Categories

اعلان

Loading…

امریکايي سناتور، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې ۱۰ کاله نور پاتې شي

تاند- د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس سناتور باب کورکر وايي، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې لږترلږه یوه لسیزه نور هم پاتې شي.

کورکر د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱/ د متحدو ایالتونو له این بي سي تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «ایا دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان یوه لسیزه نور په افغانستان کې پاتې شي؟» وویل «هو، یقیتاً»

د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې وه چې له افغانستانه به ټول امریکايي پوځیان باسي. د اوباما له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د امریکا او ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه ووتل او یو شمېر نور هم په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې ووتل  خو طالبانو په دې موده کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو پر ځای جګړې ته زور ورکړ او ظاهراً د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت ته تهدید د دې سبب شو چې امریکا او ناټو له افغانستانه نه یوازې د ځواکونو د بشپړه ایستلو پروسه ټکنۍ کړي بلکې له نوې اعلان شوې ستراتیژۍ سره سم لږترلږه ۳۹۰۰ نور پوځیان راولېږي.

د امریکا په کانګریس کې د مشرانو جرګه (سینټ) زیات واک لري.

د امریکا د سنا جرګه ۱۰۰ او د استازو جرګه ۴۳۵ غړي لري. د سناتورانو کاري دوره ۶ کاله او د استازو د جرګې د غړیو کاري دوره ۲ کاله ده.

کورکر د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو د یوه دلیل په توګه وویل«د افغانستان ټول ناخالص تولید د خپلو امنیتي ځواکونو لګښتونه نه شي پوره کولی.»

پینتاګون په اګست میاشت کې د لومړي ځل لپاره افشا کړه چې په افغانستان کې ټولټال ۱۱۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي چې د هغوی په منځ کې لږترلږه ۲۰۰۰ په تروریستي ضد هلوځلو کې بوخت دي.

409 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2