Categories

اعلان

Loading…

د ملا رسول ډلې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي

تاند- د طالبانو یو پخوانی وزیر وايي چې د وسله والو طالبانو یوې انشعابي ډلې د افغانستان له حکومت سره په ترکیې کې د سولې خبرې پیل کړي دي.

پاکستاني رسنیو د طالبانو د دغه وزیر د نوم د نه ښودلو په شرط نن /شنبه/ ورته وویل چې د حکمتیار د اسلامي حزب منځګړتوب سبب شوی چې د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډله د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په ترکیه کې خبرو ته کښېني.

د ملا رسول ډله د ۲۰۱۵ م کال په نوومبر کې وروسته له دې جوړه شوه چې د طالبانو د لومړني مشر ملا عمر د مړینې خبر افشا شو.

ترکیه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت غړی هیواد دی او په افغانستان کې ۵۵۸ سرتېري لري.

ترکیې تر دې پخوا هم د افغانستان د سولې په هلوځلو کې د مرستې هڅې کړي او د دولت یو شمېر نرمځدریځه مخالفانو ته یې ځای ورکړی دی.

د ملارسول لومړی مرستیال مولوي عبدالروف او مولوي عبدالحلیم د افغانستان د سولې له شورا سره په خبرو کې د خپلې ډلې استازیتوب کوي.

همداراز عبدالبصیر د اسلامي حزب په استازیتوب په خبرو کې برخه لري.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا تراوسه پورې دا خبر تایید کړی نه دی.

د سولې د عالي شورا یوې سرچینې تاند ته وویل«فکر نه کوي چې دا خبر دې حقیقت ولري.»

16 total views, 1 views today

4 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    دادسولې شورا نویواځې فکر کوی چې ډالر جیب ته ورودانګی -نورنوتل دا وایی چې فکر نه کوی چې سوله افغانستان ته راشی – ځکه په هغه وخت کې به دوی ته مفت ډالر نه وی .

  2. mha Reply

    Mula Rasul is smart if he really started talks with the afghan government, he will be blessed by Allah(J) if he intend to prevent the killing of innocent people.

  3. mha Reply

    Mula Rasul is smart if he really started talks with the afghan government, he will be blessed by Allah(J) if he intend to prevent the killing of innocent people

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *