Categories

اعلان

Loading…

د انرژۍ څښاکونو د یوې کورنۍ د ژوند ټولې خوښۍ واخیستلې

تاند – یوه امریکایي مېرمن، بریانا، وایي چې د هغې مېړه د انرژۍ د څښاکونو له امله دې حالت ته ورسېد چې اوس په ځای کې ناست دی او نژدې هر څه یې دا ورته سمبالوي.

په نیویارک کې دېره امریکه آنلاین (AOL) وېب سایټ د دغې امریکایۍ مېرمنې له قوله لیکي، چې مېړه ته یې مغزي خونرېزي پیدا شوه او کله چې روغتون ته ورسول شو ډاکټرانو وموندله چې د هغه تکلیف د انرژۍ د مسلسلو څښاکونو له امله پیدا شوی وو.

بریانا وایي، ډاکټرانو وویل چې مېړه ته یې دا حالت د نشه ییزو توکو له امله پیدا شوی او چې پلټنې یې وکړې یوازني نشه ییز توکي چې مېړه یې، آستین، کارول د انرژۍ څښاکونه ول.

مېرمن بریانا استین وایي، چې دا داسې وخت وو چې هغوی د خپل لومړني ماشوم د زېږېدا هیله لرله، او په هغې د زېږون وخت په داسې حال کې راغی چې مېړه یې د ماشوم د لومړۍ پالنې پرځای پخپله هم په روغتون کې په بستر پروت او له ځانه ناخبره وو.

ویل کیږي، چې په امریکا او نوره غربي نړۍ کې د ښځې له خوا د ماشوم د زېږون پر وخت یې مېړه ورته ودروي چې هغه دردونه وویني چې ښځې یې احساسوي، چې په دې توګه سړی هم دا درک کوي چې یوه مور د ماشوم په زېږونه څومره تکلیف تېروي.

د AOL د مقالې لیکوال الېکس لاسکر د بریانا له قوله لیکي چې اوس د هغې مېړه په داسې حال کې ده چې کوپړۍ یې راټیټه شوې او د هغوی خوږ ژوند په داسې یوه حال بدل شوی چې هغه یوې خوا ته د ماشوم پالنه کوي او بلې خوا یې د رنځور مېړه آستین.

ویل کیږي چې په وروستیو کالونو کې په افغانستان او سیمه کې هم د انرژۍ بېلابېل څښاکونه چې ډېره اندازه کافیین او تاورین مواد لري او اکثر یې په غیرمعیاري ډول هم جوړېږي ډېرعام شوي دي، او ځایي رسنۍ د دې پرځای چې د انرژۍ د څښاکونو د ضررونو په هکله خبرې وکړي د پیسو اخیستلو په مقابل کې د هغو د ستاینې اعلانونه خپروي.

11 total views, 1 views today

4 comments

  1. speen Reply

    دلته په خبر کې یوه ستره تېروتنه شوې ده او هغه داچې په انرژي څښاکونو کې کوکاین نه بلکه کوفیین او تاورین شتون لري، هغه څه چې ډېره کارونه یې روښتیا ته ښې پایلې نه لري.

    1. تاند Reply

      مننه،‌سمه مو کړه.

  2. حضرت سهاک Reply

    که څه هم د انرژي درینک اصلي فورمول مخفي ساتل کیږي خو زیاته اندازه بوره او کافیین پکي اضافه کیږي . دغه دواړه مواد د ویني جریان سریع کوي چې په بدن کې انسولین ترشح زیات تولیدوي. خو د انسولینو زیاته ترشح د بدن د سلولونو له خوا د قند جذب ضعیفه کيږي. بنا دا ادعا کاملا غلطه ده چې د انرژي څښاک بدن ته ګټه رسوي.
    البته ګټه خو هېڅ نه لري اما ډېر استعمال یې د دیابت یا شکرې د مرض سبب کیږي. یوتعدادیې د زړه د تپش یا ټکان ، د اعصابو د خرابوالي اوپه ینه یا ځيګر باندی منفی تاثیرات پرېږدي. بنا کوم کسان چې د زړه او یا د ځيګر تکلیف لري ، د شکرې مرض او همدارنګه د هغوي چې د وینې غوړ زیات دی باید له انرژي څښاک نه جدي ډډه وکړي.
    ځوانانو ته باید وویل شي چې هېڅکله په نهارې سره انرژی نوشابه ونه څښئ . که غواړئ رښتینې انرژي تر لاسه کړی نو شيدې ، نور لبنیات او میوو نه ډېره استفاده وکړئ.
    د انرژی څښاک ډېر څښل په اعصابو بد تاثیر کوي اوهغوی چې افراط کوی هروخت به له نورو سره شخړه کوي.
    ورزشکاران باید له پورته ډول څښاک نه پرهېز وکړي او د ضرورت په وخت کې یو ګیلاس د لیمو د اوبو شربت وڅښي ، ګټه یی تر نورو څښاکونو ډېره او بې ضرره ده.
    د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې څښاک خرڅلاو خصوصا ماشومانو ته ممنوع دی.

  3. Sher Ahmed Afghani Reply

    daa koma da main page (awalani makh) khabara na wa. ……….. dalta baayad d Afghanistan yaa narai waala sat-ha muhemi khabari war-kai.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *