Categories

پاناسونیک ۷۷ اینچه تلویزیون راویست

تاند- پاناسونیک کمپنۍ به د جرمني د برلین په آی ایف اې نندارتون کې ۷۷ اینچه تلویزیون نندارې ته وړاندې کړي.

دې کمپنۍ ویلي چې د خپلو (او ایل اې ډي EZ100) تلویزیونونو د جوړولو لړۍ پراخوي او ۷۷ اینچه ماډل ورزیاتوي.

حاضردمه ایل جي تر ټولو زیات او ایل اې ډي تلویزیونونه جوړوي خو پاناسونیک غواړي چې له ایل جي سره په دې برخه کې سیالي وکړي.

د پاناسونیک نوی تلویزیون سربېره پر دې چې د (ایچ ډي دی)، (ایچ ډي ار) په تکنالوژۍ هم سمبال دی چې د رنګونو کنټراست او له یو بل سره د سمون خوړولو سره مرسته کوي.

پاناسونیک په خپل دې نوي تلویزیون کې ږغ یا ساونډ ته ځانګړی پام کړی دی. هر لوډسپېکر یې ۷۰ واټه دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *