Categories

جبر (لنډه کیسه) لیکوال: احمدولي سپند 

دروازه ټک ټک شوه.
ببر سري هلک وویل: میلمانه دي، کوټې ته ماشومان مه ورپرېږدئ. هلک ووت میلمانه یې مهمانخانې ته بوتله. د ببر سري پلار کوټې ته ورننوت، ټولو ستړې مشې وکړه.
شېبه ووته. یو سپین ږیري د دوستۍ او نکاح په حکمت خبرې کولې.
د کور په یوه کوټه کې د جلۍ د ژړا ستمی وو،
مور یې ویل: یار خو نه لرې چې ژاړې، خانداني خلک دي، دوه سوه جریبه ځمکه لري.
جلۍ په ژړا وویل: زه ځمکه څه کوم! ما هغه معتاد ته مه ورکوئ! ژوند مې مه خرابوئ!
مور یې په خښم وویل: چپ شه بې شرفي، شکر چې خپل د سر نه یې.
د قدمو ږغ سو، ببر سري توف کړه، په پیشو وزمو سترګو یې نېغ کتل.
مور ته یې وویل: د شیریني پتنوس راوړه چې خبره مو خلاصه کړه.
خور یې ږغ کړه: لالا! خیر دی ما مه ورکوئ! زه یې نه کوم زړه مې یې نه مني.
شړپ سو، جلۍ یې په تشي کې په لغته ووهل.
دې فاحشې ته ګوره، یار خو نه لرې!؟ بل ځل دي وژنم!
مور یې شیریني راوړه، ببر سری کوټې ته یووړه.
چیغه شوه، هله! چې د کوره ووتل! هلک راووت، خور ته یې وکتل چې وځي، ژر خپل کوټې ته لاړ او ټوپک ته یې لاس کړ. کوڅې ته یې منډه کړه.
څو ټکه وشوه، لکه تالانده چې وي.
ټولو دباندي منډه کړه. په کوڅه کې د لښتي بغل ته یو حسن خپل د زړه د راوتلویو وینو سره یو ځای پروت وو.
پای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *