Categories

اعلان

Loading…

خاقان عباسي وايي، افغانستان او پاکستان د یو بل لپاره قربانۍ ورکړي

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي وايي چې افغانستان او پاکستان ورورګلویزې اړیکې لري او اسلام اباد د افغانستان د ثبات غوښتونکی دی.

خاقان عباسي د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل، اراده لري چې کابل ته لاړ شي.

ده زیاته کړه«دواړو هیوادونو د یو بل لپاره قرباني ورکړې ده. لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان د حکومت له لوري د افغانستان ولسمشر ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه.»

د پاکستان صدراعظم وویل، اسلام اباد د افغانستان د ثبات غوښتونکی دی او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړي دي. «موږ د افغانستان حکومت ته وریاده کړې چې ځینې تورونه د منلو نه دي ځکه چې مسلې د خبرو له لارې هوارېدای شي.»

عباسي وویل، د افغانستان حکومت ته ویل شوي چې پاکستان په پوله کې د کټارو درولو ته دوام ورکوي ځکه چې د پاکستان پر خاوره حملې د افغانستان له لوري کېږي.

«موږ دوی ته دا وړاندیز هم کړی چې په پوله کې به په ګډه ګزمې کوو.»

په وروستیو کې پر پاکستان د امریکا پر له پسې فشار سبب شوی چې دا هیواد خپل دریځ نرم کړي او افغان چارواکو ته د تروریزم پر ضد د همکارۍ ژمنې ورکړي.

عباسي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پوځ لوی درستیز به ایران ته هم لاړ شي او له ایران سره به هم د دوو هیوادونو په پوله کې د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

59 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *