Categories

اعلان

Loading…

د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر له افغان چارواکو سره په امنیت د خبرو لپاره کابل ته راغی

تاند- د ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ د دغه هیواد یو امنیتي پلاوی نن /دوشنبه/ کابل ته راغی.

ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال حسین ذلفقاري او ورسره ملګری پلاوی د افغانستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د موافقو د عملي کېدو لپاره افغانستان ته تللي دي.

ایرانی پلاوی به همداراز له افغان چارواکو سره د امنیت، پولې، تابعیت او پولیسو په برخو کې د تخصصي کاري ډلو پر جوړولو خبرې وکړي.

ایراني پلاوي ته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هرکلی ووایه.

75 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *