Categories

اعلان

Loading…

شاوخوا ۱۰۰ سیمه ییزو پولیسو د بدخشان د والي دفتر ویجاړ کړ

تاند- راپورونه وايي چې څه باندې ۱۰۰ تنو سیمه ییزو پولیسو د بدخشان ولایت د والي پر دفتر یرغل وروړی او د والي دفتر یې ویجاړ کړی دی.

سیمه ییزو پولیسو د والي پر دفتر د برید په ترڅ کې یو شمېر ملي پولیس او د والي ساتونکي ژوبل کړي دي.

د حملې په مهال والي په دفتر کې نه و.

د پېښې شاهدان وايي چې سیمه ییزو پولیسو د والي یو شمېر ساتونکي بد وهلي دي.

دوی، چې د سیمې د مخورو په منځکړتوب د والي له دفتره وتلي، وايي چې که والي استعفا ورنه کړي پر دفتر به یې بیا حمله وکړي.

سیمه ییز پولیس وروسته له دې والي ته په غوسه شول او د هغه پر دفتر یې برید وکړ چې وسله والو طالبانو تېره شپه په بهارک ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ او ۳ سیمه ییز پولیس یې ووژل.

غوسه شوي سیمه ییز پولیس وایي چې د ملي اردو او ملي پولیسو پوستې یې څنګ ته وې خو د طالبانو د حملې په وړاندې یې د دوی مرسته ونه کړه.

ویل کېږي چې دا سیمه ییز پولیس اصلاً د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي دي خو اوس په بهارک ولسوالي کې ځای پر ځای دي.

دوی وايي چې د والي د نه پاملرنې له کبله ملي پولیسو او ملي اردو ورسره کومک نه دی کړی.

دوی په دې هم اعتراض لري چې په ځلونو د وردوج ولسوالي د تصفیه کېدو لپاره د عملیاتو د پیل کېدو ژمنې ورکړای شوي خو والي پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *