Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په غزني کې د موبایل شبکو ۳ انتنونه ویجاړ کړي

تاند- وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې د مخابراتي شبکو ۳ برجونه نړولي او په زرګونو خلک یې د موبایل ټېلفون په وسیله له خپلو دوستانو او خپلوانو سره له تماس نیولو محروم کړي دي.

وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول وروسته له دې چې مشر یې ملا هیبة الله اعلان وکړ چې طالبان به ټولګټو تاسیساتو ته زیان نه اړوي، پر ټولګټو تاسیساتو حملې لا زیاتې کړي دي.

د غزني ځینې اوسېدونکي وايي چې طالبانو پر مخابراتي شبکو او د هغو پر انتونونو وروسته له دې بریدونه وکړل چې خاصو افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د شپې په مخه د طالبانو پر مرکزونو بریدونه زیات کړل او په نتیجه کې یې دې ډلې ته سختې مرګ ژوبلې واوښتې. د دوی په وینا طالبان فکر کوي چې افغان خاص ځواکونه د موبایل ټېلفونونو له لارې د دې ډلې پټنځایونه مومي.

د غرني ولایت د مرکز په ارزو، همداراز په بابا او قلعتي سیمو کې د افغان بېسیم، روښان او ایم ټي این انتنونه ویجاړ کړل شوي چې په نتیجه کې یې دغو کمپنیو ته په لکونو ډالره تاوان اوښتی دی.

د غزني یوه اوسېدونکي تاند ته وویل«اصلي تاوان موږ خلکو کړی ځکه چې مخابراتي شبکې یې قصور له موږ څخه باسي.»

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو د شپې د عملیاتو له زیاتېدو سره په کندوز کې هم د ماښام له ۵ بجو تر سهاره پورې د موبایل شبکو پر فعالیت بندیز لګولی او دغو شبکو ته یې ویلي چې که شبکه یې فعاله وه نو برجونه به ورویجاړ کړي.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *