Categories

نوي بدلونونه د افغانستان او پاکستان اړیکې کوم لور ته بیایي؟

لیکنه: ندیم اندیش||

پر امریکا د دیموکرات اوباما تر اته کلنې واکمنۍ وروسته جمهوریپال ټرمپ واکمن شو، هغه چې ډېرو یې فکر هم نه کاوه چې ټرمپ دې د امریکا ولسمشریزي ټاکنې وګټي، ځکه د ټرمپ سیاله او د ډیموکرات ګوند کاندیده هیلیري کلینټن چې د اوباما په حکومت کې فعاله سیاستواله وه، فکر کېده چې ټاکني به وګټي.

ټرمپ چې په سیاست کې مخینه نه لري، تر دې وړاندې د امریکا ستر تاجر وو، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالف وو او دلته د امریکایي ډالرو پر مصرف یې هم بخیلي کوله. خو ټاکلي سیاستونه د ولسمشرانو ارادې بدلوي، اوس یې ملي موخو اړ کړی چې افغانستان ته اضافي سرتېري راولېږي.

ټرمپ چې کله د امریکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې ورسره سم یې د افغانستان په اړه د اوباما سټراټېژي ناکامه وګڼله او په دې لټه کې شو چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې پالیسي وټاکي. د همدې موخې لپاره یې خپل استازي څو ځله هند، پاکستان او افغانستان ته راولېږل، په سټراټېژي کې چې په پاکستان د فشار بحث واضح دی، ښایي یو لامل یې همدا وي چې د سټراټېژي د جوړېدو په وخت کې امریکا پاکستان ته خپل شرایط وړاندې کړي وي او پاکستان نه وي منلي. ځکه خو امریکا دا غوره وګڼله چې د سیمې په قضایاوو کې د پاکستان پخوانی ځای هند ته ورکړي چې د پاکستان سر سخت رقیب هېواد دی.

د ټرمپ سټراټېژي جوړېدو هم ډېر وخت ونیو، بالاخره د اګسټ په وروستیو کې اعلان شوه چې د افغانستان، هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوه، خو دلته په سیمه کې مهم لوبغاړي لکه چین، روسیې په تېره پاکستان یې په اړه سم نظر نه درلود او دا یې هم یوه جنګي سټراټېژي وګڼله چې د افغانستان ستونزه نشي حل کولی.

په سټراټېژي کې یو څه چې واضح دي هغه دا دي، چې پاکستان یې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کې ریښتینی نه دی ګڼلی او د افغانستان د نا امنیو لامل پاکستان یاد شوی. اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان او امریکا پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی هېواد یاد کړی، بیا څنګه کېدی شي چې همدا پاکستان له افغانستان سره حسنه اړیکې ولري، هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا نظر یو دی په دې برخه کې؟ بله پوښتنه دا ده چې پاکستان به د دې توان ولري چې د نړۍ تر ټولو زبر ځواک ( امریکا) او یو شمېر نورو هېوادونو سره ځان په تصادم کې واچوي او پخوانيو سیاستونو ته به دوام ورکړي؟

دا هغه پوښتنې دي چې زمونږ بحث په دوو برخو ویشي، یو دا چې د امریکا له ستراتېژي سره پاکستان مجبورېږي چې افغانستان سره نیکې اړیکې ټینګې کړي. بل دا چې پاکستان به پخواني سیاستونه پرېنږدي او دوام به ورکړي خو په نوې بڼه، داسې چې افغان حکومت به بیا هم وغولوي. د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا په سټراټېژۍ کې په پاکستان د فشارونو بحث مطرح شوی چې له ترهګرو ډلو سره ملاتړ کوي او هغه ډلې په افغانستان کې ورانکاري کوي. له دې سره په پاکستان د امریکا لخوا د کلنیو او بېړنیو مرستو بندېدو خبره هم شوې چې که پاکستان پخواني سیاستونه نه پرېږدي د امریکا له مرستو نه برخمن کېږي. که څه هم پاکستان په لومړي سر کې د امریکا د سټراټېژۍ له یو شمېر ټکو سره مخالفت وکړ او دا یې ناکامه وګڼله.

پاکستان چې کله یو ډول تر فشار لاندې راغی، د بهرنیو چارو وزیر یې خواجه اصف چین، ایران او ترکیې ته پرلپسې سفرونه وکړل، چې دا په پاکستان ښکاره د فشارونو ثبوت په ډاګه کوي. دا وخت پاکستان په داخل کې هم په کورنیو سیاسي کړکېچونو کې ګېر دی‏، چې د فشار بله وسیله یې یادولی شو. د ټرمپ سټراټېژي ته که وکتل شي تر ډېره د ریالیزم پر بنسټ ولاړه ده، یعنې هغه څه چې په سیمه کې واضح شته همداسې یې پالیسي هم جوړه کړي، چې د ايډیالیزم خلاف یې پاکستان ته د دې تمه نه ده لرله چې پاکستان څه ډول باید وای؟ بلکې پاکستان چې څه ډول ده او کوم سیاستونه په مخ وړي څرګند یې بیان کړي. همدا په پاکستان د فشار وسیله ده چې د یو زبر ځواک لخوا ورته یو ډول اخطار ورکول کېږي چې خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

په نړیوال نظام کې هغه هېوادونه خپل سیاستونه بدلوي چې زبر ځواک هېواد یا هېوادونه یې پر خلاف شي. نو پاکستان ته چې د نړیوالو فکر بدل شوی پاکستان به ونه توانېږي چې دغو ټولو چیلنجونو سره سره بیا هم له افغانستان سره اړیکې د پخوا په شان د حاصل جمع صفر پر بنسټ پر مخ بوځي. اوس پاکستان مجبورېږي چې له افغانستان سره اړیکې د حاصل جمع مثبت پر بنسټ پر مخ بوځي، چې له دې سره اړیکې حسنه کېدی شي او ګټې د دواړو هېوادونو تر منځ ویشل کېږي. پاکستان له افغانستان څخه ډېره توقع دا لري چې ګټې یواځې په خپله تر لاسه کړي هغه که سیاسي وي او که اقتصادي، خو اوس ښکاري چې پاکستان هم پوهېږي چې سیاسي ګټي باید وویشل شي او له افغانستان سره داسې اړیکې جوړې کړي چې له یوې خوا د افغان حکومت او له بلې خوا د نړیوالو له نیوکو خلاص شي.

د ټرمپ د سټراټېژۍ تر اعلان وروسته پاکستان په دې لټه کې شو چې چین، ایران او روسیې قوي ملاتړ تر لاسه کړي، په همدې تر یوه بریده وتوانیده چې یو ډول دفاع هم له پاکستان څخه وکړي. خو لنډ ورخت وروسته د بریکس غونډه چې د پاکستان متحدین پکې مرکزي رول لري او له دوی پاکستان ډېره تمه هم لرله، پاکستان یې د وسله والو ډلو ملاتړی هېواد یې کړ. د بریکس کنفرانس کې روسیې او چین هم په دې اعتراف وکړ چې افغانستان کې وسله والو ډلې له پاکستانه تغذیه کېږي. دا د دې مانا لري چې د پاکستان متحدینو ته هم د وسله والو ډلو ملاتړی پاکستان د منلو نه دی. دا ډول فشارونه په پاکستان نیغ اغېز لري چې له خپلو سیاستونو یې واړوي، او کله چې له خپلو سیاستونو اوړي طبعي خبره ده چې ګاونډی هېواد افغانستان به ورسره اړیکې ښې کړي.

د پاکستاني توکو تر ټولو ښه بازار افغانستان دی خو کله چې افغانستان ځینې نورې بدیلې لارې پیدا کړې له پاکستان سره د افغان تجارانو راکړه ورکړه د پخوا په پرتله له نیمايي ډېره کمه شوه. پاکستان کې یو شمېر سیاسیونو او سوداګرو غږ پورته کړ چې د پاکستاني توکو پلور لپآره افغانستان ښه مارکيټ دی او پکار دی چې افغانستان سره اړیکې ښې کړی .

د پاکستان مرکزي حکومت پر دوی فشارونو او نیوکو دې ته اړ کړ چې له افغانستان سره اړیکې ورغوي. په همدې پلمه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باوجوه او د ای ایس ای مشر او یو شمېر نور لوړ پوړي پوځي، استخباراتي او ملکي چارواکي یې په د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټه افغانستان ته راغلل چې دلته یې له ولسمشر غني د دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

په ناسته کې دواړو له لوريو تعهدونه وسپارل چې له پخوا سره یې توپیر درلود. دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې تېر باید هېر کړي، د وسله والو ډلو پر ضد باید ګډه مبارزه وکړي، دوه اړخیزه اړیکې پیاوړي کړي. افغان ولسمشر اوسني شرایط د پاکستان لپاره یو فرصت وباله چې باید ګټه ورنه واخلي، پاکستان لوري هم ژمنې تازه کړې. رسنیو ته د ناستې ډېر مواد ورنه کړل شول، خو دوی په څلورو برخو کې نماینده ګان او کمېټې ټاکلې دي چې ژمنې د دواړو له خوا ښې عملي شي. یوه برخه یې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته ځانګړې شوې ده چې څنګه کېدی شي دغه شلېدلې اړیکې بیا کوشیر او ویې رغوي. د همدې کمېټې ډېر کار به دا وي چې د افغانستان او پاکستان له منځه تللی باور بیا رامنځته کړي چې دا د حسنه اړیکو پر لور ستر ګام دی.

د باجوه له راتګ سره سم د واڼه لار هم د افغان مالونو په وړاندې خلاصه شوه او همدا شان نورې لارې هم د کوچیانو تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې، چې دا د دواړو هېوادونو په اړیکو ښه کولو اغېز لري. د پاکستاني هیئت دوه ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سر منشي کابل ته په سفر کې اوسني شرایط د پاکستان لپاره فرصت وباله. د ارګ باروي سرچینې راته وویل چې باجوه د امریکا د دفاع وزیر سره د کتنې غیري رسمي غوښتنه کړې وه خو مټیس دا غوښتنه نه وه منلې. همدې ټولو ته پاکستان اوس دا پتیله ده چې خپل د تېرو ۱۷ کلونو سیاستونو ته نور بدلون ورکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني پوځ د مشر بلنه منلې ده چې پاکستان ته به ځي، د غني د بلنې منل او پاکستان ته سفر به د پاکستان او افغانستان په اړیکو ډېر اغېز ولري او یو نوی باب به پرانیستل شي د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره. دا دوه طرفه سفرونه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والی زېری ورکوي. له پاکستان سره د اړیکو په رغولو کې زمونږ هم ګټې نغښتې دي، غني د اوږد مهالو ګټو په موخه له پاکستان څخه د یوې مودې لپاره لاس واخیست چې پاکستان خپله قناعت وکړي او د اړیکو رغولو هڅه وکړي. په نړیوال نظام کې یو اصل دا دی چې د هېوادونو تر منځ د اړیکو ټینګښت او د اړیکو پرېکړې د هغه هېواد په ګټه وي چې په نړیوال نظام کې یې پله درنده وي. په نړیوال نظام کې تر افغانستان د پاکستان قوت زیات دی او دا باید ومنو، خو دا تغیر هم خوري. (free riding)او (band wayohing)افغان حکومت د همدې د تغیر لپاره له سیاستونو څخه کار واخیست، دا هغه سیاستونه دي چې کمزوري هېوادونه یې د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره د بل هېواد په مرسته ترسره کوي. افغانستان په پاکستان د فشار راوړلو لپاره له همدې سیاستونو کار واخیست، له ځان سره یې امریکا ملګرې کړه او امریکا ته یې قناعت ورکړ چې په اړیکو کې پاکستان ریښتنی نه دی.

په خپله افغانستان د دې توان نه لري چې په پاکستان دې په یواځې ځان فشار راوړي. د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې د افغانستان لپاره هم په ګټه ده، خو سوال دادی چې پاکستان به په نویو اړیکو کې ریښتینی وي او که د پخوا په شان ټګ؟ دا هغه پوښتنه ده چې پورته یې تر ډېره ځوابونه شته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *