Categories

اعلان

Loading…

په جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ په جګړو کې د دواړو خواوو په لسګونو غړي وژل شوي

تاند- د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په نښته کې د دواړو خواوو په لسګونو غړي وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، له یوې اوونۍ راهیسې د داعش او طالبانوترمنځ په قوش تېپه ولسوالي کې خونړۍ جګړه روانه ده چې تراوسه پکې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل شوي دي.

په جوزجان ولایت کې تر دې وړاندې هم د دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي.

راپورونه وايي چې د داعش ډلې د قوش تېپې دوه قومي مشران هم وژلي او د هلکانو یو ښوونځی یې سوځولی دی.

د جوزجان امنیه قوماندان وايي چې د داعش غړیو له طالبانو څو سیمې نیولي چې په هغو کې د قوش تېپې ولسوالي ګردن او شیردک کلي شامل دي.

طالبانو او داعش تراوسه پورې د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

42 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *