Categories

اعلان

Loading…

چټک اپلیکیشن: د اوبو او برښنا خدمتونو ته د اسانه لاس رسي لپاره

طراح: میرویس نصرت ||

د اوبو او بریښنا د بیلونو د چمتو کولو پروسه یوه پیچلې او له ستونزو ډکه پروسه ده.چې دغه ستونزې په لاندې ډول دي:

  1. دوی باید واټن ووهی او وخت مصرف کړي څو د هر کور میټر ولولی.
  2. د میټرونو له لوستلو وروسته دوی باید د میټرونو راپور اړوند جنکشن ته وسپاری.
  3. د جنکشن کارکونکی د میټرونو د راپور تر لاسه کولو وروسته باید پر راپور کار وکړی تر څو محاسبات تر سره او بیل چاپ ته اماده شی .
  4. بیلونه باید د کارکوونکو په لاس تر مصرف ځایونو ورسیژی)
  5. مصرف کوونکی باید تر بانک ولاړ شی، او خپل بیلونه اجرا کړي.
  6. ستړیا او د وخت بی ځایه مصرف.
  7. د شفافیت نشتون، او د ملی بودیجی بی ځایه مصرف.
  8. د بیلونو پر وخت نه رسیدل اود میټرونو د لوستلو په وخت کی د مصرف شوی بریښنا او اوبو  په اندازه کی تیروتنې کول. چی په دی سره یا د خلکو حق خوړل کیژی او یا هم ددولت بودیجه بې ځایه مصروفیږي.
  9. دمصرف کوونکو نه رضایت.
  10. د مصرف کوونکو د وخت ضایع کول ،ددی لپاره چی دوی بیلونه اجرا کړی باید ساعتونو وخت ضایع کړي، چې  په بانکونو کی پیسې تحویل کړي.
  11. د اوبو او بریښنا له وسایلو او د سمي ګټي اخیستني لپاره د لارښووني نشون، او په بیړنیو حالاتو کې د مرستې نشتون.

د دې اپلیکشن وړتیاوې:

ددی اپلیکشن په مرسته دوی کولای شی چی دبریښنا او اوبو د بیلونو د چمتو کولو پړاوونه په اسانی سره ترسره کړی. ټول پیریدونکی به ځانګړی اکونټونه ولری، او پرته د اکونټ له څښتن څخه نور څوک نشی کولای چی دبل چا له اکونټ څخه ګټه واخلی.چی ددی اپلیکشن ځانګړتیاوې په لاندی ډول دي.

اوس مهال ما دا اپلیکیشن دAndroid  عامل سیسټم لپاره د پروګرامننګ په JAVA ژبه کي  له انډرویډ سټډیو(Android Studio) نه به ګټه اخیستنې، چې په سرور برخه کي PHP  ژبې او MySQL ډیټابیس نه په ګټه جوړ کړي. په نژدې راتلوونکي کي به زه د iOS عامل سیسټم لپاره هم دا اپلیکیشن جوړ کړم.

  1. دوی کولای شی چی د اوبو او بریښنا له میټرونو څخه انځور واخلی او ددی اپلیکشن له لاری یی مسؤلینو ته ولیژی. چی په دی سره به د ستړیا، دبودیجی د زیات مصرف، د درغلی او وخت بی ځایه ضایع کیدو مخه ونیسی. اړتیا نشته چی میټر لوستونکی راشی او میټرونه ولولی.
  2. مسؤل کسان به د انځورونو له مخی محاسبات ترسره او بیلونه آماده کړی او ددي اپلیکیشن له لارې به یی مصرف کوونکو ته ولیږي، ضرورت نشته چی د اړوندو ریاستونو کارمندان بیلون د مصرفوونکو تر کورونو پوری وروړي. چی دا به د مصرف کوونکو باور زیات کړی.ځکه چی بیلونه به دوی ته پر وخت ورسیږي.
  3. ضرورت نشته چی مصرف کوونکی د بیلونو د اجرا لپاره بانکونو ته ولاړ شی او څوساعته وخت په انتظار کی پاته شی. موږپه دي اپلیکیشن کې دا امکانات رامنځ کړي چې د څو په دقیقو خپل بیل اجرا کړي، چې د بیل پیسي د اوبو او بریښنا اکوونټ ته له خپل اپلبکیشن نه ورلیږي.
  4. د اوبو او بریښنا په اړه هره ستونزه به ډیر په اساني ددي اپلیکبشن له لارې له مسولینو سره شریک کولای شي.
  5. وخت په وخت به د اوبو او بریښنا له ادارو بیلونه ددي اپلیکیشن له لارې تر لاسه کوي، د اوبو او بریښنا اداره به هر وخت ټولو یا یو ډلی یا یو کور ته په یو کلیک بیلونه لیږلای شي.
  6. د ټولو هغه کورونه چې یادي اداری ته یې له میټرونو عکسونه اخیستی، لیږلي، یا نه دي لیږلي، د بیل پیسې یې تحویل کړي یا نه، دا اکوونټونه  فعال دی یا نه، د اوبو او بریښنا اداري ته به یې په احصایوي ډول ګرافونه معلومیږي.
  7. په بیړنیو حالاتو کي به له ډاکټر، پولیس، امبولانس، د اوبو او بریښنا اداري او برقي او نلدوان سره اړیکه نیولای شي.
  8. دا اپلیکشن د وارننګ یا اخطار برخه هم لري، که کوم ګټه اخيستوونکي یو یا دوه ځلی ناسم تصویر د اوبو او بریښنا اداري ته ولیږي، یا په وخت د بیل پیسي تحویل نکړي، تر دري ځلي د ددي اپلیکشن له لارې اخطار ورکول کیږي، وروسته به یې اوبه او برق قطع کیږي.
  9. دا اپلیکیشن د مرستي او له بریښنا او اوبو نه د سالمي او  په ځای ګټي اخیستني لپاره هم افشن لري، چې دا به اوبو او بریښنا د بي ځایه مصرف او ناوړه حوادثو په مخنیوي او عامه پوهاوي کې ډیر موثر تمام شي.
  10.  په نژدې راتلوونکي کې به د OCR  یا د تصویر د پروسیس وړتیا هم ور زیاته کړو، چې اخیستل سوي عکس خپله پروسیس او له هغه نه بیل رامنځته کړی هم ګټه اخیستونکي ته ولیږي هم د اوبو او بریښنا اداري ته ولیږي، په دي سره به ګټه اخیستونکي او یا یادي اداري له خوا په بیلونو کې د لاس وهني او په احتمالي ډول د اداري فساد مخنیوي په مکمل ډول ونیول شي.

293 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2