Categories

اعلان

Loading…

د امريکا-هند ملګرتيا او پر سيمه يې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ افغان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله له نږدې ۲۰۰ افغان سوداګرو، مدني فعالانو، خبریالانو او حکومتي چارواکو په ملګرتيا هند ته سفر وکړ او هلته یې د هند له لومړي وزير او نورو جګ­پوړو چارواکو سره وکتل.

اجرائیه رئیس هند ته د خپل سفر پرمهال له هندي لوري سره د افغان پولیسو د روزنې تړون لاسلیک کړ. دغه راز د کابل-ډهلي ترمنځ د افغان پولیسو د تخنیکي او انکشافي روزنې په برخه کې هم د همکاریو سند لاسلیک شوی دی.

د امریکا د سوېلي آسیا او په تېره بیا د افغانستان په تګلاره کې هند ته ډېر رول ورکړل شوی او واشنګټن له هند څخه غوښتي، چې په افغانستان کې خپله پانګونه او همکاري زیاته کړي. له همدې ځايه ده، چې هند د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ مهمو پروژو د پيلولو ژمنه کړې ده.

د دې ترڅنګ، د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس هم تېره اوونۍ هند ته سفر وکړ او ورپسې د ناټو له سرمنشي سره یوځای کابل ته په یوه ناڅاپي سفر راغی. د ډونالډ ټرمپ د نوې سوېلي آسیا تګلارې له اعلان وروسته، هند ته د امریکا د لوړپوړو چارواکو له­خوا دا لومړنی سفر دی. د دغه سفر پرمهال د هند د دفاع وزیرې افغانستان ته د هندي امنیتي سرتېرو لېږلو آوازې رد کړې او ویې ویل: «هېڅ یو هندي سرتېری به د افغانستان په خاوره قدم کېنږدي.»

پر سيمه د امريکا-هند د اړيکو راتلونکو اغېزو ته په کتلو سره، دلته د امریکا او هند د نږدې کېدونکو ګټو او د دغو دواړو هېوادونو د نږدې کېدونکو اړیکو په اړه لولئ.

په سیمه کې د امریکا او هند نږدې کېدونکې ګټې

امریکا له ۲۰۰۰ کال راهیسې، په آسیا او په تېره بیا په سوېلي آسیا کې د چین د پورته کېدا د مخې ډب کولو په موخه خپلې اړیکې له هند سره غځوي. د بارک اوباما په دوره کې دا ډول اړیکې ډېرې پراخې شوې.

هند هم، په تېره بیا د نارېندرا مودي د صدراعظمۍ پرمهال غواړي خپل عنعنوني بهرني سیاست ته د پای ټکی کېږدي او نور ځان د امریکا په بلاک کې وغورځوي؛ ځکه دوی هم د پاکستان په پرتله چین ته د اصلي ګواښ په سترګه ګوري.

په سوېلي آسیا او په تېره بیا افغانستان کې هند او امریکا تر ډېره له یو بل سره همغږي دي؛ خو بیا هم یو شمېر داسې ډګرونه شته دي، چې د دوی ترمنځ اختلافات ډېرولی شي. د همغږۍ په دغو ډګرونو کې له سخت­دريځو ډلو سره مبارزه، د افغان حکومت پیاوړي کول او د چین پورته کېدا ده. په اختلافي ډګرونو کې د ایران له کبله د چابهار بندر تړون، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې او په افغان حکومت کې د دوی شاملېدل وي.

د ټرمپ اداره هم، په سیمه کې د هند پر ارزښت قایله ده او د هند ستراتېژي او بهرنی سیاست تر ډېره له خپلو ګټو سره همغږی ګڼي. همدا لامل دی، چې واشنګټن اوس د پاکستان له حساسیتونو پرته په افغانستان کې د هند نفوذ زیاتول غواړي.

په بل اړخ کې، پاکستان د ټرمپ له تګلارې اندېښمن دی. همدا لامل دی، چې د پاکستان لومړي وزیر په امریکا کې د خپلې وینا پرمهال وویل، هند کولای شي، چې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري؛ خو موږ به هېڅمهال هم د دې اجازه ورنه­کړو چې هند دې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي رول ولوبوي.

که څه هم په هند کې د کاګرس له حکومته راوروسته، د نرېندرا مودي حکومت په افغانستان کې د پاکستان د حساسیتونو پروا نه کوي؛ خو دا چې هند افغانستان ته خپل امنیتي ځواکونه نه رالېږي، د نورو ډېرو عواملو ترڅنګ یو لامل د پاکستان حساسیت هم شامل دی او دا ځل هم امريکا هند ته په افغانستان کې د پوځي حضور په تړاو قناعت ورکولو کې پاتې راغله. 

د امریکا او هند نږدې کېدونکې اړیکې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا د بیا متوازن کولو تګلاره اعلان کړه، چې یو شمېر چینایان بیا دغه تګلاره د چین حصار ګڼي؛ ځکه دوی د آسیا بیا متوازن کول د چین په مقابل کې د هند، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو راپورته کول ګڼي. د امریکا او هند ترمنځ د همدغې نوې تګلارې په رڼا کې سوداګریزې او دفاعي اړیکې هم ورځ تر بلې پياوړې کېږي.

په بل اړخ کې په هند کې د نرېندرا مودي له واک ته رسېدو سره د امریکا او هند اړیکو نوی موج واخیست. نرېندرا مودي له ۲۰۱۴ کال راهيسې څلور ځله امریکا ته سفر کړی (دوه ځله په نړیوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستل او دوه ځله نور بیا رسمي دولتي سفرونه وو). دغه راز د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې بارک اوباما هم د نرېندرا مودي په غوښتنه د هند د جمهوریت ورځې په نمانځغونډه کې برخه واخیسته او په دې ډول اوباما د امریکا لومړنی ولسمشر شو، چې په خپله ۸ کلنه دوره کې هند ته دوه ځله رسمي سفر کوي او د هند د جمهوریت ورځې د رسم ګذشت په مراسمو کې برخه اخلي.

په سیمه‌ییز سیاست کې یو نوی ګام هغه مهال پورته شو او د هند د دفاع وزیر مانوهار پارېکار امریکا ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې له خپل سیال ایشټن کارټر سره وکتل. په ۲۰۱۶ کال کې امریکا ته دا د هند د دفاع وزیر دویم سفر دی او په مجموع کې يې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له دفاع وزیر سره شپږمه کتنه ده. د وروستي پرمهال هند او امریکا نظامي-لوجستیکي جنجالي تړون، چې د هند دننه له مخالفتونو سره مخ و، لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل له هوا، اوبو او ځمکې څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلي؛ خو بیا هم د امریکا دفاع وزیر، په هند کې دننه د مخالفتونو کرارولو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنو کمولو په موخه، په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې «د دغه تړون معنا دا نه ده، چې موږ به د یو بل په هېوادونو کې پوځي اډې ترلاسه کوو.»

د ټرمپ د حکومت پرمهال هم، د ډهلي او واشنګټن اړیکې تم شوې نه دي، بلکې ورځ تر بلې پراخېږي. که ریښتیا یې ووایو، نو د دغو دواړو هېوادونو اړیکې اوس د یوه اېتلاف بڼه غوره کوي، چې اصلي ګواښ به یې پاکستان او چین ته متوجه وي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

53 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *