Categories

اعلان

Loading…

د امريکا نوي ستراتيژي، د پاکستان ويره او د ولسمشر غني ورتګ

رفيع الله زيار| 

له کله نه چې امريکا متحده ايالاتو د افغانستان او سيمې لپاره خپله نوي ستراتيژي اعلان کړه، نو تر څنګ يې پاکستان هم تر يو لړ فشارونو لاندې راغى، ځکه په ستراتيژي کې د تروريستي سياست په له منځه وړلو ټينګار شوى او تر څنګ به يې پاکستان د امريکا له ملګرتوب بې برخې او ځاى به يې هند ونيسي چې پاکستان هم د هند او هم د افغانستان پر وړاندې د تروريزم سياست غوره کړى او له دې لارې غواړي چې خپل حريفان کمزوري او خپلې ناوړه ګټې خوندي کړي.

په دې ستراتيژي کې راغلي، په هر هغه ځاى کې چې د ترهګرو ډلو د روزنې او تمويل مرکزونه موجود وي، امريکا به يې له منځه يوسي. دلته پاکستان خپل ځان په اصطلاح په اوبو کې ويني چې د تروريزم مرکزونه چېرې دي او امريکا به يې په کوم ځاى کې له منځه وړي او بل لور ته پاکستان په لسګونه ميليونه ډالر پوځي مرستې هم له لاسه ورکوي چې هر کال به يې له امريکا څخه تر لاسه کولې.

په تېرو دريو کلونو کې افغان ولسمشر او هندي چارواکو د ملګرو ملتونو په غونډو او نړيوالو کنفرانسونو کې په وار، وار د پاکستان پوځي استخبارات تورن کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له دې لارې غواړي چې خپلې موخې تر لاسه کړي. حتى يو ځل افغان ولسمشر په اسيا زړه کنفرانس کې چې په هند کې جوړ شوى و، د پاکستان امنيتي سلاکار سرتاج عزيز ته وويل چې هغه ٥٠٠ ميليونه ډالر چې پاکستان له افغانستان سره مرسته اعلان کړې، موږ يې نه غواړو بلکې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره يې مصرف کړئ چې د اشرف غني دې کار پاکستاني چارواکي سخت حيران او په رسنيو کې يې غبرګونونه څرګند کړل.

اوس پاکستان په نړيوال سياست کې خپل ځان ويني چې ورځ تر بلې بدناميږي او باور يې له منځه ځي. د ننه په پاکستان کې د سياسي بنسټونو او چارواکو تر منځ اختلافونو، د سوداګرۍ رکود، له لويو ښارونو څخه د پانګوالو وتل، د ځمکو او استوګنځايونو د بيو رالوېدل او دې ته ورته نور ډېر موارد دي چې پاکستان يې په ويره کې کړى او له هرې لارې هڅه کوي تر څو په نړيوال سياست کې له انزوا څخه ځان وژغوري او لويو قدرتونو په خاص ډول د امريکا باور بېرته خپل کړي.

پاکستان له انزوا ژغورنې د هڅو په ترڅ کې يوه هڅه دا هم وه چې د روان لمريز کال د تلې په (٩) مه نېټه د پاکستان لوى درستيز جنرال قمر باجوه له نظامي پلاوي سره يو ځاى کابل ته سفر وکړ او د نورو خبرو اترو تر څنګ يې افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه تر څو پاکستان ته ورشي. د باجوا له بلنې وروسته اشرف غني د سياسي ګوندونو له مشرانو او نورو سياسي څېرو سره د مشورې کولو په موخه ليدلي دي.

اوس خبره دلته ده چې که چېرې ولسمشر غني پاکستان ته سفر کوي، نو د کوم باور پر اساس؟ ايا پاکستان به پر خپلو ژمنو صادق پاتې شي ؟ او که د تېر په څېر به د نړيوالو مخ له ځان څخه واړوي.

همدا اشرف غني و چې په ٢٠١٤ م کال کې واک ته له رسېدو سره سم يې پاکستان ته له لوړ پوړي افغان دولتي پلاوي سره سفر وکړ تر څو اريکې ورسره ښې کړي او پاکستان هم دده د خوشالولو او تېر ايستلو لپاره د توپ يويشت ډزونه وکړل تر څو وښايي چې له افغانانو سره خواخوږي لري.

ولسمشر غني د پاکستان د غوښتنې پر اساس د ملي امنيت پر مخکيني رئيس رحمت الله نبيل فشار راوړ چې استعفا ورکړي او له دندې يې ګوښه کړ، د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد کوونکې يې پاکستان ته وسپارل، د حکيم الله مسيد مرستيال لطيف الله مسيد يې لاس تړى اى ايس اى ته ورکړ، داسې ويل کېدل چې پر ډيورنډ کرښه يې د ګډو عملياتو هوکړه ورسره وکړه او داسې نور ډېر څه درواخلئ، خو له دې هر څه سره، سره پاکستان يو ځل بيا پر مخ تور نقاب واچوه او د افغانستان پر وړاندې يې خپلې هغه بربادوونکې تګلارې ته دوام ورکړ چې د کومې پر اساس يې په سيمه کې بنسټ ايښودل شوى دى. د کندز په سقوط کې د پاکستان جنرالانو د جګړې او وسله والو ډلو سوق او اداره په لاس کې لرله چې يو جنرال يې د امريکايي الوتکې په بمبار کې په بې سرحده روغتون کې ووژل شو. په کندهار کې جنرال رازق په ځلونو ويلي چې د هلمند جګړه پاکستاني جنرالان رهبري کوي او ددې تر څنګ چې په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې هر څومره خونړي بريدونه کېدل، پړه يې په پاکستان کې وسله والو ډلو پر غاړه اخيسته…

اوس چې محمد اشرف غني د باجواه په غوښتنه پاکستان ته سفر کوي، نو د کومې بيې پر اساس به پاکستان دې ته راضي کړي چې د افغانستان پر وړاندې د وسله والو ډلو له هر اړخيزې حمايي څخه لاس واخلي او دلته ورانکاري رامنځته نه کړي.

موږ وايو له پاکستان سره داسې اړيکې نه غواړو چې د افغانانو د بربادۍ، د ډيورنډ پر سر د پټې معاملې، ملي حاکميت ته د ګواښ او دې ته ورته د نورو ارزښتونو په بيه وي.

خلاصه وايو چې پاکستان ته د اشرف غني ورتګ به د افغانانو په ګټه نه وي، ځکه يووېشت ځله مخکيني ولسمشر حامد کرزي او يو ځل اشرف غني هغه هېواد ته سفرونه کړي، خو په دې ټولو سفرونو کې پاکستان دې ته نه دى تيار شوى چې د افغانستان پر ضد تګلارې څخه پر شا شي او همکاري ورسره وکړي. د باجواه دغه بلنه به د نړيوالو مخ له پاکستان څخه وګرځوي او هغه فشارونه به پرې کم شي چې اوس مهال ورسره مخامخ دى. پاکستان هڅه کوي چې په نړيوال سياست کې خپل باور پيدا کړي او دا هڅه يې لومړۍ له افغانستان څخه ده.

279 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2