Categories

جاسوسه | همایون هېواد

کیمیاګر ناول چې چا لوستی وي، په دې پوهېږي چې پاولو کویلو د ادبیاتو یو ښه لیکوال دی. د همدغه برازیلي لیکوال یو بل ناول “جاسوسه” خالد نجیم پښتو ته راژباړلی. دغه ناول د هغې مېرمنې کیسه کوي چې له خپلې مينې تښتي، په فرانسه کې نڅېږي، شهرت پېدا کوي، د خلکو مینه ترلاسه کوي او ورسته په همدغه هېواد کې د جاسوسۍ په تور وژل کېږي.

د نجیم صیب هڅه د ستایلو ده؛ خو د جاسوسې ناول پښتو ژباړه لا نور کار ته هم اړتیا لري چې هو بهو د پاولو کویلو د شهکار اثر خوند ترې واخیستل شي.

پښتو ته د ژباړل شوي دې ناول نثر ډېر ځایه ژورنالیستیک دی او د ادبي نثر رواني او خوږلني په کې نه ښکاري. په ځینو ځایونو کې د فارسي تر اغېزې لاندې راغلی او په ځینو ځایونو کې بیا سړی  فکر کوي چې د زیار صیب نثر لولي. مثلاً یو ځای کې وايي، “اوبه د رودخانې په شاوخوا کې جریان لري.” دا جمله داسې هم ژباړل کېدای شوای چې “اوبه د رود شاوخوا ته روانې دي.”

په ځینو ځایونو کې لفظي ژباړې هم د ناول ژبه پیکه کړې. مثلاً یو ځای کې د ناول مرکزي کرکټر ته یو کس د پیسو وړاندیز کوي، خو دا یې په ځواب کې ورته وايي، “دا بس نه کوي.” دا جمله د دري ژباړه د “کافی نیست” ژباړه ده چې موږ ورته پښتو کې کټ مټ جمله نه لرو، البته ځینې خلک لیکي چې “بسنه نه کوي،” خو په ادبي نثر کې دا جمله دومره خوندوره نه ښکاري، په کار ده چې په داسې وخت کې موږ په هغو بدیلو اصطلاحاتو پسې وګرځو چې په خپله ژبه کې مو عام دي، مثلاً که څوک چا ته پیسې ورکوي او پوره نه وي، نو مقابل لوری ورته وايي چې “کمې دي.” په ناول کې هم دا جمله د “بس نه کوي،” پر ځای خوندوره راتله چې ویلي یې وای “کمې دي.”

پاولو کویلو داسې لیکوال دی چې د نثر ډېرې جملې یې لکه غوره ویناوې داسې وي، خو په دغو ویناوو کې خوند هم وي او داسې نه محسوسېږي چې ګنې لیکوال په وچ زور یا د پند په خاطر دغه خبرې کوي، بلکې ادبي اصالت یې هم ساتي، خو د “جاسوسې” په پښتو ژباړه کې د ژباړې د پیکه ژبې له امله دغه خبرې په اسانۍ او سم ډول ذهن ته نه شي انتقالېدلای. دغه جملې په دې خاطر چې روښانه شي، خوندور او روان نثر ته اړتیا لري.

د ناول په ژباړه کې لیک نښو او املأ ته هم په ځینو ځایونو کې پام نه دی شوی، مثلاً د مکالمو په خاطر چې کومه علامه کارول کېږي، د ناول د مکالمو په ځایونو کې نشته او ډېر کله لوستونکی نه پوهېږي چې دا مکالمه ده که نه؟ او که مکالمه  هم ده دا خبرې د ناول کوم کرکټر کړي؟ که چېرې دغه نښې کارول شوې وای، د لوستونکي لپاره به یې کار اسانه کړی وای.

د لیکلو او ژباړې پر مهال دغو وړو ټکو ته پام کول لیکنه یا ژباړه د لیک له معیارونو سره برابروي او له لوستونکي سره مرسته کوي چې په اسانۍ یې ولولي او خوند ترې واخلي. که د “جاسوسې” ناول په بیاځلي چاپ کې دغو خبرو ته پام وشي، خوند به یې لا ډېر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *