Categories

اعلان

Loading…

ګرانوم دې او دا یې هم لاسلیک / نزار قباني/ژباړه اجمل پسرلی

لا دې شک دی چې شیرینه د نړۍ یې؟

مهمه د نړۍ یې؟

لا دې شک دی چې مې وموندې

پيدا مې کړې کلیانې د نړۍ

لا دې شک دی چې مې کله ستا لاس لمس کړ

د دنیا جوړښت بدل شو

لا دې شک دی چې راتلل دې زما زړګي ته

د تاریخ عظیمه ورځ ده

د دنیا ښایسته خبر دی

******

لا دې شک دی چې ته څوک یې؟

ته هغه یې چې په سترګو دې وختونه را ډک کړي

چې ته درومې له دیواله غږ راوځي

نه پوهیږم څه راشوي؟

لکه ته چې یې اوله

تانه مخکې مې ګران کړي هیڅوک نه دي

لکه ما چې مینه نه ده ازمویلې…نه مې څوک دې مچه کړي

ته مې زوکړه…تر تا مخکې هرڅه هیر دي

ته یو پوښ یې… ستا تر مینې مخکې، زه ژوندی وم؟

لکه زه چې شهزادګۍ

ستا له نسه د مرغۍ غوندې وتلی

******

لا دې شک دی چې زما د ذات ټوټه یې

ستا له سترګو مې دا اور دی راتروړلی

خطرناکه انقلاب ته مې لاس کړی

اې ګلابې…ای یاقوتې..او ریحانې

او سلطانې

او نامۍ

په قانون کې ته د ټولو ملکه یې

ته زما د ژوند اوبو کې لامبوزن کب

ته سپوږمۍ یې چې ماښام، زما د لفظونو په کړکۍ کړنګ وهې

زما د ټولو فتوحاتو ستره فتحه همدا ته یې

ته وروستی ټاټوبی درکې زیږم

او ښخیږم

خپرومه کتابونه

******

ته عجیبه، ته یې زما

نه پوهیږم چې موج څنګه  پرې ایستلی یم ستا پښو کې

نه پوهیږم څنګه راغلې

څنګه زه یم درغلی؟

دا د بحر ټول مرغان  سره راغونډ دي

چې ودانه کړي یوه ځاله ستا ټټر کې

چې پیدا مې کړې زه څومره بختور شوم

ته زما د شعر جزء شوې

اې د سمندر شګې، تودې شګې

ته رڼه لکه د قدر شپه

له کله چې دې ور دی راوهلی…زما عمر دی پیل شوی

زما شعردی ښایسته شوی

ستا په لاس دی روزل شوی

څومره شتمن شوی، څومره قوی شوی

پیرزوینه مې د خدای یې

ستا لاشک دی چې ته نه یې یو بڅری زما د سترګو؟

ستا لاسونه دي شغلې زما د رغوي

ستا لا شک دی

څه دا ستا له شونډو وځي؟

ستا لا شک دی

زه په تا کې منحل شوی…ته په ما کې؟؟

******

ته یې اور او زه محتاج یم

ته میوه یې زما څانګې باندې ډکې

ته یې توره غوڅوې مې

غورځوې مې لکه اور، اتش فشان

ستا د ټټر بوی د تنباکو پټي ته ورته دی

راروانه لکه بیاڼ یې

راته وایه

د توپان له موجه څرنګه ځان ژغورم

راته ښایه د حل لار له اعتیاده

زه د جنون حد ته رسیدلی یم

******

ستا پوزه خو له ذاته یوناني ده

ستا ویښتان اسپانوي دي

تا ها څوک یې چې په زرو زمانو کې نه راځي

ته ناڅې لوڅې پښې زما رګو کې

ته له کومه یې راغلې؟ ته یې څرنګه راغلې؟

زما وجدان ته د توپان په شان راغلې

ته د خدای نعمت پر ما یې

دا د مینې محبت وریځه ته یې

مرغلرې، زما د رغوي

خدایه څه دې پیرزو کړي

خدایه څه دې پیرزو کړي

پای

 

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *