Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ … او د وطن زوی ته يو بل قرض ور له غاړې شو!

نجيب ننګيال

دا د نړۍ د سياسي تاريخ تر ټولو شهکار انځور دی. د یوې مور د مينې انځور… چې د خپل زوی مېړانې ته حيرت اخيستې. په حيرانتيا ورته ګوري چې د وطن د مينې دا «لېونی نجيب» به د دومره لېوانو له خولې دا وطن څنګه باسي؟

هغه نجيب چې په شمال کې يې په خلاف د بريژنيف زامنو او د کې جې بي طراحانو دسيسې جوړولې. د نبي عظيمي، فريد مزدک او جنرال بابه جان په مرسته يې د نظام له داخله ګوزارونه کول. پټې او ښکاره يې مسعود او رباني ته وسلې ورکولې چې شمال د نجيب له ولکې ووځي، وطن مات شي او «سور شيطان» د خپلې شرمېدلې ماتې غچ د دې هېواد په تجزيه واخلي.

په ختيځ کې نجيب د جنرال اختر عبدالرحمن تر بريدونو لاندې و. د نړۍ ټولو ترهګرو او له ټولو جهادي بامبړانو سره په ګډه يې جلال‌اباد تر اور لاندې ونيو، خو پنجابی «جنرال اختر» نه و خبر چې دی د يوه «پښتانه اختر» له زوی سره جګړې ته کېوتی. خپله پوځي درېشي يې په تن کړه، د جلال‌اباد هوايي ډګر يوه لوړ څلي ته وخوت. د ځمکنيو او هوايي ځواکونو دواړو قومانده يې په خپل لاس کې واخيسته، پر جهادي پنډتانو يې له خپلو پنجابي او پرنګي بادارانو سره داسې ګوزارونه وکړل چې بيا به هيڅکله پر دې خاوره د تېري فکر و نه کړي، بيا به هيڅکله دا وطن خپله پنځمه «صوبه» و نه بولي.

هغه په داسې وخت کې يک تنها د وطن ژغورنې معرکه کوله چې په جنوب کې «حقاني» د خوست د هوايي ډګر د ۵۲ الوتکو د پلور له‌پاره په بازار موندنه بوخت و او حکمتيار له قاضي حسين احمد سره يو ځای زموږ د تاريخ او شرف په څلي د خوست د فتحې(؟) جشن نمانځه. له جنرال حميد ګل سره يې په ګډه د کابل سوځولو نقشې جوړولې او په لوېديځ کې کرنل امام په سپينه جامه کې د يوه تور لښکر په روزنه بوخت و.

نجيب له هرې خوا تر بريد لاندې و. که به يې د جګړې له ميدانه وخت مونده، د جرګو په تالارونو کې به يې د سولې سپين بيرغ هسک نېولی و. د يوې افغاني سولې او ملي پخلاينې نارې به يې وهلې. د شپې به يې د جګړو رهبرانو ته ليکونه ليکل او د ورځې به د اردو پر قطعاتو ګرځېده چې سل کلنه اردو ړنګه نه‌شي او وطن «ساتونکي» داو نه کړي.

هغه د نړۍ په سياسي قاموس کې «د ملي روغې جوړې» اصطلاح ثبت کړه. د يوه دور اندېش رهبر په صفت يې پر دې ملت د تاريکۍ وړاندوينه وکړه. هغه ليدل چې که بين الافغاني سوله را نه‌شي؛ نو «د جنت د حورو لېونيان» به د کابل «حسينې» د «لاهوري کارغانو» خوراک کړي.

هو، نجيب د ناهيد چيغې اورېدې چې د ځان ژغورنې په پار يې د غرونو له وحشيانو ځان وغورځاوه، خو د وطن د ناموس په پر لمن يې تور داغ جوړېدو ته پرېنښود.

نجيب د هغو پېغلو د بې‌وسۍ اوښکې هم ليدې چې عربي شيخانو د اسلام‌اباد په هوايي ډګر بې‌يار و مددګاره پرېښودې.

هغه ليدل چې که زه ولاړم د پنجشېر شغال به د زمري اکټونه کوي او حکمتيار به کابل تر ړندو راکټونو لاندې ونيسي. هغه ليدل چې «تور پنجاب» به د کابل پر زړه کېني او «د جومات ح…» به د استالف باغونو ته اور ورته کړي.

بدقسمته نجيب په داسې وخت کې د وطن ژغورنې «منصوري» ناره وکړه چې د مملکت وګړي د «حب الوطنۍ» له «روحانيته» خبر نه وو. هغه هيڅ «شبلي» و نه موند چې د ده په خبره پوه شي او دا ښار له يوې لويې تباهۍ وساتي.

نجيب په دار شو، کالي يې وايستل شول، د يوه «شهيد ولسمشر» مړي ته هيڅ عسکر سلامي و نه کړه. شب‌پرستانو يو سپين‌زړی سړی په توره شپه کې خاورو ته وسپاره.

…او د وطن زوی ته يو بل قرض ور له غاړې شو؛
د يوه «شهيد ولسمشر» د انتقام قرض…

سرخط ورځپاڼه

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *