Categories

اعلان

Loading…

په څېړنه کې د کمپوزیت موضوع غوراوی | پوهنیار سیداصغر هاشمي

په څېړنه کې د ښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی نو له همدې امله محقق باید د موضوع په غوره کولو کې له احتیاطه کار واخلي. بهترینه څېړنېزه ښه موضوع خپل خصوصیات لري او محقق باید هغه ټولې خبرې په نظر کې ونیسي او موضوع غوره کړي. همدارنګه هغه موضوع چې د تحقیق لپاره مناسب نه وي هم خپلې ځانګړنې لري چې محقق باید له داسې موضوع غوره کولو ډډه وکړي.

په عام ډول د نړۍ اکثره علوم سره اړیکې لري او په خاص ډول اجتماعي علوم له دې هم ډېره نږدې رابطه لري.

په اجتماعي پوهنو کې ادبیات له ارواپوهنې او فلسفې سره اړیکې لري. که چېرې د ادبیاتو متخصص په ارواپوهنې او فلسفې پوه شي نو د ده علمي کارونه به پياوړي وي. د نويو تحقیقاتو یوه مهمه ځانګړنه او د پرمختګ له لاملونو یو لامل دا دی چې د دوو پوهنو د اشتراک په صورت کې دې یوه نوې خبره او فرضیه اثبات ته ورسېږي.

که یوه تحقیقاتي موضوع د څو پوهنو پواسطه پر مخ ولاړ شي او یوه نتیجه ترې لاس راشي نو دې ډول موضوع ته کمپوزیټ (بین العلومي)موضوع ویلای شو. له تحقیقاتي کمپوزیټ موضوع پرته په څېړنه کې کمپوزیټ مېتود هم لرو، دا هغه مېتود دی چې د یوې فرضیي د اثبات لپاره د اصلې موضوع پرته بله ریښه د بل علم سره ولري ترڅو اصلې موضوع اثبات ته ورسېږي. دا هغه ترکیبي مېتود دی چې د یوې موضوع د څرګندولو لپاره د اصل موضوع پرته بله فرعي موضوع هم غواړي.

په پښتو ادبياتو کې د خوشحال د پېژندنې او د هغو د شعرونو د ښه تحليل او تفسير لپاره بايد د هغې د ژوند، سياسي حالاتو، اقتصادي حالاتو او ټولنېزو حالاتو نه ځان خبر کړو.

همدارنګه د خوشحال خان ارواپوهنېز عوامل د دې پر ژوند، جنګ او جګړو او همدارنګه په تخليقاتو کې يې څرګند مثالونه شته دي.

که چېرې يو محقق د کتابتوني څېړنې په واسطه، د تاريخي ميتود نه په استفادې ادب تاريخ ليکي او د ادب تاريخ ليکنې په بهير کې پرخوشحال خان خپل بحث پيل کړي نو څېړونکی مجبوره دی، چې د تاريخي او ترکيبي ميتود نه په استفادې، پر خوشحال خان بحث وکړي، ترڅوچې د خوشحال د ژوند بېلا بېل ابعاد ښه وڅېړل شي.

که چېرې یوه موضوع د یو علم سره اړیکه ولري نو د داسې موضوع اثبات ته رسول نسبتا هغه موضوع ته چې د یو پر ځان څو علومو پوهنو ته اړتیا ولري نسبتا ستونزمنه موضوع ده خو د داسې موضوعاتو نتایج نوي او پرومختللي وي او نننۍ نوي څېړنېز پرمختګونه هم دا تقاضا کوي.

پخوانۍ اکثره څېړنې دودیز تحقیقات وه او ډېر یې د یو علم سره رابطه لري. که چېرې(د ګل پاچا الفت پېژندنې) عنوان تر بحث لاندې نیول کېږي نو له یوې زاويي بحث پیل او پای ته رسږي خو که چېرې(د ګل پاچا الفت په شعرونو کې پيداګوژیکي نظریات) پلټنې لاندې نیول کېږي نو له دوو زاویو بحث پیل او پای ته باید ورسېږي. محقق باید د ادبیاتو پرته د ارواپوهنې مطالعه هم ولري.

د غني پېژندني په هکله زما یو اثر د نن نه څو کاله له مخه(غني خان فلسفي شاعر) تر سرلیک لاندې چاپ شو، د غني په هکله ابتدايي معلومات لري او زما د هغې وخت علمي توانمندۍ په نظر کې نیولو سره زما په پوهه ځینې نوې خبرې لري او اکثره خبرې یوازې له ادبیاتو سره تړاو لري.

د غني په هکله یو نوی اثر په نږدې وختونو کې چاپ شو، دغه اثر د پیاوړي محقق محمد اکبر کرګر نوې څېړنه ده چې په دوو جلدونو کې(غني د شګو په محل کې) لومړی ټوک او(ماته یو دریاب د نور را) دویم ټوک کې چاپ شو. دغه اثر په غني خان نوې خبرې لري او دلیل یې دا دی چې په تحقیق کې د کرګر صاحب د عروج مرحله ده، ډېره مطالعه او د عمر  تېریدل، د فلسفې د څانګې لوسته او همدارنګه د فلسفي اثارو مطالعه، د تصوف او عرفان نه پوره مطالعه او د نړۍ د نورو ادیانو تصوفي او عرفاني جریانونو باندې پوهیدنه او داسې نور لاملونه دي چې ډېرې نوې خبرې لري. دغه اثر د موضوع په لحاظ هغه بین العلومي څېړنه ده چې د ادبیاتو پرته د فلسفې او ارواپوهنې په باب هم د کار خبرې لري چې د څو زاویو نه په غني نوې خبرې پکې شته دي. هر انسان د ژوند په مختلفو پړاوونو کې دننني او بېروني جوړښتونه تغیر او تحول کوي، د انسان له بېروني تغیر سره کله کله دنننی تغیر هم تر سترګو کېږي.

په انسان راغلي تغیرات ارثي، محیطي، رواني او داسې نورو لاملونه له امله وي، نو د هر انسان په هکله پلټنې کولو لپاره مهمه ده چې د ده اروایي ځانګړنې تر بحث لاندې ونیول شي. کله چې په خوشحال خان خټک نوې څېړنه کوو نو مجبوره یو چې د ده د وخت سیاسي، اقتصادي، اروايي، رواني، ټولنېز موقف، ارثي او داسې نورو برخو نه مطالعه ولرو.

پښتو ادبیاتو کې د روهي صاحب علمي او اکاډمیکو کارونو د نوي والي اصلي لامل په نورو ژبو پوهیدل، د نورو پوهنو مطالعه او د ده په څېړنو کې کمپوزیټ څېړنېزو موضوعاتو پلټنه ده. د روهي صاحب ډېر لیکنې د څو زاویو نه تر بحث لاندې نیول شوې دي.

د محمد اکبر کرګر د نوي څېړنو اصلي لامل همدا په د نورو پوهنو مطالعه ده. د ده په لیکنو کې د ارواپوهنې، فلسفې، د تصوفي او عرفاني جریانونو مطالعه ځینې نورې خبرې دي چې لیکنې یې نوې خبرې ډېرې لري.

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *