Categories

اعلان

Loading…

ایران تر ۲۰۰ زیات افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

تاند- ایران وايي چې ۲۰۵ تنه افغان بندیان یې د دوو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان هرات ولایت ته نژدې د ایران د تایباد د سرحدي ښار د پولیسو د قطعې قوماندان ډګروال مجید رویان د یکشنبې په ورځ وویل چې ۲۰۵ تنه افغان بندیان تېره اوونۍ افغانستان ته واستول شول چې د قید موده په خپل هیواد کې تېره کړي.

ایراني رسنۍ وايي چې د دغو ۲۰۵ تنو بندیانو اکثریت د مخدرو موادو په تړاو نیول شوي وو.

ایراني رسنیو نه دي ویلي چې ایا هغوی ایران ته مخدر مواد په قاچاق وړي او که د مخدرو موادو د استعمال په تور نیول شوي دي.

ایران د مخدرو موادو قاچاقبرو ته د مرګ سزا ټاکلې ده او په دې تور یې په سلګونو او ممکن په زرګونو افغانان اعدام کړي دي.

دا په وروستیو میاشتو کې د افغان بندیانو څویمه جوپه ده چې ایران یې د افغانستان حکومت ته سپاري.

افغانستان هم د دوو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د منوافقې پر اساس په ځلونو ایراني بندیان خپل هیواد ته سپارلي دي.

86 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *