Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د هند رول نه شي منلی

تاند- پاکستان یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې د هند رول نه شي منلی او د هند رول د سیمې امنیت له خطر سره مخامخولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا نن وویل، په افغانستان کې د هند رول کېدای شي د سیمې ثبات له خطر سره مخامخ کړي او پاکستان دا مسله ډېره جدي ګڼي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په ترڅ کې ویلي و چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د هند د رول د زیاتېدو غوښتونکی دی.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو د ملاتړ د توجیه کولو لپاره په افغانستان کې د هند د نفوذ یادونه کوي او په دې برخه کې له زیاتې مبالغې کار اخلي. پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي چې هند په افغانستان کې ۲۴ کونسلګرۍ لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د هند د رول پر موضوع د امریکا له جګپوړي پلاوي سره ږغېدلی او وروسته د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي هم په دې موضوع د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره په نیویارک کې خبرې وکړې.

زکریا له امریکايي پلاوي سره د پاکستانی چارواکو کتنه رغنده وبلله، ویې ویل چې دواړو خواوو په ټولو سویو د همکاریو پر دوام سلا وکړه.

ده دا هم وویل چې امریکايي پلاوي ته یې په افغانستان کې د هند د لاسوهنې اسناد سپارلي دي.

65 total views, 2 views today

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    مونږ د پنجابیانو دغه وینا د افغانستان په کورنیو چارو کې مخامخ لاسوهنه بولو.پنجاب دا حق نه لري چې د افغانستان خارجي سیاست په خپل لاس کې واخلي .
    افغانستان یو خپلواک هېواد دي او د نړۍ له هر بل مملکت سره چې وغواړي دوه اړخیزي او نړیوالې اړيکې ټینګولی شي.
    که څه هم د هند د جنرال قونسلګریو شمېر تر هغه ډېر کم دی کوم چې پنجاب او منافقستان ادعا کوي خو مونږ به په راتلونکې کې دغه د صمیمیت او ښه نیت روابط له اسلامي هیوادونو ، هند ، امریکا ، اروپایی هیوادونو او د سيمې له نورو هېوادونو سره څو چنده نور هم زیات کړو او دهغه دري ژبې متل « چشم بخیل کور » ، د منافقستان زړه د لکه موږک دوه ځایه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *