Categories

اندړ؛ د وطن یا کفن په شعار کې کفن په تن کړ

سکندر ترکی

د وطن په مینه د شهید شوې روح آه

په نس وږي، په غربت کې را لوی او په تنه بې جامې او سپېره یو ډله خلک د وطن لېونۍ مینې، د کور له غلامۍ څخه په تنګ، د پوهې پر وړاندې پرتو خنډونو او د قوم او ولسوالۍ د عزت په ننګه د پاچا او واکمنانو د ملاتړ او شاباسي په هیله را پورته شول، په هماغه سپېره او ناچاره حالت کې یې د نظام په ننګه د نظام له ساتونکي سره ټټر جوخت کړ او د وطن په لورې د هرې فیرېدونکې ورانکارې مرمۍ پر وړاندې سینې سپر کړې. په هماغه بې وسه او نېستمن حالت کې عیال د خدای په رضا پرېښود، د نس لوږه یې هم تحمل کړه او د خطر او ګواښ پروا یې هم ونه کړه؛ بس عجیبه لېونۍ مینې سرګردانه کړ، د مقدس بیرغ خوشبویي پسې واخیست او د وطني غرور جذبې په دې نیت په حرکت کړ، چې د خاورې او ملت په وړاندې د مسوولیت پېټی سپک کړي.

خو څه وشول!!! د اندړو په زرګونه چینار غوندې دنګې او غمي په څېر ځلېدونکې ځوانۍ لؤ شوې، د چا اندامونه پرې شول او د چا لا هم غوښې د ونو په غاښونو او د دېوالونو په خټينو ګَلونو پسې سریښ پاتې دي.  میندې د شیرینو اولانو د حلالې او ذبحې په مخ کې بورې شوې، ناوې په نامزادي او ځينې په وادګنۍ کې د لالې د راتلو په تمه کونډې شوې او یو عالم ماشوم نسل بې پلاره او بې سرپرسته سپېره لغړل پاتې شول.

دا د یوه داسې قوم د ویر او بربادي حقیقي پسمنظر دی، چې د ازادۍ او  هېوادنۍ مینې لپاره یې په دوو درېیو کلونو کې دوه زره شهیدان ورکړل، څلور زره یې ټپیان شول او کور کلی یې د باروتو او جګړې په خیرن او چټل رنګ او بوی ولړل شول.

غیرتي او د پنځه زره کلن تاریخ په خیالي افسانو پسې ټال د ملت دا وړه برخه د دولت او ملت د ملاتړ په هیله د حقیقي او واقعي غیرت او ننګ د اجرا په تمثیل پسې راووتل او ویې نه زغملی شوای، چې پنجاب دې د خپلو ګټو لپاره د دوی د بچي په مخ د ښوونځي دروازې وتړې، کلینکونه دې ویجاړ کړي، سړک دې په بمونو والوزوي او په ټوله کې د دوی د حقه ازادۍ پر مخ دې د پردي او غلام ټوپک راج وچلېږي.

د خاورې او دولت په ننګ له کُلنګونو، بېلچو، ښکاري او بُوړې ټوپکو سره راوتلي ولسي کاروان په خالي لاس طالب تر ناوې او زابل هاغه خوا وځغلول، میاشت لا وتلې نه وه، چې په الهام یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولس د انګرېز له جګړې پاتې شوې ټوپکې غوړې، مرمۍ یې ور تېرې او د طالبي وحشت په ضد یې قیام وکړ.

د طالب له انحصاره راوتلي اندړو کې نوې ساه ننوته، ایله یې د ازادي نغمه په شونډو زمزمه او په باطن حس کړه، ډله ماشومان په ښوونځيو ور مرش شول او د طالب په وحشي لاسونو د تړل شوې دروازې کُولپونه یې مات کړل، په اولاد ناروغې مېرمنې په سړک د خښ کړل شوې ماین  له ویرې پرته روغتونونو ته ورسول شوې، په بزګر ورځ رڼا شوه او په ډاډه تبه یې پټی اوبه کړ او د کال په اخیر کې په حاصلاتو د ټول ژمي د اړتیا وړ توکي پوره کړل.

اندړ نن د هغه شاهکار پور جبرانوي، چې د نظام ستنې یې ټینګې کړې، د ځنځیري تروریزم پر وړاندې د هغې مېړانې درد زغمي چې نظام له درست نړیوال ملاتړ سره کابو نکړای شوای او د هغې اتلولۍ د قرباني پایله یې هم دا شوه، چې نن یې د یک تاز ځوانانو جنازې لحد ته په نوبت ولاړې دي.

اوس چې د جګړې او نظام ملاتړ په پار د پاڅون په پایله کې د جنازې خښولو لپاره انسانان ور پاتې نه دي، نه یې کوم قومي ټیکدار د امتیاز دعوه ګیر دی او نه یې د ژوند ژغورولو لپاره د کوم لوړ واکي او چارواکي تر دروازې د ورتللو څوک شته. دا قوم د ناورینونو په عجیبه محشر کې را ګیر دی، د ځمکې په سر د ژوندي پاتې کېدو په ګناه نیول شوي او هغوی یې یوازې نندارې ته ناست دي، چې لومړی یې په سر امتیازونه واخیستل، بیا یې په خپل منځي غضبونو اخته کړل او اوس یې د طالب په خوله کې د داړلو تماشې کوي.

اندړ د وحشتونو او ناورینو په هماغه ګردله او باران کې په څه شور او جذبه د رایو تر صندقونو ولاړل، د هیلو د تحقق لپاره یې نه د ویرې او ډار پروا وکړه او نه یې د قتلونو او وحشتونو د استازو د بریدونو پر وړاندې سر خم کړ. نظام ته یې د رایو په صندقونو کې د پنځوس زره رای پاڼو ترڅنګ د سر خوندې کېدو پیغامونه ور واستول، خو پاچا یې رایې اصلي او پیغامونه فرعي خواته کېښودل، په رایو یې ځان پاچا اعلان کړ او پیغامونه یې د بل دور ټاکنو ژمنو ته وساتل، چې په درغو وعدو بیا پنځوس زره رایې خپلې کړي.

د دې ټولو قربانیو پایله دوه زره شهیدان، د دې څلور چنده ټپيان او له دوی پاتې په روانې ناروغۍ بورې، کونډې او یتمیان او د اندړو ویجاړ او حشت ځپلې خټینو نړېدلو کورونو او ډاګونو ترڅنګ بیخې ستره هدیره ده، چې وحشت ځپلي لمر وهلي غار غار ملي بیرغونه پرې رپېږي او د هر شهید په قبر لا هم د وطن د بې کچې مینې او وفادارۍ شعار “وطن یا کفن” لیکل شوی. انالله و اناالیه راجعون

1 comment

  1. سهاک Reply

    حقیقت دی ، ښاغلی سکندر تر کي صیب، ستاسو د لیکنې په هره لیکه مې د بې وسۍ اوښکې تویې کړې. باتورو اندړو د ګران وطن د تاریخ په زرینو پاڼو کې خپله شاهکاري او مېړانه ثبت کړه.
    له چنګیزیانو او تیموریانو را وروسته دا لومړی ځل دی چې تورمخو ټالیبانو د خپلو تور لینګیو پنجابیانو په قومانده زمونږ په خلکو د خپل وحشت او بربریت دومره ظالمانه او وحشیانه تاړاک پیل کړ.
    اندړو د خپل ولس دوه زره باتور شهیدان د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره نذرانه کړل خو عیشونه او چړچې به د نظار شورا او نور کوي.
    که د پښتنو د دغه باتور قوم پرځای تاجیک ، هزاره او یا ازبکانو دومره داوطلبانه او بې مقصده قرباني ورکړې وای ، نن به د دوی مشرانو له خپل قوم سره یوځای د ټول هېواد په واکمنو خوږ ژوند تریخ کړی وو او د دولتی واک تر رسېدو پورې به یې ټولې لارې بندې کړي وي. خو مونږ لا هم د خپلو ورونو قرباني ته رڼې ، رڼې ګورو. یا الله ته یې مدد ګار شي. یا منتقم
    سهاک

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *