Categories

اعلان

Loading…

اسلام په ۲۷ هیوادونو کې رسمي دین دی

تاند- د پیو (PEW) په نوم تحقیقاتي مرکز د نړۍ په ۱۹۹ هیوادونو او سیمو کې د دین په اړه په یوه څېړنه کې ویلي چې په ۸۰ هیوادونو کې دین رسمي، یا د حکومتونو له لوري منل شوی دی.

په دې څېړنه کې افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې راغلی چې دین پکې رسمي دی او په خپل اساسي قانون کې یې د دې یادونه کړې ده.

اسلام تر نورو دینونو په زیاتو هیوادونو کې رسمي او د حکومت له لوري منل شوی دین دی.

پیو وايي، اسلام د نړۍ په ۲۷ اسیايي او افریقايي هیوادونو کې رسمي او دولتي دین دی.

مسیحیت په ۱۳ هیوادونو کې رسمي دین دی. په دغو هیوادونو کې ۹ اروپايي دي.

۴۰ نور هیوادونه په غیررسمي ډول د یوه دین ملاتړ کوي او اکثره یې د مسیحیت یوې فرقې ته ترجیح ورکوي.

د نړۍ په ۱۰ هیوادونو کې حکومتونو پر دینونو سخت قوانین وضع کړي او یا په مجموع کې له دینونو سره مخالفت کوي.

په دې هیوادونو کې چین، کیوبا، شمالي کوریا، ویتنام او له پخواني شوروي اتحاد څخه یو شمېر خپلواک شوي هیوادونه لکه تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، قزاقستان، ازبکستان او اذربایجان شامل دي.

په دغو هیوادونو کې سیاسي فعالیتونه او د بیان ازادي هم محدوده ده.

له دې څېړنې سره سم، تر ۱۰۰ ډېر نور هیوادونه او سیمې رسمي یا ترجیحي دین نه لري.

په دا ډول هیوادونو کې د امریکا متحد ایالتونه هم شامل دي چې ممکن دیني ډلو ته امتیازونه ورکړي، خو رسماً د کوم خاص دین ملاتړ او مخالفت نه کوي.

په څېړنه کې د هغو هیوادونو په سر کې چې دین ته زیات اهمیت ورکوي، د افغانستان نوم راغلی او ویل شوي چې په دغه هیواد کې رسمي دین اسلام دی او دا خبره د دغه هیواد په اساسي قانون کې په ډاکه راغلې ده چې «د اسلام مقدس دین د افغانستان د اسلامي جمهوریت دین دی.»

د افغانستان اساسي قانون همداراز صراحت لري چې باید د هیواد ولسمشر او مرستیالان یې مسلمانان وي او ټول جګپوړي چارواکي باید د لوړې په مراسمو کې د اسلام اصولو ته په وفادارۍ سوګند وکړي.

په ځینو هیوادونو کې دولتونه د یوه پر ځای د څو دینونو ملاتړ کوي؛ لکه روسیه.

د روسیې په اساسي قانون کې مسیحیت، اسلام، یهودیت او بودیزم د هیواد دودیز دینونه پېژندل شوي خو د روسیې ارتودوکس ته، چې د مسیحیت یوه څانګه ده، ځانګړې پاملرنه کوي.

22 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *