Categories

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو پر ټاپي پروژې خبرې وکړې

تاند- د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو له یو بل سره په ټېلفوني تماس کې د ټاپي پروژې پر پیلولو خبرې وکړې.

د ترکمنستان د ولسمشر دفتر وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپل ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمداوف ته ټېلفون وکړ او د سونګ او انرژۍ او همداراز ترانسپورت په برخو کې یې د سترو پروژو د ګډې اجرا د اهمیت یادونه وکړه.

د ترکمنستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې دواړو ولسمشرانو لومړی د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د ګډې پروژې ټاپي په اړه خبرې وکړې.

د ټاپي پروژې د تطبیق په پایله کې به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان اوهند ته صادر شي.

ترکمنستان د ګازو د سرچینو له نظره په نړۍ کې څلورم ستر هیواد دی او هڅه کوي چې د خپلو ګازو د صادرولو لپاره د پایپ لاین د غځولو له لارې جنوبي اسیا ته ګاز صادر کړي.

دا نللیکه ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدولی شي.

د دې نللیکې په جوړولو به، چې ۱۸۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري، اټکل کېږي چې ۱۰ ملیارد ډالره ولګېږي.

همداراز به د پایپ لاین د لارې په اوږدو کې پرتو کلیو او ښارونو ته برښنا، ترانسپورتي او نورې اسناتیاوې برابرې کړي.

له همدې کبله د ترانسپورت او ارتباطاتو په برخو کې د افغانستان او ترکمنستان همکاري ډېرې مهمې دي.

ترکمنستان او افغانستان د برښنا په برخه کې هم همکارۍ لري. د ترکمنستان برښنا د افغانستان یو شمېر شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې پلازمېنې کابل او یو شمېر جنوبي او مرکزي ولایتونو ته هم ورسېږي.

ترکمنستان افغانستان ته مایع ګاز هم صادروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *