په رڼا ورځ د طالبانو کاروان بې ډاره تېرېږي

تاند- وسله والو طالبانو په وروستیو کې یوه نوې تبلیغاتي ویدیو خپره کړه چې د خپلو وسله والو یو اوږد کاروان ښيي چې په رڼا ورځ ازاد او بې ډاره تېرېږي.
د امریکا د ملټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ویدیو، چې سرلیک یې دی«جهادي بهیر په نیمروز او قوت اخیستو کې» د سپټمبر په پای کې په انترنیټ کې خپره شوه.
په دې ویدیو کې د طالبانو یوه لویه غونډه ښودل کېږي چې د دې ډلې له سپینو بیرغونو سره نقلیه وسایل لیدل کېږي.
د طالبانو په کاروان کې امریکايي هاموې زغرګاډي هم ښکاري.
پر ځینو هاموې زغرګاډو روسي هوا ضد ماشینګڼونه نصب شوي دي.
د دې ویدیو، چې ۳۳ دقیقې ده، دوې دقیقې د طالبانو د زغرګاډو او نورو نقلیه وسایلو د کاروان تېرېدو ته ځانګړې شوې ده.
د ملټري ټایمز د راپور پر اساس د طالبانو له لوري دا ویدیو په داسې وخت کې خپره شوه چې امریکايي او افغان ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوايي بریدونه په ډراماتیک ډول زیات کړي دي.
ملټري ټایمز وايي، په وروستیو کې د هوايي بریدونو د زیاتېدو له کبله سږنی کال په تېرو ۳ کلونو کې بې ساری دی.
د ۲۰۱۴ کال په پای کې امریکا او متحدانو یې د افغانستان له جګړې لاس واخیستل او د جګړې ټول پېټی یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره چې په نتیجه کې یې طالبانو پراخې سیمې ونیولې.
همداراز طالبانو جراات ترلاسه کړ چې د دې ویدیو په شان د قدرت نمایش وکړي.
ملټري ټایمز وايي، کله چې نژدې یو لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت ول او جګړه په خپل اوج کې وه، د امریکا هوايي ځواک په یوه کال کې ۲۶۷۸ هوايي بریدونه وکړل خو په ۲۰۱۵ م کال د امریکايي پوځیانو بریدونه په درست کال کې ۷۶۱ ته رالږ شول.
253 total views, 1 views today
1 comment
بس موږ باند نوره خلک لوبى کوى الله ج وکړى نوره افغانان پوه