Categories

اعلان

Loading…

د مشهور ناول (جاسوس) پښتو ژباړه چاپ شوه

جاسوس د نړۍ په کچه د پېژندل شوي او نوموتي لیکوال پایلو کویلو وروستی اثر دی. ناول د ماتاهاري په نامه د یوې نڅاګرې د ژوند پر رښتینو پېښو لیکل شوی دی. هغه یوه ښکلې او بې جوړې نجلۍ وي، چې په لومړي سر کې نڅا کوي او وروسته وروسته بیا په لومړۍ نړیواله جګړه کې جاسوسي پيلوي. ماتاهاري په اعدام محکومېږي او دغه ناول یې له هغو لیکونو لیکل شوی دی، چې نوموړې خپل وکیل ته لیکلي دي. کویلو وايي د ناول په لیکلو کې یې د نوموړې له دوسیې هم استفاده کړې ده. جاسوس ناول د یوې زړه ورې پېغلې کیسه کوي، چې زړورتیا او بې پروايي یې د مرګ تر پولې رسوي. دغه اثر د روان ۲۰۱۷ کال په پيل کې چاپ او خپور شو چې په کمه موده کې د نړۍ ډېرو ژبو ته وژباړل شو. کیسه یې خوندوره ده او خالد نجیم په ډېره ښکلې او روانه بڼه پښتو ژبې ته ژباړلی دی. کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی .

5,859 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Fazal Hadi Rahimi Reply

    Salam,
    How can i download this book?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2