Categories

د خپلواکۍ اتل | لیکوال: عزیز نسین

ژباړن: احسان الله ارینزی  ||

 ګرانه وروره نورالدين خانه سلامونه، ليک دې را ورسېد، ډېر خوښ شوم، هيله ده چې تل دې په ياد وم، کورواله وو ته زما سلامونه ورسوه.

ګرانه وروره! ليکلي دې دي چې که ښار ته راشې، کار به ومومې که نه؟ هر کار چې وي، په کوم رستوران کې، پياده مياده، تنخواه لږ وي که ډېره، پروا نه لري، چې مازي کار وي او د شپې روځي خرڅ پیدا شي.

وروره دلته دومره خلک وزګاره دي چې ما او تا ته هېڅ وار نه رسي، هر ځاى چې يو پياده يا ساتونکى په کار وي، دوه- درې زره ماستران او بکلوريا منډې وروهي، تا ليکلي چې تر درېيمه ښوونځى ته تللى يې او… که دې په ياد وي زه هم په درېيم کي وم چې د هغه پېښې له امله تېښتې ته اړ شوم! ستا به په ياد وي، د (حمزه اغا) د لور خبره کوم چې کلى مي پرېښود او دلته راغلم. دوه درې مياشتې وزګاره وګرځېدم، څومره کسانو ته ورغلم، څومره دروازې مې وټکولې، خو کار(پېرى) و او زه (بسم الله).

له څه مودې وروسته د عبدالله اشپز زړه  وسو او زه يې د لوښو وينځلو ته ونيوم. کله يې چې د اوونۍ په پاى کي د ماتو لوښو حساب جوړ کړ، ما يو څو روپۍ نوري هم ورکړې. بيا مې د بل کار لټه وکړه، يوه نيمه مياشت وروسته مې په يوه رستوران کې کار وموند، هلته مې هم يوه، دوی نه شوی.

په رستوران کې مې له يوه ليکوال سره وپېژندل. هره روځ به راتلو، ځنډې ته به کېناست، سګرېټ يې څکول او شعرونه ليکل.

–  يوه روځ ده ما ته وويل چې په مجله کې يو نفر ته اړتیا لري او ما به هلته بوځي. زه نه پوهېدم چې مجله څه ته وايي؟ خير لاړم او د مياشتي په څلوېښتو روپيو مقرر شوم. زما کار دا و چې خونې پاکې كړم او ليکنې مطبعې ته ويسم.

کار مې ښه و; خو تنخواه يې لږ وه او زما د مياشتې خرڅ يې نه پوره کاوه. يوه روځ زموږ د مجلې مسوول مدير چې تندې مقالې به يې ليکلې بندى شو، د مجلې د امتياز خاوند د يوه بل مدير په فکر کې شو، هر چا ته به يې چې ويل هغه به (نه) کول. وروره مديريت ډېر مسووليت لري، ښه کار دى، سهار تر ماښامه امرونه کوه او په خلکو کار کوه؛ خو که کومه غلطي پېښه شوه، بايد ځواب ورکړي او بندي شې! د زندان له پاره هيڅ څوک دا مديريت نه خوښوي، نژدې و چې زموږ مجله بنده شې، په خپله تنخواه وډار شوم، ځکه د امتياز خاوند ته ورغلم او خپلي پيسې مې وغوښتې، د امتياز خاوند ډېر په غوسه شو او چيغې يې کړې:

– زه په څه حال يم ، ته پيسې غواړې! ځه ورک شه!

سر مې د ادب له پاره ټيټ کړ او په شا وګرځېدم. دروازې ته لا نه وم رسېدلى چې د امتياز خاونداپاڅېد او وې ويل:

–  ودرېږه چې يو- دوې خبرې وکړو.

ما ورته وويل:

–  څه وايې صيبه!

د امتياز خاوند وخندل او د يوه ملګري په شان يې وويل:

– نو ته غواړې چې ډېري پيسې وګټې؟

ړوند له خدايه څه غواړي؟ ژر مې ځواب ورکړ:

– هو!

د امتياز خاوند وويل:

– که د مجلې مسوولیت ومنې، تنخواه به دې ډېره کړم.

ما ورته وويل:

– اول خداى بيا تاسو! څه چې تاسو وايي.

دوه مياشتي د مجلې مدير وم. يوه روځ چې کار ته راغلم، د مجلې د امتياز خاوند او نور ليکوال ډېر بې خونده ناست وو، مجله بيا بنده شوې وه!

ما ورته وويل:

– ملګرو! تاسو ولې غمجن ياست؟ زندان ته خو زه ځم!

د امتياز خاوند وويل:

– موږ ستا له پاره خپه نه ياستو، خپه په دې يو چې بل مدير به له کومه کړو؟ ته سبا ته پاکې جامې واغونده او قاضي ته ورشه.

سبايې ما نوي جامې واغوستې، د لومړي ځل له پاره مې نکټايي وتړله او تورې عينکې مې په سترګو کېښودې، کټ مټ د نورو مسوولو مديرانو غوندې!

د تګ په وخت کې د امتياز خاوند وويل:

– د مديرانو په شان سمې خبرې وکړه!

عينکې مې په سترګو کړې، نکټايي مې سمه کړه او د قاضي کوټې ته ورغلم. داسې خبرې مې وکړې چې قاضې اريان شو، پوه شوم چې قاضي تر اوسه زما په شان پوه مسوول مدير نه و ليدلى!

قاضي دا خبره پټه نه کړه او وې ويل:

– زه څو کاله پرېکړې کوم؛ خو ستا په شان هوښيار او پوه مدير مې نه دى ليدلى!

له قاضي څخه مې مننه وکړه:

– ټوله ښېګڼه ستاسو خپله ده!

يوه اوونۍ وروسته محکمې ته ولاړم. وروره درېغي چې ته هلته واى او په سلګونو خلک دې ليدلي واى! که ووايم زر نه، دوه- درې زره… او ټول د دې له پاره راغلي وو چې زما خبرې واوري. ژورناليستانو زما په ګټه خبرې کولې او عکاسانو زما عکسونه اخيستل، دې شور او زوږ ما ته هم خوند راکړ، له ځايه پاڅېدم او چيغي مې کړې!

– دا څه وضعه ده؟ موږ بايد ازاد مطبوعات ولرو. ولې په مطبوعاتو ډزي کېږي؟ په هغه ځاى کې چې مطبوعات نه وي، دکتاتوري راځي!

دومره خبرې مې وکړې چې په قاضيانو يې هم اغېزه وکړه، زه ورو- ورو زړه ور شوم او خلک مې دوه- درې ساعته بوخت وساتل.

هغه وخت چې قاضيان د مشورې له پاره بلي خوني ته لاړل خلکو په اوږو پورته کړم او شعارونو يې ورکړل:

– ژوندي دي وي میړونه،

– ژوندى دى وي د خپلواکۍ اتل،

ما له هاغه پاسه ورته وويل:

–  گرانو هېوادوالو بس دى، ما ښکته کړئ.

خو خلکو نه غوښتل چې د خپلواکۍ اتل زمکې ته کوز کړي!  هغه وخت چې قاضيان بېرته سالون ته راغلل، زه لا هم د خلکو په اوږو سپور وم. محکمې زه په درې کاله بند محکوم کړم؛ خو هغه شور او زوږ، شعارونه او شعرونه په دی درې کاله بند شه وو او زه پرې خپه  نه يم. په دې روځو کې د ډېرو اخبارونو سرليکنې زما په هکله دي، زما عکسونه د روځپاڼو په لومړيو مخونو کې چاپېږي او ډېر ليکوال زما له قوله خبرې او خبرونه ليکي!

په دې توگه زه په راتلونکو ټاکنو کې بريالى کېږم. د يوه ستر سياسي  گوند مشر هم دا خبره منلي او وايي چې په بل پړاو کې به ما د خپل گوند د کانديد په توگه معرفي کړي. اوس  يوه اوونۍ کېږي چې زه په زندان کې يم، زما مجلې تر اوسه بل  مدير نه دى موندلى. وروره! په وړو – وړو کارونو پسې مه گرځه. که غواړې چې کار ومومې، زموږ د مجلې مسوول مديريت ومنه. که ملاست يې پاڅه او که ناست يې وخوځه او راځه.

زه دلته په زندان کې لږ- لږ  خپه شوى يم، که ته راشې دواړه به خوشاله وو. زما د دې ليک ځواب د مرکزي زندان په پته راولېږه، کېداى شې چې ته هم دلته راشې، په پاى کې ستا د نېکمرغۍ او روغتيا هيلي کوم او ليدو ته دي شېبې شمارم.

د …مجلې مسوول مدير

 د خپلواکۍ اتل-  روغ لېونى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *