طالبانو د خوشي شوي کاناډايي برمته له لوري د جنسي تجاوز او قتل ادعاوې رد کړې

تاند- افغان طالبانو نن /یکشنبه/ د هغه کاناډايي ادعا رد کړه چې تازه له خپلې ښځې او ۳ ماشومانو سره د طالبانو له منګولو خوشي شوی دی.
کاناډايي جوشوا بویل، چې له خپلې امریکايي مېرمن کتلان کولمن سره په ۲۰۱۲ م کال په افغانستان کې تښتول شوی و، تېره اوونۍ په پاکستان کې له خوشي کېدو او کاناډا ته تر بېرته تلو وروسته ادعا کړې چې د حقاني شبکې وسله والو د ده یو لور وژلې او پر ښځې یې جنسي تېری کړی دی.
مېرمن کولمن د برمته کېدو په مهال اومیندواره وه او د یرغملتوب په موده کې یې ۴ ماشومان وزېږول.
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د بویل ادعاوې رد کړې، ویې ویل چې دا د لوېدیځو هیوادونو تبلیغات دي.
«موږ د دې کاناډايي کورنۍ دا دروغي او جوړې شوې ادعاوې په کلکه ردوو. دا کورنۍ چې اوس د دښمن په لاس کې ده؛ هر څه چې هغوی په خوله کې ورکوي، هغه وايي.»
بویل له طالبانو غوښتي چې د ده له کورنۍ سره د شوي زیاتي په خاطر د هغه عواملو ته سزا ورکړي.
ذبیح الله مجاهد د بویل دا خبره هم رد کړه چې ګنې د دوی یوه ماشومه له طالبانو سره د برمته توب په موده کې وژل شوې ده. خو دا یې ومنله چې د دې کورنۍ یو ماشوم ناروغ و او په ناروغۍ ومړ.
«موږ په لېرې سیمو کې و او هلته ډاکتر او درمل نه ول او له همدې کبله ماشومه مړه شوه.»
د طالبانو ویندوی د خپلو خبرو په دوام کې ویلي چې طالبانو د دې کورنۍ د خوندیتوب لپاره د برمته توب په موده کې هغوی قصداً سره جلا نه کړل.
د امریکا حکومت د حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه او بې رحمه ګڼي.
د دې ډلې مشر د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو د نوي مشر ملا هیبة الله لومړی مرستیال ټاکل شوی دی.
ویل کېږي چې د افغان امریکايي پوهنتون دوه سپینږیري استادان هم د حقاني شبکې تښتولي دي.
201 total views, 1 views today
1 comment
د انسانانو تښتول خصوصا د مېړه او ښځې تښتول اوپه کلونو کلونو د هغوی په پټه ساتل د اسلام او انسایت خلاف عمل دی . د دوی او اولادونو ژوند ته ضرر رسول او جنسي تېری لا بل جنایت دی. دوی پدې زشت عمل سره د ميلیونونو مسلمانانو او افغانانو نوم بد کړ. د ټولو غربیانو کرکه یې زمونږ افغانانو او مسلمانانو په مقابل کې راوپاروله بنا د هغو بې شمېره کسانو سره چې د داسې جنایتونو په مقابل کې انتقام ترې اخیستل شوی ، د هغوی مسوولیت هم د ټالیبانو او له حق نه منکرو حقانیانو په غاړه دی.