Categories

اعلان

Loading…

عراقي پوځیانو له کورد ځواکونو څخه کرکوک ښار ونیوه

تاند- د عراق مرکزي حکومت وايي چې پوځیان او متحده شیعه ملېشه یې د کرکوک ولایت د مرکز د شاوخوا سیمو له نیولو وروسته د دغه ولایت مرکز ته ننوتي دي.

د کرکوک ښار اکثره اوسېدونکو د کوردستان په ټولپوښتنه کې د کوردستان خپلواکۍ ته رایه ورکړې وه.

کرکوک داسې ولایت دی چې بېلابېل قومونه پکې اوسي او زیات اهمیت یې په دې کې دی چې تېل او ګاز لري.

کرکوک ښار څه باندې یو ملیون نفوس لري، چې د عراق په ښارونو کې یو له سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي.

د عراق د کوردستان مشران وايي چې د دې ولایت اوسېدونکو په ټولپوښتنه کې خپلواکۍ ته رایه ورکړه او د دې معنا دا ده چې د دې سیمې اوسېدونکي غواړي چې د کوردستان برخه اوسي.

خو د عراق مرکزي حکومت دا نظر نه مني.

وروسته له دې چې د کوردستان سیمه ییز حکومت د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه وکړه، د عراق حکومت حساس شو. د عراق حکومت کرکوک د کوردستان برخه نه ګڼي خو کوردان بیا اصرار لري چې دا سیمه په کوردستان پورې اړه لري.

لومړني راپورونه وايي چې په ځینو سیمو کې دوی پر یو بل ډزې کړي دي. او لږترلږه په نښتو کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

عراقي او کورد سرچینې وايي چې وړمه شپه د عراق حکومتي ځواکونو د کرکوک د تېلو د حوزو او هوايي اډې لور ته پرمختګ وکړ.

د عراق د پوځ یوه قوماندان ډګرجنرال صالح الکنعاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ده د ځواکونو هدف دا دی چې د کرکوک د کې یو په نوم هوايي اډه ونیسي.

د عراق دولتي رادیو تلویزیون ویلي چې پوځ د کرکوک په شاوخوا کې د هوايي اډې په ګډون پراخې سیمې نیولي دي.
د امریکا حکومت له دواړو خواوو په کلکه غوښتي چې جګړه ونه کړي ځکه چې د دوی ترمنځ اختلافات به د داعش په ګټه تمام شي چې تازه یې په عراق کې ماته کړې ده.

د امریکا پوځ ویلي چې د متحد عراق ملاتړ کوي او د دواړو خواوو لپاره پکار ده چې مشکل په خبرو حل کړي.
امریکا ویلي چې په عراق کې د کوردانو او مرکزي حکومت ترمنځ د جګړې مخالف دی او په دواړو ږغ کوي چې د عراق د ثبات د نه خرابېدو لپاره له جګړې ډده وکړي.

کرکوک، له دې سره سره چې نژدې نیمايي نفوس یې کورد دی، د کوردستان برخه نه و خو وروسته له دې چې داعش دا سیمه ونیوله او عراقي کوردانو ورڅخه بېرته ونیوله، له کوردستان ایالت سره یې وتړله. خو اوس د عراق مرکزي حکومت له دې مسلې څخه په استفاده غواړي چې ټول کوردستان د عراق د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راولي.

86 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *