Categories

د بلخ والي وايي د ده ویندوی طالبانو نه دی وژلی

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ده ویندوی منیر فرهاد د دولت وسله والو مخالفانو نه دی وژلی.

د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد پرون /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي رييس هم دی، د خپل ویندوی د ترور په غبرګون کې وویل، دا برید طالبانو او حتي د داعش تروریستي ډلې نه دی کړی؛ بلکې خاص جریانونه په دې برید کې لاس لري.

ده څرګنده نه ده کړه چې منظور یې له کومو جریانونو څخه دی خو ګومان کېږي چې منظور یې د مرکزي حکومت چارواکي وي.

نور تر دې پخوا په ځلونو د ملي امنیت ريیس او د ملي امنیت سلاکار ته د انتقاد او دسیسې جوړولو ګوته نیولې خو داسې ښکاري چې په وروستیو کې پر جګپوړو دولتي چارواکو له انتقاد کولو منع شوی وي.

نور وویل«زما باور دا دی چې د دې حملې هدف منیر فرهاد نه و بلکې منظور دا و چې په بلخ کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره پلمه جوړه شي.»

ده تاکید وکړ چې دا برید طالبانو نه دی کړی او چا چې کړی ده ته معلوم دي.

په تېرو ۱۶ کلونو کې ډېر لږ داسې شوي چې وسله والو طالبانو دې د شمال ايتلاف پر پخوانيو دښمنانو حملې کړي وي.

3 comments

  1. عبدالله مظلومیار Reply

    دیکتاتوران لکه لیوني سپي کله کله خپل بچیان هم خوري. کېدای شي خلیفه عطا د خپل ویندوی منیر فرهاد په قتل کې دخیل وي، ځکه چې ده ته یې پته لګيږي : « ده تاکید وکړ چې دا برید طالبانو نه دی کړی او چا چې کړی ده ته معلوم دي. »

  2. mohammad ehsan Reply

    چې ده ته پته لګېږي او وایی نه نو حتمي ده په دې قتل کې دي پخپله دخیل دی .

  3. خوشال ساپی Reply

    کیدای شی دا کار عطا مامد نور ډلی پخپله کړی وی او موخه یی دا اوسی تر څو وی سناریو رامنځته او د مومند د غوږ خوړنی کیس پدی باندی دفعه کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *