ته پاملرنه وکړي، نو دی بیا پوهېږي چې الله تعالی دی په کومو حکمتونو پیدا کړی دی، یو بل ځای کې راغلي دي: عشق هغه سوزند مینه ده چې ته به هست یې، خو په نیست به لا خوشحاله یې، کله چې په حقیقي مینه مست شې، نو بیا د دنیا هر څه درته هېڅ ښکاري، حقیقي دنیا ته په مجازي دنیا برترې ورکوې.

خودي او جانان

ځينې لیکوال او شاعران په خپلو پنځونو کې له ځینو سمبولونو کار اخلي، د غني خان په شعرونو کې یې جانان هغه حقیقي جانان دی، چې کاینات یې پیدا کړي دي، وايي:
سر مې ایښی په زنګون دی
د جانان ښکلی تصویر
کله یې ستونزې ښکلومه
کله واخلي را نه رنګ
ورنه جوړ کړم ښکلی ژوند
کله یې دلته لټومه
کله یې ذات کې ښکلومه
په جنت کې یې کتی شم
کله سترګو د جانان کې

تخییل کې جوړومه
کله یې مینه یادومه
کله مسته ښکلا راکړي
کله مست یې په نشه شم
کله هلته را ښکاره شي
کله خود کې را ښکاره شي
کله حورې شي غلمان شي
په سجین کې یې لیدای شم
خپل اصلي ژوندون پیدا کړم

الله شته دی په هر ځای کې‏
دم قدم په هزار رنګ

(د هستۍ رازونه، ۷۲ مخ)
پورته شعر کې جانان هغه حقیقي ذات دی چې انسانان یې پیدا کړي دي او دغه جانان انساني ذات کې ښکاري، کله چې د انساني ذات یادونه کوو، په آره معنا د ماهیت په معنا دی، یعنې د یوه شي هغه ځانګړتیاوې، چي د هغه په تغییر او د لاسه ورکولو ماهیت تغییر کوي، د ذات معنا ورکوي. د ذات(اصل) نه موخه د یو شي حقیقت دی. که یو شی موجود وي، نو موجود حقیقت څنګه او د څه شي نه جوړ شوی، د ذات پورې اړه پیدا کوي.

په خودي کې د انسان اصلي جانان الله تعالی وي، د ده ټول کړه وړه په اسلامي اوامرو برابر وي.

خودي او ښکلا

هغه څوک چې په الله تعالی مین وي، نو بیا یې د نړۍ هر څه نه ورته الله تعالی ښکلی ښکاري، په ټولو کایناتو کې یوازې د هغه ذات ښکلا ګوري، چې له ټولې نړۍ ښکلی دی، د ده په زړه کې نورې ښکلاوې ځای نه لري، دی چې کله خپل داخلي ذات ته ګوري او بیا خپل خارجي ساختمان ته وګوري، نو د الله تعالی ښکلا پکې تجلا کوي، وايي:
ښکلا څه ده؟
په خپل سترګو کې لیدل دي
زړګي کور جوړول دي
مافیها ته تل کتل دي
د بل زړه لاس ته راوړل دي
له مشـرقه تر مغربه
له لرمه تر برمله
تل په زړه کې یې ساتل دي
د شپېلۍ په تال کې اورم
په هغه دنیا کې څکل دي

په غوږونو اوریدل دي
له دنیا نه زړه شکول دي
د زړه نه ازارول دي
له شماله تر جنوبه
په هر څه کې یې لیدل دي
له سهاره تر ماښامه
د شرابو پریښودل دي
ښکلا مینه ده یو سوز دی
د رباب په سُر کې اورم

په مجاز کې ښکلا ډېرې
حقیقت کې بس یوه ده

( د هستۍ رازونه، ۷۴ مخ)
مجازي مینې ډېرې او حقیقي مینه یوه ده، مجازي ښکلاوې ډېرې خو حقیقي ښکلا یوه ده.

خودي او نیشنلیزم

کله چې انسان د اسلامیت په دایره برابر شي، نو هېڅکله غیر اسلامي او انساني کار نه کوي، الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: ( ولقد کرمنا بنی ادم): ما بهتري ورکړې بني ادم ته، په بني ادم کې ټول انسانان راځي، یوازې یو ملت او یو قوم ته منسوبه خبره نه ده. رښتیا چې تور د سپین او سپین له تور سره توپیر نه لري. د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده. هغه څوک چې په اسلامي اوامرو برابر ژوند تیروي، نو کله هم د نیشنلیزم مفکوره ورسره نه وي، وايي:
انساني توپير کې نشته تور او سپین
پکې نشته جنتي او دوزخي
پکې نشته د مذهب کوم اختلاف
د یوه سترګې به تورې د بل شنې وي
یو به پروت وي په مسجد، بل میخانه کې
د یوه په خوله به تل الله الله وي
د بل خوله کې به اواز د سُر و تال وي
یو به وایي دا دنیا زما جنت دی
بل به وايي مافیها کې دي مزې
یو به غواړي د دنیا حورې غلمان
بل به غواړي د هغه دنیا شیان
یو به وايي ابدي دنیا مې دا ده
بل به وايي زما اصلي دنیا هغه ده
دا توپير د مذهبو دی
دې کې مینه بېله شوې
دلته دید د هر چا بېل دی
دغه ټول یو انسانان دي
حقیقت کې ټول یو ځان دي
ج
( د هستۍ رازونه، ۲۲ مخ)

رنګ، قوم، مذهب، قوت او داسې نورو مسایلو په اړه په قران کریم کې ډېرې خبرې شته دي، قران کریم ټولو انسانانو ته راغلی دی، هغه څوک چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي، کله هم د قوم پالنې مفکورې غوښتوونکی نه وي، وايي:
ټول انسان له غوښې جوړ دی
ټول د یو زړه درلودونکي
ټول رغښت یې برابر دی
یوه پوزه یوه زنه
ټول پیدا له یوه څاڅکي
د خودي معنا همدا ده
که مذهب کې اختلاف دی
یا زه نر یم، هغه ښځه
زه یم هلته، هغه دلته
خو چې یو شان انسانان یو
د هغه وینه زما ده
د هغه خفګان زما دی

ټول د سرو وینو لرونکي
ټول د یو شان پلو لرونکي
دوه یې سترګې دوه لاسونه
یو یې سر دی، یو یې زړه دی
ټول روان دي یوه ځای ته
وینه یو شان، رغښت یو شان
یا مو فکر یو شان نه دی
زه په یو لار، دی په بله
زه دوزخ کې دی جنت کې
هغه درد کې زما درد دی
انساني خودي معنا ده
د هغه ژوندون زما دی

ول درد مو ویشل شوی
خوشحالي د ټولو یو ده
جج
ججج (د هستۍ رازونه، ۲۳ مخ)
په پورته نظم کې توضېح او تشرېح شوې ده، چې مثبت او منفي نشنلیزم سم کار نه دی او اسلامي او انساني دایره کې نشي راتلای، د هغه چا چې خود جوړ وي، نو کله هم خپل ځان ته په نورو برتري نه ورکوي.

خودي او برابري

د انسان هرڅه الله تعالی په توازن پيداکړي دي، نوځکه حکیم ذات فرمایي: (فی احسن تقویم)، موږ انسانان په ډېر اعتدال سره پيدا کړي دي. د انسان ټول بیروني اعضاوې (لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پزه، سر، ګیډه او داسې نور) باید یو د بله برابروالی ولري، که د یو چا سر د مشرانو(ډېر) عمر او لاسونه او پښې یې د ماشومانو(کوچني) عمر وي او یا د یو ماشوم ږیره په مخ وي او نور بدن یې د ماشومانو وي، ښه به نه ښکاري او ټولو خلکو ته داسې مسایل معجزې ښکاري.
هو! د بدن د ټولو بیروني جوړښتونو تر منځ برابري په کار ده، که د یو انسان پوزه ډېره له حده غټه وي، ښه نه ښکاري او که ډېره کوچنۍ وي بیا هم بدې ښکاري. د ډېر غټې پوزې درلودونکي ته هم د حیرانتیا په نظر کتل کېږي او ډېرې کوچنۍ پوزې درلودونکي ته هم خلک په تعجب پاتې وي.

د خودي په مفهوم پوه انسان هېڅکله هم داسې کار نه کوي چې بې عدالتي پکې وي، دی پوهېږي چې الله تعالی زما وجود په عدالت پیدا کړی دی، نه یې راته د دوو پر ځای درې لاسونه راکړي دي او نه یې راته د یو زړه پر ځای دوه او یا بې بې زړه پیدا کړی یم، نو دی خپل داخلي نظام ته ګوري او شکر وباسي، وايي:
ج
هلته عدالت دی، مساوات کې نواقص نشته
هلته لوی پاچا دی، ټول کارونو کې یې شک نشته
دلته ټول کارونه بې معنا او بې مقصده دي
دلته عدالت و انصاف نشته بې تدبیره دي
دلته مو له ظلم نه اسمان تندر نیولی دی
دلته مو ابشار په ژړا ژاړي ډير بې تابه دی
دلته مو اسمان نه اوښکې څاڅي په فریاد کې دي
دلته مو چینې تل په سلګو دي، په ژړا کې دي
دلته مو سیندونه په کړونګو دي فریاد کوي
دلته مو مرغان په چغو ژاړي فریادونه کړي
دلته کونډې غلې دي، په زړه کې یې خاموش دریاب
دلته یتیمان دي، سترګې سرې دي، په فریاد فریاد
(د هستۍ رازونه، ۲۸ مخ)
په همدې ډول هستۍ رازونو منظومه کې په لسګونو نورې داسې بېلګې شته چې د خودۍ مفهوم او معنا وړاندې کوي.

ماخذونه
۱. سیداصغر هاشمي: د هستۍ رازونه، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ ل کال.
۲.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د غني خان او ګل پاچا الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه، تاند ویبپاڼه.
۳.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د قران کریم طبي اعجاز، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *