Categories

ټولو افغانانو ته به د ویکیپېډیا لیدل وړیا شي

تاند- افغانان به په لنډو ورځو کې په خپلو موبایل ټېلفونونو کې ویکیپېډیا کتلی شي.

د بریتانیا (مېل) ورځپاڼې نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د انلاین ویکیپېډیا او د یوې موبایل ټېلفون کمپنۍ ترمنځ د موافقې په نتیجه کې به په ملیونونه افغانان د ویکیپېډیا معلومات وړیا؛ بې له دې چې د انترنیټ مصرف پرې راشي، لوستلی شي.

نژدې ۱۰ ملیونه افغانان موبایل ټېلفون کاروي.

خو د دې لپاره چې په افغانستان کې د انترنیټ بیه لوړه ده، اکثره افغانان ویبپاڼې نه شي کتلی.

د ویکیپېډیا بنسټ، چې د ویکیپېډیا ویبپاڼه یې جوړه کړې، او د افغانستان روښان (روشن) مخابراتي شرکت پرېکړه کړې چې دا وضعیت بدل کړي او افغانانو ته تر یو کال پورې د ویکيپېډیا د وړیا کتلو اسانتیا برابره کړي.

په افغانستان کې به د روانې (اکتوبر) میاشتې په وروستیو کې خلک وړیا ویکیپېډیا کتلی شي.

د روښان مخابراتي شرکت ريیس الطاف لداک وايي، له ویکیپېډیا سره د دوی موافقه به په ځانګړي ډول د افغان ځوانانو د معلوماتو د کچې له لوړولو سره مرسته وکړي.

ویکیپېډیا په ۲۰۱۲ م کال په نورو پرمختیايي هیوادونو کې هم ورته نوښت کړی و.

سره له دې چې د افغانانو لپاره به د ویکیپېډیا وړیا کتل او لوستل یو غنیمت وي خو د دې ویبپاڼې معلومات، چې هر څوک پکې په خپله خوښه زیاتونې او سمونې کولی شي، د ډېر اعتبار وړ نه دي.

دا خبر په داسې ورځ خپرېږي چې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت وویل چې په هیواد کې به د انترنیټ بیه تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *