Categories

اعلان

Loading…

د ولسمشر غني په حضور کې یو تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

 یو ټوک هغه تاریخي کتاب چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت امنیتي مسوولینو ترلاسه کړ، نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني او ځینې فرهنګي مسوولینو په حضور کې ملي موزیم ته وسپارل شو.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هېواد ولسمشر د هغو امنیتي ځواکونو مننه او قدرداني وکړه چې بهر ته یې د دې  تاریخي اثر د قاچاق مخنیوی وکړ.

ولسمشر دغه ترلاسه شوی تاریخي کتاب په یوه فرد پورې تړلې نسخه وبلله او وې ویل: څېړونکي کولای شي له دې اثر څخه ګټه واخلي  او معلوماتي اړخونه یې خلکو ته بیان کړي. هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کورنیو او بهرنیو لرغون پېژوندونکو ګډه کمېټه جوړه کړي چې په دقیق ډول د دغه لرغوني اثر په اړه څېړنه وکړي.

همدارنګه ولسمشر د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او له هغې څخه د استفادې په خاطر د یوې اصول‎نامې او مقررې په جوړېدو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل: ټول لرغوني اثار باید لېست او په ځانګړي ځای کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.

ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان عظیم لرغونی فرهنګ لري او دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګونو د اتصال نقطه وه. هغه زیاته کړه، زموږ تېر زموږ راتلونکی جوړوي او د تېر په درک کولو سره به روښانه راتلونکی ولرو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه، په هېواد کې د سرتاسري ثبات او سوکالۍ په راتګ سره به زموږ تاریخي میراثونه د راتلونکي نسل لپاره د عوایدو مهمه سرچینه وي.

په دې مراسمو کې د ملي موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي په خپلو خبرو کې د افغانستان فرهنګي میراثونو ته د هېواد د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، تېر کال موږ د تاریخي اثارو د کشف په برخه کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان وو.

نوموړي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د ځانګړې مقررې په اساس به د تاریخي اثارو د ساتلو او استفادې په خاطرجدي اقدام وکړي.

203 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2