Categories

اعلان

Loading…

د کربلا پېښه د افسانې پر لور

نقيب احمد عزيزي
عمر بن سعد د سعد بن ابی وقاص رض زوی و، دی صحابي نه و، تابعي و او په کوفه کې اوسېده چې بيا په ۶۶ هجري کې مختار ثقفي وواژه.
عمر بن سعد ته عبيدالله بن زياد د حسين رض او د هغه د ملګرو د وژلو دنده سپارلې وه، ابن زياد د امويانو په حکومت کې يزيد د بصرې د ارامولو په خاطر د همدې سيمې والي ټاکلی و. په تاريخي حوالو کې راځي چې له حسين بن علي رض سره د عمر بن سعد خبرې اترې پايلې ته و نه رسېدې، د ۶۱ هجري د محرم پر ۱۰مه يې پر حسين رض او د هغه پر ملګريو بريد وکړ چې تر ۷۰ پورې کسان له منځه پکې ولاړل.
عمر سعد د شيعه مذهبپالو له خوا په عاشورا کې د نفرت او لعنت وړ يادېږي او نن سبا اکثره سنيان فکر کوي چې دا به ګواکې عمر فاروق رض يادوي. په شيعه‌ګانو کې د ابوبکر او عمر رض مخالفان هم شته، مګر د امام حسين رض او کربلا په تړاو عمر سعد مراد وي.

د تاريخ يو لوی کس ابن خلدون وايي چې «کومه پېښه په نړۍ کې زياته مشهوره او منلې وي، هغومره به يې افسانه‌ګر د خپل تخيل په رنګ کې لړي.» دغه خبره د لوېديځ يو شاعر ګويته هم کوي چې «د انساني لوړتيا د حقيقت انتها دا ده چې افسانه ور نه جوړه شي.» ډاکټر مبارک علي د «تاريخ او افسانه» مقالې په يوه برخه کې ويلي چې «کله يوه پېښه هم په تاريخي او هم افسانوي ډول بيان شي، افسانه له تاريخه ميدان وګټي.» د دې يوه وجه دا ده چې تاريخ واقعيت بيانوي، کار يې له فکر سره تړلی دی او افسانه د تخيل په رنګ کې پر عواطفو ژور اغېز کوي.

د کربلا پېښه او د امام حسين رضي الله عنه شهادت هم همداسې پېښه ده چې ډول ډول بيان شوې ده او ان نور نو په يوه افسانه بدلېږي. که څه هم موږ پر دې اړ يو چې د صحابه‌وو او په ټوله کې د ماضي د پېښو اړوند پرېکړې د ځان حق او وړتيا و نه ګڼو. د صحابه‌وو د وخت جګړې د مولانا محمد عليم بسمل خبره، لکه د سترګو جنګ سلامت و ملامت را ايستل يې سخته خبره ده.

د ده مشر ورور حضرت حسن رضي الله عنه چې د مسلمانانو پنځم خليفه و، د حضرت معاويه رضي الله عنه په نفع له خلافته تېر شو. حسين رضي الله عنه د خپل ورور له دې اقدام سره موافق نه و، مګر د ورور له مخه يې خوله پټه کړه، غاړه يې و نه غړوله.

د امام حسن بن علي رضي الله عنهما تر وفات وروسته دی د حضرت معاويه رضي الله عنه په هغه لښکر کې چې د بيزانس د پلازمېنې قسطنطنيې د محاصرې لپاره لېږل شوی و، و جنګېد.
تر دې جګړې وروسته چې معاويه رضي الله عنه خپل زوی يزيد د خلافت لپاره وټاکه، حسين رضي الله عنه له يزيد سره بيعت و نه کاوه، ده ته تر يزيد ډېر غوره کسان په نظر ورتلل چې د مسلمانانو خليفه ترې وټاکل شي.

کله چې د کوفې خلکو د ده پر ځای د عبیدالله بن زياد ملا وتړله، ده وړوکی لښکر تيار کړ، شا و خوا ۷۲ اسونه ورسره وو چې د عبيدالله بن زياد د يوې پنځه زره کسيزې ډلې له خوا حصار شوو. په دې وخت کې هيچا د حسين رضي الله عنه د وژلو جسارت نه‌شوای کولای، خو شمر بن ذی الجوشن چې د ابن زياد نږدې سړی و، ناره کړه، افسوس ستاسې پر حال! ستاسې ميندې دې بورې شي، هلئ محاصره يې کړئ او و يې وژنئ!

د جنګ ميدان په ګرمېدا و، حسين رضي الله عنه ورو ورو محاصره کېده. شمر بن ذی الجوشن په ګڼه ګوڼه کې توره يوې او بلې خوا ته شړکوله، د حسين رضي الله عنه څو ملګري يې پرله‌پسې شهيدان کړل. شمر بيا نارې کړې، هلئ ولې منتظر ياست، ولې وروسته وروسته کېږئ!؟ هلئ و يې وژنئ!
په دې وخت کې هغوی پر حسين رضي الله عنه ورغلل او شهيد يې کړ. “انا لله و انا اليه راجعون” هغه کس چې دی يې شهيد کړ او سر يې ترې پرې کړ «سنان بن نخعي» نومېده چې بیا د شمر په لاس ووژل شو.

د ځینو روايتونو له مخې ويل شوي چې د حسين رضي الله عنه سر د عبيدالله بن زياد لپاره کوفې ته راوړل شو، هغه په خوله کې يو لرګی ور ننه‌ايست او ويل يې، « که څه هم ډېره غوره خوله ده.»
حضرت انس بن مالک رضي الله عنه چې هلته ناست و، ولاړ شو، و يې ويل، «قسم دی چې رسوا کوم دې، په کومه خوله کې چې تا لرګی ننه کاوو هغه د خدای پيغمبر ښکل کړې وه…»

د يزيدپه اړه د أهل السنة ليدلوری
يزيد نېغ په نېغه د حسين رضي الله عنه قاتل نه‌شي بلل کېدای، ځکه ده د هغه وژلو امر نه دی کړی. امام ذهبي رحمه الله وايي چې «نه مې يزيد خوښېږي او نه لعنت پرې وايم.» د يزيد کفر په هيڅ صورت څوک نه‌شي ثابتولای، حتی د فاسق بللو لپاره يې دلايل نه لرو. اهل تشيع هم پر دې عقيده دي چې هغه روايات چې يزيذ شرابي او فاسق ګڼي، کمزوري او د استناد وړ نه دي. اهل سنت پر مړيو لعنتونه ويل ناسم کار ګڼي، ځکه دا کار د يو چا په اړه غايبانه ګواهي ورکول دي. يو وخت چې ابوجهل ته لعين او ناوړه وويل شو، رسول صلی الله و فرمايل چې «پر مړو لعنت مه واياست، هغوی چې څه کړي دي په حق رسېدلي دي.» [بخاري/ ۱۳۹۳]

نن سبا د کربلا پېښه په افغانستان او ايران کې د مذهبي شخړو د ايجاد اور ته د تېلو کار ورکوي، د افغانستان حکومت خو ان د دې وړې مذهبي فرقې د مفروضه مراسمو د ساتنې کار پخپله د همدې فرقې ځينو خپل‌سريو کسانو ته سپارلی چې دا د ټولنيز انسجام د لوټنې پر درشل د قدم ايښودل دي. د افغانستان حکومت د ړندې او کڼې بلا په غوږ کې ويده دی چې د کربلا عاشقانو ته يې وسلې ور وېشلې دي.

د کربلا پېښه په دغه شکل يادول هيڅ مقدس اساس نه لري، د مذهبي فرقو تر منځ د تشدد، کرکې او نفرت عامل ګرځي. د اسلامي نړۍ حکومتونو ته په کار دي چې د امت په سطحه دغه مراسم تعريف کړي او بيا د خپلو قوانينو په توازن کې د نمانځنې اجازه ورکړي، چوکاټ ور جوړ کړي. که يې امت نه‌شي کولای، د اسلامي هېوادونو جغرافيې دې يې په انتظار نه کېني، هر څوک دې اور له خپله سره مړ کړي.

بل دا چې د شيعه مذهبيانو انحصارګرايي سنيان دې ته نږدې کړي چې د کربلا پر وړاندې عاطفي تړون وبايلي، حسين رض الله يوازې د دوی د مذهب سلف وګڼي او بس.

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *