Categories

اعلان

Loading…

د ښوونکې د ورځې په پلمه | پروفیسر خالق رشید

سرسید احمد خان (۱۸۱۷ – ۱۸۹۸)

    د اسلامي نړۍ لوی مفکر، لیکوال ، سمون وال او د ښوونې روزنې نومیالی  سرسیداحمدخان د هندوستان له ویاړونو څخه یادیږي، ترهغوچې په هندوستان کې یومسلمان هم ژوندي وي، د ده نوم به په درنښت سره یادوي ، ده دهندوستان دتاریخ په ډیرحساس پړاو کې د خپل قام د ژوند، تاریخ ، اوعقیدې د ژغورنې په خاطر په یوه ډیرمهم کارچې دهندوستان تر آزادۍ او خپلواکۍ هم ده ته مهم وایسیده لاس واچاوه چې هغه دده د قام د نوي نسل زده کړه او روزنه وه. ده له انګریزانو سره هم سرمات نه کړ برعکس د سرماتولو پرځای یي د ښوونځي او پوهنځي جوړولو تګلاره ونیوه او ویي ویل چې د هندوستان د مسلمانانو د ژغورنې یوازنۍ لاره دنویو زده کړو ترلاسه کول دي اوبس . په همدغه لامل یې په هندوستان دنامتو پوهنتون علیګړ مسلم پوهنتون بنسټ کیښود ، هغه پوهنتون چې نن هم په ټول هندوستان کې د عصري زده کړو ترټولو لوی ښوونیز او علمي مرکزدی. سرسید خپل قام ته له نن څخه  (۱۱۴) کاله دمخه یوپیغام خپورکړي چې دده د ښه نیت او له پوهې سره د مینې اوخلوص څرګندوی دی. زه دغه کټ مټ را ژباړم اودخپل هیواد د ښوونکو او استادانو په استازیتوب یي زموږ  دوطن په دغه حساس پړاو کې چې  نوي نسل یې پوهې اوزده کړې ته ترهرڅه دمخه اړتیا لري ډالۍ کوم ، هیله من چې زما قام به یي هم ولولي اودخپلو بچیانو د راتلوتکې د ژغورنې په هڅه به پرهغوی باندې رحم وکړي . پیغام  دالاندې دی :

په درنښت

پیغام

    ای زما دقام خلکو ، خپل خواږه اوښکلي بچیان مه بربادوئ ،  دهغوپالنه وکړئ ، دهغوی د راتلونکې ژوند کولو ټولې آسانتیاوې برابرې کړئ.  تاسې چې ماته هرڅه وایاست ووایئ ، زما خبرې اورئ که نه ، خو دا په یاد ولرئ چې که تاسې دیوه قومي تعلیم په بڼه هغوی ته تعلیم او روزنه ورنه کړئ ، هغوی آواره اوبربادیږي ، تاسې چې دهغوی ترټولو بد او ابتر حالت ګورئ ، څرګنده ده چې پرې وبه ځوریږئ ، پرې وبه ژاړئ ، هیڅ مه ور زده کوئ ، خوپام مو باید وي کله چې مرئ اوخپل بچیانومو په بدحالت کې درڅخه پاتې کیږي ، باور دی چې ستاسې ارواوې به په قبرونوکې نارامئ اوړې را اوړي  او ستاسې له لاسه به هم هیڅ نه کیږي.  اوس هم لا وخت شته ، تراوسه هم تاسې هرڅه کولای شئ ، دا باید په یاد ولرئ اوزه دا وړاند وینه  (پیشګویی ) کولای شم چې که څو ورځې نورهم دلته همداسې غافل پاتې شئ ، نو یوه زمانه داسې راتلونکې ده چې تاسې  به په خپله غواړې او دخپلو بچیانو د زده کړې لپاره به چغې وهئ خو څه به مو له لاسه نه کیږي . ماته که هرڅوک کافر، ملحد ، نیچري  وایاست زه بیاهم له تاسې څخه د پاک الله په وړاندې شفاعت نه غواړم ، زه به له تاسې نه دخپل شفاعت هیله هم ونه کړم ، زه چې څه وایم ، ستاسې د بچیانو د ښیګړې  په خاطر یې وایم  ، تاسې پرهغوی رحم وکړئ ، اوداسې یوڅه دهغوی په خاطر ترسره کړئ چې د هغوی راتلونکې وژغورئ .

سرسید احمد

لودیانه لکچر ، د  ۱۸۸۳ کال د جنوري  ۲۳

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *