Categories

اعلان

Loading…

له پاني پته وروسته | شاعر: خالق رشید

پوهيږې ،

ما درپسې وژړل په چيغو چيغو،

داسې چې كله مې هم ،

په زړه كې نه تيريدې …

زما پر زړه باندې د غم نوكارو،

د يوې ستړې يوېې لارې وكړې،

لارې لارې،

چې زمانو ته به  بيا دلته هلته،

د وير درنه كيسه دې،

د زابلی رستم  سهراب  لاوریان   

د سرمنزل پرخونړیو لارو تل ژړوي.

پوهيږي،

ما درپسې وژړل په چيغو چيغو ،

ځكه چې زما د كلي هره څانګه، هره ونه، هره پاڼه، هره غوټۍ، هر اغزى

زما د زړه په وينو،

زما « پښتو» مور روزي .

او په پښتو يې روزي داسې داسې …

چې زما خداى تر ما هغه ښه ويني ،

لكه چې زه د مور د اوښكو ننداره دلته دستې وينمه …

او له هغې سره بايد وژاړم ،

ځكه مې هغې سره ،

پر تا پسې په لپولپو وژړل  وژړل ،

په دې چې ته كله پښتو ته مخ شوې،

لكه لودي پاچا په پاني پت كې

ميدان دې د جهل ته، تورتم ته او شیطان دښنه ته پرنښوده.

پرتا مې زړه كې د آشنا مينې اور نور هم تيز شو.

او زه  رښتيا په دې باور شومه ،  

چې زما د كلي هره ونه، هره پاڼه، هراغزى،

زما د زړه په وينو،

زما پښتو مور روزي،

او په پښتو يې روزي،

خو اخ،

زما پښتو زوى مړې مور ته ښه وګوره ،

ارواح یې بيا په وير شوه ،

بیا په ویرشوه ….

له پاني پته وروسته …

د يوه تورتم په نغوته …  

د يوه پردي سيوري ،

په يوه پردې لاس باندې،

بيا د تورتم تور زيرى چا وكړلو،

مورمې لا سترګې غړولې نه وې …

چې د تورتم په لاس کې کیوتله ،

او د هغې ترمخ یې،  

ستا په شمشاده هيله، دنګه ځوانۍ اور پورې كړ…

تورتم ابلیس د زمانې و،  ګوره،  

بيا يې د لمر په مخ وريځ راوسته،

او د تورتم پرغلام یې،  

ستا دژوندون كښتۍ ،

په مرګي سمندر لاهو لاهو كړه،

او زما په زړه كې يې اغزن زخم ،

هغه په وينو سور ،

يو وار په څړيكو راووست ،

اوتې كې ولړلې ،

لكه په وينوكې ډوب شوى ګلاب ،

لكه حسين غوندې ،

لكه د هغه ياد،

لكه د هغه لاره ،

چې تل به سره وې د مخسورو پر مخ ،

تر ابديته پورې …

ترجنتونو پورې …

تر ديدنو پورې …

تر بلهاريو پورې …

ځكه چې زما د كلي هره څانګه، هره ونه، هره پاڼه، هره غوټۍ، هر اغزى

زما د زړه پر وينو،

زما « پښتو» مور روزي .

اوپه پښتو يې روزى …

لكه چې ته يې شان شوې ،

او دغه ليكه به له تا وروسته هم ،

لكه ترتا دمخه ،

په سندربوُلو، بوُلو ،

د خپلواكۍ تر سرمنزله رسي …

او په پښتو به رسي …

زما د پښتو مور زویه ،

او تا پښتو وكړه ،     

 چې ما درپسې وژړل …

له پاني پــــــــــته  وروســــــــــــــــته  !!!

خالق رشید

نوی ډيلی –  د ۱۹۹۶ كال د سپتمپر ۲۸

7 total views, 1 views today

2 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    په قلم موبرکت شه ښاغلی پروفیسور! خوځينو په دې هکله هسی شطحیات لیکلی چې هم یې دقره قلی اوهم یې دسپین ږیری سپکاوی کړی تاند ،هڅاند ،جوړاوخوشحاله اوسې

  2. حسن Reply

    منحوسو او پلیدو ارواوو په هغه وخت کې د افغانستان د زعامت په شاوخوا کې ځای نيولی و چې په پایله کې زمونږ د ټولنې په تاریخ کې د زعامت دغه ځلانده ستوری په داسې دام کې راګیر شو او بیا د پنجابي تالي څټو او روزل شویو نانځکو په لباس کې لکه خفاشان راورسېدل او د شپي په تیاره کې زمونږ د تاریخ ، سیاست او دولت دغه نه هېرېدونکی ځلانده ستوری په شهادت ورساوه،
    اروا یې خوشحاله ، یاد یې تل پاتې او د ملګرو عزم د لا ټینګ او راسخ وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *