Categories

اعلان

Loading…

ایکسپریس تریبیون وايي، داعش ته په خیبر پښتونخوا کې منظمې پیسې ټولېږي

تاند- یوه پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کوي چې په پاکستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته له پېښور څخه دننه او دغه راز افغانستان څخه مالي مرستې رسېږي.

ایکسپریس تریبیون وايي، د داعش د وژل شویو قوماندانو او عادي غړیو کورنیو ته له خیبر پښتونخوا ایالت او دغه راز افغانستان څخه د بېلابېلو مذهبي ډلو او یو شمېر شتمنو افغان سوداګرو له لوري منظم معاش ورکول کېږي.

ایکسپریس تریبیون وايي چې اسلامي دولت یا داعش له خپلو غړیو سره د مالي مرستې لپاره یوه بسپنه جوړه کړې ده.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې حتي د دې ډلې د پخوانیو قوماندانانو، جنګي غړیو او د بندي غړیو کورنیو ته نغدې پیسې ورکول کېږي او د لوی اختر په دوهمه ورځ د قربانۍ غوښې ورته ټولې شوې.

راپور زیاتوي چې دې ډلې په خیبر پښتونخوا کې یو سیمه ییز متخصص ګومارلی او په دې صوبه کې یې مطبوعاتي څانګه پرانیستې ده.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د دې ډلې پلویانو ۲۲ ملیون پاکستانۍ روپۍ د بسپنې په توګه ټولې کړي چې له هغو څخه ۷ ملیونه د خیبر پښتونخوا د وسلو له فابریکو پرې وسلې رانیول شوي دي. یو ملیون روپۍ نورې د داعش د وژل شویو غړیو کورنیو ته وېشل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د داعش اکثره قوماندانان او جنګي کسان وروسته له دې چې د پېښور په لمنه کې د افغان طالبانو قوماندان مولانا داوود جلالي ووژل شو، افغانستان ته وتښتېدل خو په خیبر پښتونخوا کې لا هم پیسې ټولوي.

ایکسپریس تریبیون د باوري سرچینو په قول وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارو په وروستیو کې د پېښور په څمکنو کې د اوړو پر یوه سیلو (فلور مېل) په حمله کې ګڼ ترهګر ووژل او یو شمېر نور ونیول.

دا ورځپاڼه وايي چې په پېښور او نورو سیمو کې د داعش د تبلیغاتو خپروونکي او د پیسو یو شمېر ټولوونکي هم نیول شوي دي.

چارواکو ویلي چې داعش ته ځینې ډلې په مردان، چارسده او نورو سیمو کې پیسې ټولوي.

ایکسپریس تریبیون د افغانستان یادونه هم کړې چې له هغه ځایه هم داعش ته پیسې ټولېږي خو کومه بېلګه یې نه ده وړاندې کړې.

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *