Categories

اعلان

Loading…

هسې نه/ بارکوال مياخېل

په ژبه کې چې کله يوه کلمه څوک په ناسمه مانا وکاروي او بيا په هماغه ناسمه مانا مشهوره شي، دې ته غلط العام يا غلط مشهور وايي. په پښتو کې هم ډېرې داسې کلمې شته چې لومړى يو چا ناسمې کارولې او بيا غلط العام شوې دي، له بده مرغه په اوسني وخت کې پښتو رسنۍ د کلمو په غلط العام کولو کې تر بل هر چا زياته ونډه اخلي، چې ډېرې کلمې اوس د ولسي تلفظ يا مانا پر ځاى په خلکو کې هغسې مشهورې شوې دي، چې رسنۍ يې ناسمې کاروي.

له تېرې څه مودې راهيسې د ډېرو ليکوالو په ليکنو کې دا يوه جمله په ناسمه مانا لولم، چې ممکن دوى ورته متوجه شوي نه وي، خو چې باتجربه ليکوالو هم په همدې ناسم ډول وکاروله، نو د غلط العام بڼه يې خپله کړه او اوس نو په ټولنيزو رسنيو کې تل ورسره مخامخېږم.

نن مې د يوه باتجربه ليکوال او ژورناليست دا جمله په فېسبوک کې ولوستله:

“زه مې له افغان لوبغاړو ډارېږم چې هسې نه څوک يې په همدې ډول له لوبيز ژونده ونه باسي”.

د ده مقصد دا دى چې څوک يې له لوبو ونه باسي، خو په جمله کې دا مانا ورکوي، چې بايد څوک يې له لوبو وباسي، په دې جمله کې د نفي لپاره لومړى (نه) کافي ده او دويمې (نه) جمله بيرته مثبته کړې ده، يانې د ويناوال هغه اندېښنه- چې له لوبو د لوبغاړي د ايستلو په اړه يې لري- د هغه په ټينګار بدله کړې ده، چې بايد لوبغاړى له لوبو و ايستل شي.

د همدې ژورناليست په يوه بله ليکنه کې- چې د بي بي سي پښتو پر ويبپاڼه خپره شوې- دې ته ورته جمله راغلې ده:

“بیا باید محتاطه واوسي چې څه وايي او څه لیکي چې هسې نه له لیکنې یې بل ډول اخیستنه ونه شي”

په ټولنه کې د ښځو د فعاليت په اړه په دې ليکنه کې ليکوال غواړي ووايي، چې يوه ښځينه ليکواله بايد په ليکوالۍ کې محتاطه و اوسي، هسې نه چې څوک يې له ليکلو ناسمه مانا واخلي، خو د دويم ځل (نه) په کارولو سره يې خبره د نفي پر ځاى بيرته مثبته کړې ده او جمله يې دا مانا ورکوي، چې ګواکې خلک يې بايد له ليکنې بل ډول يا ناسمه مانا واخلي.

د ازادي راډيو پر ويبپاڼه د پکتيا ولايت د ګمرک په چارو کې د لاسوهنې په اړه په يوه رپوټ کې د پکتيا د ولايتي شورا د منشي له خولې ويل شوي:

“هسې نه چې ددغې لارې ټرانزيټ کېدو ته تاوان ونه رسيږي “

په پورتنۍ خبره کې د ويناوال مقصد دا دى چې ټرانزيټ ته تاوان ونه رسېږي، خو د دويمې (نه) په کارولو سره- چې ممکن د خبريال تېروتنه به وي- خبره د منفي پر ځاى مثبته شوې ده او دا مانا ورکوي چې بايد د لارې ټرانزيټ کېدو ته تاوان ورسېږي.

دې ته ورته زموږ په رسنيو کې هره ورځ دا تېروتنه تکرارېږي او اوس يې د غلط العام بڼه اخيستې ده، چې بايد مخنيوى يې وشي. په يوه جمله کې چې د يو کار پر نه کېدو ټينګار کېږي يا يې په اړه اندېښنه څرګندېږي، نو يواځې (هسې نه) بايد پکې وکارول شي او که د يو کار پر کېدو پکې ټينګار کېږي يا يې په اړه اندېښنه څرګندېږي، نو بايد د پاسنيو جملو غوندې (هسې نه) او په پاى کې (نه) ورسره وکارول شي. مثلاً دا لاندې دوې جملې به ولولو، چې په لومړۍ کې د يو ځل (نه) کارول يوه مانا او په دويمه کې دوه ځله (نه) کارول بله مانا ورکوي:

– هسې نه چې بيا راته سرخوږى جوړ کړي (مانا چې سرخوږى راته جوړ نه کړي)

– هسې نه چې بيا راته سرخوږى جوړ نه کړي (مانا چې سرخوږى راته جوړ کړي)

په پورتنيو جملو کې دويمه جمله مې هم د يو چا په ليکنه کې ولوستله، چې د لومړۍ جملې په مقصد يې کارولې وه. دا تېروتنه کېداى شي ځکه کېږي، چې دوى غواړي پر خپله خبره ټينګار وکړي، خو له ګرامري پلوه يې دې ته پام نه وي، چې دوه ځله (نه) کارول يې جمله بيرته مثبته کړي او مانا يې سرچپه شي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *