Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان حکومت له پاکستانه د ۵ طالب مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې

تاند- د افغانستان حکومت له طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره پخلاینې ته د لېوالتیا د نښې په توګه له پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو ۵ مهم بندي غړي خوشي کړي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې دا ۵ تنه به، چې ویل کېږي پاکستان د دې لپاره نیولي چې سولې ته یې لېوالتیا لرله، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې دا ۵ تنه له ۳۵ نورو افغان طالب مشرانو او قوماندانانو سره د پاکستان په محبسونو کې بندیان دي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، د دغو ۵ تنو د خلاصون غوښتنه تېره میاشت (نوومبر) د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې په څنګ کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سره د کتنې په مهال وکړه.

اتمر پاکستاني لوري ته د ۳۵ طالب بندیانو لیست سپارلی چې د هغو په منځ کې ۵ تنه د دې ډلې د مشرتابه شورا غړي دي او د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.

په نیویارک کې د اتمر او اصف له خبرو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمرباجوه کابل ته لاړ او د دې موضوع په شمول یې په نورو مسایلو له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملاعبدالغني برادر، د کوټې شورا غړي ملا احمد الله نانی، ملا صمد ثاني او ملا سلیمان اغا، چې له ۴ تنو نورو سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په یوولسمه د کوټې د سټیلایټ ټاون په یوه مدرسه کې نیول شوي وو، هغه کسان دي چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتنه کوي.

دا عکس په رسنیو کې د ملابرادر په نوم خپور شوی دی

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې دواړه خواوې په اصولو کې موافقې ته رسېدلي او کېدای شي په راتلونکې غونډه کې، چې په اسلام اباد کې کېږي، د بندیانو د تبادلې په لړ کې پاکستان طالب بندیان د افغانستان حکومت ته وسپاري.

پاکستان پخوا د ملا برادر او څو نورو مهمو طالب مشرانو د خلاصون په اړه د افغانستان غوښتنې رد کړې وې خو اوس دا هیواد تر بل هر وخت زیات منزوي او تر فشار لاندې دی او فکر کوي چې د افغانستان غوښتنې ته مثبت ځواب به ورسره مرسته وکړي چې فشارونه پرې لږ شي.

70 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *