Categories

اعلان

Loading…

جان سوپکو د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اړه خوشبین دی

تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش وايي، د ټرمپ د حکومت ځواب د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه تر بل هر وخت هیله من کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش، چې تل په افغانستان کې د پیسو پر ضایع کېدو، د پروژو پر نیمګړتیاوو او د نورو چارو پر خرابېدو نیوکې کوي او منفي نظرونه څرګندوي، د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ /اکتوبر۶/ له سټارز انډ سټرایپس سره په مرکه کې وویل چې په خپلو پښو د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو له درېدو سره د مرستې لپاره روانو نړیوالو هلوځلو هیله من کړی دی.

جان سوپکو، چې کابل ته په لس ورځني سفر تللی، وویل «هو، زه مثبت نظر لرم؛ زه په دې برخه کې ډېر خوشبین یم.»

سوپکو وویل چې د ده جاج د نویو پالیسیو او د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په شمول د افغانستان په ماموریت کې د اوسنیو دخیلو چارواکو نتیجه کې دی.

سوپکو همداراز وویل«دوی دلته فوق العاده تجربه لري او څه چې پخوا نه و شوي، دوی وايي چې بیا به نه تکرارېږي.»

له جان سوپکو څخه وپوښتل شول چې ایا په تېرو ۵ کلونو کې یې کله هم د خوشبینۍ احساس کړی دی؟

ده وویل«نه مې دی کړی. زه د رونالډ رېګن په شان یم. اعتماد کول خو تصدیقول زما دنده ده او خوشبیني مې له مواردو سره توپیر لري.»

ده تایید کړه چې لا هم د دې لپاره چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځان متکي شي، اوږده لار په مخکې ده ځکه چې هغوی د ده په وینا له لویو ستونزو سره مخامخ دي چې تر ټولو لویه یې مزمن فساد دی.

کابل ته د جان سوپکو د سفر اصلي هدف د هغې نوې فساد ضد ستراتیژۍ څېړل دي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت تېر کال د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې کړه.

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *