Categories

اعلان

Loading…

امریکايي چارواکي د خپل ولسمشر له کلک پیغام سره اسلام اباد ته ځي

تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا د حکومت څو جګپوړي چارواکي له یوه زغرد او کلک پیغام سره د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې اسلام اباد ته لاړ شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او دفاع وزیر جېمزمتیس به پاکستاني چارواکو ته د افغان طالبانو د ملاتړ د بس کولو په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پیغام وسپاري.

اژانس ته امریکايي چارواکو ویلي چې ټیلرسن او متیس به پاکستاني چارواکو ته ووايي چې باید نور د تروریزم ملاتړ پای ته ورسوي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف واشنګټن ته لاړ څو د هغو تورونو د ردولو هڅه وکړي چې امریکا او افغانستان د تروریزم د ملاتړ په برخه کې پر پاکستان پورې کړي دي.

فرانس پریس وايي چې لا هم په پاکستان کې د تروریستي ځالو په خاطر د دوو هیوادونو پر اړیکو ترینګلتیا سیوری غوړولی دی او د پاکستان د سپیناوي هڅو ګټه نه ده کړې.

پاکستان ته امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که په خپله خاوره کې یې د تروریستانو پناهځایونه ختم نه کړل، امریکا هر اقدام چې لازم وباله، کوي یې.

تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس په واشنګټن کې وویل، پاکستان ته یو بل چانس ورکوي.

491 total views, no views today

2 comments

  1. سلیمان Reply

    تر څو چې امریکایان د کره ثبوتونو او شواهدو سره لاړ نشي د چا پلار یې هم په پاکستانیانو اړولی نشي. پاکستانیان په خپل دریځ چې دروغ ویل دي کلک ولاړ دي. هغوی د هر تروریست د شتون او ملاتړ نه کلک منکر دي او په کلکه او سپين سترګۍ یې دفاع کوي.
    کله نا کله بیاسړی د نړیوالو په هکله هم حیران شي او د شک په سترګه ورته ګوري چې دپاکستان پر سپينو دروغو باور کوي. زما په فکر همدومره به کافي ثبوت وي چې اسامه یې په همدې خاوره کې مړ کړ، ملا عمر د کراچۍ په روغتون کې ساه ورکړه، ملا منصور په بلوچستان کې ووژل شو، انس حقاني په اسلام اباد کې ووژل شو او کورنۍ یې په وزیرستان کې اوسي او داسې په زرهاو نور ثبونه موجود دي.

  2. SAS Reply

    ډير ښه خبر دی. د عملي کيدو په هيله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸