Categories

اعلان

Loading…

موټرولا ۲ موبایلونه راوایستل

تاند- موټرولا کمپنۍ دوه نوي ګرځنده ټېلفونونه راوایستل. د موټرولا د دغو موبایل سیټ شیشه نسبتاً غټه او باډۍ یې فلزي ده.

موټرولا تر دې وړاندې دوه ماډولونه (Moto G5) او (G5Plus) بازار ته راایستلي ول. خو د هغو شیشې تر دې یوه چې اوس یې راباسي، کوچنۍ وې.

د موټرولا نوی ورژن، چې (G5S Plus) نومېږي، قوي پروسیسر او ۵ اعشاریه ۵ اینچه شیشه لري.

د دغه موبایل کمره ۱۳ میګاپیکسله ده او دوه سینسرونه لري.

د دغه موبایل د مخۍ کمره هم ۸ میګا پیکسله ده چې تر مخکیني ورژن قوي ده.

د موټرولا د دې موبایل یو ورژن ۳۲ ګېګابایټه او بله ۶۴ ګېګابایټه حافظه یا میموري لري چې د لومړني بیه ۲۳۰ ډالره او د دوهم، چې زیاته حافظه لري، ۳۰۰ ډالره ټاکل شوې ده.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *