Categories

اعلان

Loading…

مجسمه/ اجمل پسرلی

ږیره یې له نژدې یوې اونۍ راهیسې نه وه خرییلې. خولۍ یې پر سر سمه کړه.  په کوڅه کې یې له لرې یوڅوک ولید، د سړک بلې غاړې ته واوښت. د دوکانونو څراغونه ولګیدل، دی د دوکانونو څنګ ته په نرۍ کوڅه ور سیخ شو. د  لارې په پای کې یې پام شو چې لار بنده ده. بیرته راوګرځید. لنډ پارک ته ورتاو شو. د خالي پارک په منځ کې یې سترګې پټې ونیولې، ژوره ساه یې واخیسته. د پښو څرپي شو، سترګې یې رڼې کړې، یو ځوان په ځغاسته و، دی د دیوال لور ته روان شو.

د پارک په پای کې، په یوه کونج کې د یوې مجسمې مخې ته ودرید. د مجسمې په رغوي کې زیړه پاڼه لویدلې وه هغه یې لرې کړه. تر مجسمې راتاو شو. شاته یې بوټي رابوټیدلي وو. هلته د متیازو تیز بوی ته. د خولې ژاولې یې تو کړي،  تیز شو، پښه یې په اغزن بوټي کې بنده شوه، که یې لاس پر مجسمه نه وای تکیه کړی لویده.

لکه له مجسمې چې یې مننه کوله، ګوتې یې پرې راتیرې کړې. د مجسمې کاڼی لکه ځیزګی ځیږ ورولګید. سړی  د مجسمې لپاره په جوړې شوې چوترې ورورخوت د مجسمې سترګې سپیرې وې، په لاس یې دوړي ورپاکې کړې. د هغې سترګې خندنۍ شوې. لاندې یې راټوپ کړل. لاسونه یې وڅنډل، ترې روان شو.

مجسمې ته یې له لرې په څټ وکتل، مجسمه د  دنګ هډور انسان د سیوري غوندې ښکاریده، سړی ګړندی شو. په تیاره کې د پارک پرله پسې ونې هم داسې ورته ایسیدې لکه کتار انسانان.

پراګ

95 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *