Categories

اعلان

Loading…

د خور او ورور مینه/ لیکوال: حامد احمدزی

مخامخ ورته ناست وم. خفه و، سوړ اسوېلی یې و ایست بیا یې وویل:

کلونه پخوا مې د کلي په روغتون کې کار کاوه، یوه ورځ کارونه راباندې ډیر شول. په دې ورځ په روغتون کې ډاکټران کم وو. له یوې ناروغې سره مخ شوم. نوم یې ګلمکۍ و. ژړل یې، دردونو یې ځوروله. زړه مې درد ورباندې وکړ، پر څوکۍ کېناستله. د معمول په څېر مې عادي پوښتنې ترې پیل کړې.

  • څه ستونزه لرې؟

ګلمکۍ غرېو نیولې وه. بیا یې په غمجن غږ وویل:

  • ناروغي مې ډېره سخته ده
  • ته ووایه، د سخت او ناسخت په اړه یې زه درته وایم.

بیا یې سترګې پټې کړې. د اوښکو غوټۍ یې له بڼو بهر شوې. پر مخ یې ورغړېدې.

  • ژوند راته بې مانا دی، د کورنۍ غړي مې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. یو ورور مې دی همدا لرم او بس.

خپل معاینات مې پيل کړل. خو پوه شوم چې ناروغي یې سخته ده، وینې ته اړتیا لري. مخامخ خفه او له جوسې وچ ځوان ته مې مخ واړاوه.

  • خور دې وینې ته اړتیا لري.
  • زه وینه ورکوم زما وینه به ورسره جوړه وي.

وچ ځوان پر څېرمه کټ وغځېد. خور ته به یې وکتل، مسکی به شو.

  • ښه یم، چې د خور ژوند مې ژغورلی شم.

څو شېبې وروسته د هلک رنګ زېړ شو، شونډې یې تر مخکې هم وچې شوې!

د خپلې خور لپاره مرګ ته تیار و.

315 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *